نړۍ

لاهور: د یوې فابريکې د نړیدو له امله 100 تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۴ ل): د رپوټونو له مخي د لاهور په سندانډسټریل اسټیټ سیمه کي یوه کارخانه هغه وخت ونړېده چي په څلورم پوړ کي کار شروع وو. په دې پېښه کي تر دا مهاله 16 تنه وژل شوی او 70 نور ټپیان دي. د سيمه ايزو رسنيو د معلوماتو له مخي په وژل شوو کسانو کي د دې کارخانې څښتن ملک رانا شهزاد هم شامل دئ.

د پېښي د سيمي څخه ورکول شوي راپورونه وايي چي شاوخوا 100 تنه نور کارکوونکي لا دا مهال هم تر خاورو لاندي پاته دي.

د مرستندوی ټیمونو شاوخوا 300 کارکوونکي د پېښي ځای ته رسېدلي او دا مهال د ترخاورو لاندي کسانو په راکښلو بوخت دي. په پېښه د قرانيانو د خونديتوب په موخه له فوج څخه هم د مرستي غوښتنه شوی ده.

په ورته وخت کي د لاهور په ټولو روغتونو کي بېړنی حالت اعلان شوی دئ. ځايي رسني وايي چي تر دا مهاله 35 ټپیان جناح او 30 نور شریف میډیکل روغتون ته وړل شوي دي. رپوټونه همدارنګه زياتوي چي په ټپیانو کي د 15 هغو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دئ.

په دې درې پوړيزه کارخانه کي پلاسټک بیګونه جوړېدل او دا مهال يې د څلورم پوړ د جوړېدو کار روان وو چي دا پېښه رامنځته شوه. ويل شوي چي د پلاسټيکي بېګونو د جوړولو په دې کارخانه کي 150 تنو کار کاوه.

د پاکستان لومړی وزیر او ګڼو نورو لوړپورو چارواکو د خواښينۍ ښوولو ترڅنګ روغتیایي کارونکو ته امر کړی چي د ټپیانو ژر او ښه درملنه وکړي.

خبریال : سیدخان سلیمانخیل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x