zikr2

پر ځمکه د الله (ج) غښتلی لښکر!‎

ژباړه: حمدالله حلمیار-

له حضرت علي کرم الله وجهه څخه وپوښتل شول چي:  الله جل جلاله پر ځمکه تر ټولو غښتلی څه شی پیدا کړي؟

حضرت علي کرم الله وجه په ځواب کي ورته وویل: ما چي فکر وکړ، ما ویل (اوسپنه) ډیر غښتلی څیز دی؛ خو چي ومي لیدل اور همدغه اوسپنه ویلې کوي، نو ومي وویل: (اور) غښتلی دي!! بیا چي مي اوبو ته فکر وکړ، چي اور اوبه وژلی شي ، نو ومی ویل: خدای ج (اوبه) غښتلي پیدا کړې…! بیا مي ورېځو ته فکر وکړ… ما ویل ورېځ ده چي اوبه انتقالوي او وُروي… نو ومې ویل (ورېځې) ته الله ډیر قوت ورکړی…خو کله مې چي وکتل، بادونه همدا ورېځ پر سر ګرځوي، نو ومي ویل (هوا) د الله غښتلی مخلوق ده… بیا مې غرونو ته وکتلو چي همدا هوا ورڅخه راوزي، نو ما وویل چي بس (غرونه) پر ځمکه ډیر قوت والا دي… بیا مې چی انسانانو ته فکر شو، چي پر همدغو غرونو پاس خیژي… نو ما وویل: (انسان) دالله تر ټولو غښتلی څوک ده… بیا مې د انسان خوب ته فکر شو چي په اساني سره پر انسان لاسبری کیږي… ومې ویل (خوب) ته الله قوت ورکړی… او چي ومې لیدل غم او خواشیني خوب هم له منځه وړي، نو ومې ویل: (غم) زورور څیز دی… بیا چي مي فکر وکړ غم دانسان په زړه کې اوسي او زړه یې ګالي… نو ومې ویل (زړه) دی چي الله قوي پیدا کړی.. او بالاخره دې پایلې ته ورسیدم چي، له زړه څخه چي غم او خواشیني لره کوې او زړه ته اطمینان ورکوي هغه دالله جل جلاله ذکر دی نو ومې ویل:  پر ځمکه الله جل جلاله غښتلی لښکر دالله جل جلاله ذکر دی.

(ألا بذکر الله تطمئن القلوب)

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د