افغانستانخبرونه

ځايي سرچینې: په غور کې سنګسار شوې ښځه په زنا او قتل تورنه وه

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۴ ل): وروسته له هغې چې بهرنيو او کورنيو رسنيو او ټولنيزو شبکو کې يوه ويډيو خپره شوه چې په کې ښودل شوې وو يوه ښځه سنګساريږي، چې رسنيو دغه پېښه په افغانستان کې د طالبانو کار بللی و.

دغه ويډيو په لومړي ځل د ازادۍ راډيو د فيسبوک پاڼې له خوا خپره شوه چې وروسته نورو رسنيو هم خپره کړه.

د غور ولايت چارواکو هم ويلي و چې رخشانه له دې امله سنګسار شوې چې د محمد ګل په نامه له يوه سړي سره له کوره تښتېدلې وه.

د انټرنيشنل بزنس ټايمز په نامه يوې لويدېځې ورځپاڼې د افغان چارواکو په له قوله ليکلي و چې رخشانه د طالبانو له لوري سنګسار شوې ده.

خو د سيمې يوې سرچينې څخه د ترلاسه شوو مالوماتو پر اساس ويل شوي چې دغه ښځه ۲۶ کلنه او د غور ولايت د فيروز کوه اوسېدونکې وه چې د يوه واده په شتون کې يې له بل ځوان (محمد ګل) سره اړيکې درلودې او د همدغه سړي په مرسته يې خپل خاوند وژلی او بيا ورسره تښتېدلې وه.

سرچینې ويلي چې له څو ورځو تېرېدو وروسته محمد ګل هم دغه ښځه خوشې کړې چې هغه په مخه لاړ دی او ښځې بېرته د خپل کلي لاره نېولې، خو کلي ته د ښځې د راستنېدو ورسته نوموړې د قومي مشرانو او خلکو له خوا سنګسار شوه.

دسيمې خلکو ويلي چې دغه انجلۍ د سيمې د قومي مشرانو او عالمانو د پريکړې له مخې سنګسار شوه، سیمه ایز طالبان وايي چې دوی ته ددغه پریکړي او پيښي هیڅ معلومات نه وه ورکړل شوي.

د بخښني نړیوال سازمان پر حکومت غږ کړی چې ددغه پيښي جدي پلټنه دي وکړي، او عاملینو ته دي سخته سزا ورکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدربی آماج

یا په رښتیا دشرعی له نظره دغه حد شرعی وو؟ او آیا د دغه حد د تطبیق شرعی صلاحیت دغه ګروپ درلود؟. آو بیا هم آیا په رښتیا شاهدان هغسی چی په شریعت کی یی تسجیل شویدۍ موجود وو؟ او د ګواهۍ اهلیت یی درلود. همدارنګه اوس دلته دوه امیر المومینین شتون لری او کومه دایمی اسلامی جغرافیه هم په واک کی نلری. نو آیا بیا هم دوی شرعی واک لری چی داسی محکمی جوړی کړی؟ هیله کوم چی د تومت تړلو،ښکنځلو او چټیات ویلو پرته سمی او په شریعت برابری خبری ورباندی وکړۍ. لطفاُاړخ نیونه پریږدۍ!!! ۸صبح، هرات: فتوای… نور لوستل »

غوربندی

په داسي تصمیمگیری د محکمی یا فتوی نوم ايشودل او په داسي وژنه د حد د جاري کولو مسمی کول د شیطانی میدیا شیطنت دي تر سو تری د اسلام او مسلمانانو پر ضد تبليغاتي استفاده وکوي. په نیمروز کی هغه ورز یو استاد له کوره ايستل شوی او بیا په ونه کی زندي شوی وو، رسنيو د هغه مظلوم قاتلین غیر مسوول وسلوال یاد کری وو، که په شمال کی د رخشانی وژنه هم د غیر مسوولو خلکو له خوا شوی وی نو بیا د حد د جاری کولو، محکمی ، شاهدانو، يادونه غرضي اصطلاحات دي چی شیطانی رسني… نور لوستل »

محمدربی آماج

پدی کی د رسنیو یا میډیا مسله نده،؟ میډیا خپل کارکوی، هغه فتوی نه ورکوی، کار شوۍ او نوم هم هغه دۍ رجم یا سنګسار ورکول شویدۍ او بالکل طبعی ده چی دی قسم کړنو ته اسلامی بڼه ورکړل شوی.په اسلامی دولت او ټولنه کی بایدشرعی حدودو وی، مګر چی هغه شرعی هم وی؟ هرو غلطیو ته باید اسلامی رنګ ورنه کړل شی!همداسی کړنی تر ټولو زیات زیان اسلامی نظریاتو تطبیق ته اړوی.دهغه ښوونکی وژنه له دی سره ډیر توپیر لری، د هغه قاتلین ناڅرګند دی اما دلته د حد پنامه نمایش جاری شوۍ، او ټول عاملین یی ښکاره او… نور لوستل »

احمد

آماج صیب: حقیقت الله ته معلوم دی چې دا ښځه څه کاره او څه ډول وه، زه او ته یواځې یوې او بلې رسنۍ ته په غوږ نیولو قضاوت کوو. دا درسره منم چې رسنۍ نه فتوا صادروي او نه هم قضاوت کوي، ولې په ټینګار سره وایم چې تور سپین او سپین تور معرفي کولای شي. لومړی خپله خبره کوم هغه دا چې د طالب نوم په ما هم ښه نه لګي دا چې ولې؟ دا زما شخصي ستونزه ده. راځم اصل موضوع ته: دا به هم درسره ومنم چې طالبان دوه امیره او دوه سره حکومت لري چې… نور لوستل »

محمدربی آماج

نن ټکۍ آسیا ۸-۱۱-۲۰۱۵: احمدصیب سلامونه او پیرزوینی! دلته زما خبره د اسلامی حد په نه تطبیق باندی نده! خدای د نه کوی،موږ ټول مسلمانان یو او د اسلامی حکمونو مراعات زموږ ایمان دۍ. لومړۍ به ستا د خبرو چاڼ ته راشو: ځنی عبادات بالکل شخصی یا ځانی دی لکه: لمونځ،روژه، زکات،حج ،نیکی، حرام نه خوړل،غیبت نه کول او داسی نور. خوځنی نور جرمونه لکه غلا،قطاع الطریقی،قتل ،زنا او په لوی لاس اسلامی امت ته تاوان رسول چی په شرع شریفه کی شر او فساد ورته وایی،دغه مسلی د ټولنیز نظم سره اړیکی لری. او په همدی اړه په اسلامی… نور لوستل »

احمد

آماج صیب سلامونه او نیکې هیلې: زه ستا له مثالونو (فورمولونو) سره کاملاْ موافق یم. داهم درسره منم چې په ټولنیز نظام کې د بې لارۍ او فساد مخنیوی د وخت د حاکمانو او اسلامي محاکمو کار دی. زما پوښتنه داوه چې که داسې یوه پیښه رامنځته کیږي کومې مرجع ته باید وړاندیز وشي؟ که کومه د اعتبار وړ مرجع (کاملاْ اسلامي لکه تاسې یې چې مثال وړاندې کړی) موجوده نه وي، څه د حل لاره ورته لرئ ځکه د کلو او بانډو په محاکمو خو تاسې اعتبار نلرئ؟ ستاسې لپاره د حکومتولۍ شرایط لکه قاضی، محاکم، ځمکه او حاکمیت… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x