افغانستانخبرونه

کابل کې يوه بې پيلوټه الوتکه راغورځېدلې

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۴ ل): په کابل کې پرون مازديګر د بهرنيو ځواکونو يوه بې پېلوټه الوتکه راغورځېدلې ده.

يوې امنيتي سرچينې د نوم د نه ښودلو په شرط رسنيو ته ويلي چې دغه بې پېلوټه الوتکه پرون ۶:۱۵ د کابل ولايت د موسهي ولسوالۍ په غرونو کې راغورځېدلې ده.

سرچينې ويلي چې دغې الوتکې له غره سره دلګيدو له امله اور اخيستی او راغورځېدلې ده.

سرچينې ويلي چې په دغه پېښه کې کوم ځانی زيان نه دی اوښتی او د الوتکې د غورځېدو په اړه نور مالومات به له پلټنو وروسته روښانه شي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو بې پېلوټه الوتکه په بېلابېلو سيمو کې بريدونه کوي چې له امله يې تر اوسه ګڼ شمېر خلک وژل شوي دي

طالبانو هم په خپله ويب پاڼه کې ددغې الوتکې د غورځېدو خبر ورکړی دی خو دا يې نه دي ويلي چې دا الوتکه دوی ویشتلي او که نه خو تر دې وړاندې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې طالبانو د ناټو او افغان ځواکونو الوتکې ويشتلي او رانسکورې کړې يې دي.

طالبانو په خبر کې تېره مياشت د پکتياد سيد کرم په ولسوالۍ کې د جيټ الوتکې د رانسکورېدو يادونه کړې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x