نړۍ

قطر يو ځل بيا د فلسطين او سوريې د مبارزينو په ملاتړ ټينګار وکړ

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۴ ل): د قطر امير ويلي چې د اسرائيلو پر وړاندې د فلسطيني مبارزينو او د سوريې د ازادۍ غوښتونکو د پاڅون ملاتړ کوي.

د قطر اميرتميم بن حمد الثاني ويلي چې د فلسطين خلکو د اسلامي نړۍ د سپيڅلو مقاماتو نه د دفاع په خاطر پاڅون کړی او د سوريې خلک د خپل وطن د ازادۍ او په خپلواکه توګه د ژوند کولو له پاره مقاومت کوي چې د دواړو ډلو هڅې د ستاينې وړ دي.

د قطر امير په خپل دريځ يو ځل بيا ټينګار وکړ او ويې ويل چې د فلسطين او سوريې د مبارزينو دبرحقه مبارزې نه پوره ملاتړ کوو .

امير تميم وويل چې هر څوک په دې ښه پوهيږي چې خپل ديني مقدسات هرچاته ارزښت لري او هيڅکله يې له دفاع څخه نه په شا کيږي، خو که په خپل ځان کې کومه خطا ووينو هغه اصلاح کولای شو، خو له خپلو ارزښتونو څخه هيڅکله نه شو تېرېدلی، او په دې مسئله کې هيڅ ډول بدلون د زغملو وړ نه دی.

نوموړي وويل چې د خليجي هېوادونو تر منځ په سياسي، اقتصادي، امنيتي او ټولنيزو برخو کې د همغږۍ د پراخوالي هڅې روانې دي چې د همدې له پاره د نړۍ او سيمه ييزو ګواښونو پر وړاندې د خليجي هېوادونو د همکارۍ شورا ځينې مهم ګامونه پورته کړي دي.

د قطر امير له دې وړاندې هم د فلسطين او سوريې د مبارزينو په ملاتړ غږ پورته کړی و.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په فلسطين کې د اسراييلو او په سوريه کې د بشارالاسد د رژيم له لوري په فلسطيني او سوريايي ولس د تاو تريخوالي او ظلمونو لړۍ تېزه شوې ده چې له امله يې په دغه دواړو هېوادونو کې په لکونو خلک اغيزمن شوي دي.

په سوريه کې د کورنيو جګړو او تاوتريخوالي له امله د سوريې ډېر وګړي اروپايي هېوادونو ته د پناه غوښتو له پاره تللي او لا هم روان دي چې سوريه له دې امله په نړۍ کې د پناه غوښتونکو هېوادونو په ليست کې لومړی مقام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

خالد صاحب ، مه یی زوروه ، کله چه مونږ د لیسی دوره کی وو ، کمونستی فتنه په ښه وده کی وه ، وخت نا وخت به ورسره د مسلمانانو مناقشوی مجادلی وی ، نو زمونږ یو ملګری وو هغه به کمونستان ته د ګوره زامن ویل ، [ګووره خو اصلا انګریزانو ته وایی ، خو روسان هم د په رنګ او حتی په عقیده کی د هماغه ګووره انګریزانو سکه یا غبرګون ورونه دی ] ویل به دغه د ګوره زامن مه زوروی ، دوی به څه وی او د الله ج سره د دوی دشمنی به څه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x