پښــــتو ادب

په روان جهادي بهير د شعر او ادب اغيزې

حمدالله حلميار

څرنګه چي د دین او وطن دفاع ته هر وخت سر په لاس زلمي راوتلي او د سپیڅلي شهادت په مینه مست یې د لمبو منځ ته دانګلي دي،  همداراز همدغو زلمو دجهاد سنګرونه په حماسي زمزمو ویښ ساتلي دی، انقلاب حماسې زیږوي او حماسې بیا د ولس مبارزه دفتحې تر ﺑﺮﻳﺪﻩ رسوي .

دا یو څرګند حقیقت دی، چي ﻓﺰﻳﮑﻲ جهاد په جنګي وسایلو کیږي خو د وسایلو تر څنګ جهاد ته دجذبو او ولولو اړتیا شته، او حماسي شعرونه هغه بڅرکي دی چي په مړو او ارامو رګو کې، ولولې را ټﻭﮎوي او غازیان په اور ګډیدلو ته تیاروي
تاریخ شاهد دی چي ډﻳﺮ ځﻟﻪ ﻣﻮ درزم یوه ټﭘﯥ  د دښﻣﻦ ﭘښﯤ ﻟړﺯﻭلﯼ ﺩﻱ  او دهلاکت کندې ته یې ټیل وهﻟﯽ ﺩﯼ؛ کله چي د میوند پر ډګر وږیو تږو غازیانو په مړاوو څیرو او لوېدلي مورال خپلې سینې د انګریزي تاړاکي لښکر داسونو تر غوبل لاندې لیدلې!!
ﺧږ ﭼﻲ دیوې غازي او قهرمانې خور (ملالۍ) دا حماسي ټپې یې تر غوږ شوې نو په رګونو کې پاتې وینې یې پر جوش راغلې، او له لاسه لوېدلو تورو یې ﻳﻮځﻝ ﺑﻴﺎ ﺭﺍ ﭘﻮﺭﺗﻪ کړې ؛ له ژوند او مرګ نه بې پروا په انګریزی لښکر ورپریوتل، په لنډ وخت کې یې دښمن ټول تر تیغ تیر کړ او دفتحې توغ یې هسک وساته
که په میوند کې شهید نشوې
خدایږو لالیه بې ننګي ته دي ساتینه
تورې وهه بری به مومې
که بری نه وي ځوانان تل په تورو مرینه
.
تر دې وړاندي هم په تاریخ کي د ډیرو حماسي شعرونو او رزمي ﺗﺮﺍﻧﻮ د پرېکنده تاثیر او ﺑﺮﻳﺎﻟﻴﻮ نتېجو کیسې  لیکلې دي، په پټه خزانه کې دامیر کروړ، سلطان ملخي توخي،او احمدشاه ابدالي ډیر حماسي شعرونه ثبت شوي دي چي هر یو یې د یو معرکې او سترې فتحې   سرلیک دی
حماسي شعرونه او وطنپاله رزمي ترانې دي چي د هر هیواد وال په سینه کې ﻳﯥ د وطن مینه په څپو کړې او د هیواد دفاع ته یې ملاوې تړلې… شعر یوازنی ادبي ژانر دی چي تقریبا ټول هیوادوال ورسره اشنا دي او په ځانګړي ډول په شعر کي رزمي او وطنپاله شاعري ﺩﺍﺳﻲ ده چي د کلیوالو او نالوستو هیوادوالو خاصه علاقه ورسره ده .
د ﺷﻔﺎﻫﻲ ﺍﺩﺏ ډﻳﺮﻩ ﺑﺮﺧﻪ ﻭﻃﻨﭙﺎﻝ ﺍﻭ ﺣﻤﺎﺳﻲ ﺷﻌﺮﻭﻧﻪ ﺗﺸﮑﻴﻠﻮﻱ؛ په سلو کې اتیا نالوستې خلګ په شفاهي ادبیاتو کې له حماسي شعرونو هیوادپالو ترانو او د میړانې له کیسو سره مینه لري او هر یوه ته دا راز ډیر شعرونه او کیسې یادې ﻫﻢ دي ؛ پښتنه مور له زانګو تر لوییدو پورې خپلو بچیانو ته د نیکونو او پلرونو د میړانې او غیرت کیسې کوي او له همدې ماشومتوبه یې د غیرت په روحیه را لویوي.
موږ ټولو ولیدل چي د چنګیز، انګریز او روس په وړاندي د مقابلې میدانونه د شاه زلمیانو دتورو له شرنګا سره سره د حماسي شعرونو زمزمو او دتکبیرونو ملکوتي انګازو فتح کړي او اوس ﺩﺍﺩﯼ ﺷﺎﻫﺪ ﻳﻮ ﭼﻲ د امریکایي ښکیلاک په وړاندي د غزا ډګرونو هم د جهادي ترانو په زمزمو ګرم دی او ځوانان یې پر خپل وطن ﺳﺮ ځﺍﺭﻭﻟﻮ ﺗﻪ ﺗﻴﺎﺭ ﮐړﻱ ﺩﻱ.
ﭘﺮ ﺭﻭﺍﻥ ﺟﻬﺎﺩﻱ ﺑﻬﻴﺮ  ﺍﺩﺏ ﺍﻭ ﺧﺼﻮﺻﺎً ﺷﻌﺮ ډﻳﺮﯤ ﻣﺜﺒﺘﯥ ﺍﻏﻴﺰﯤ ﻟﺮﻱ، ﮐﻪ ﻭﻭﺍﻳﻮ ﭼﻲ ﺷﻌﺮ ﺍﻭ ﺷﻌﺎﺭ ﺩﯼ ﭼﻲ ﺍﺭﺍﺩﯤ ﻏښﺕﻠﯥ ﮐﻮﻱ ﺍﻭ ځﻭﺍﻧﺎﻥ د ﻣﺎﻳﻮﺳﻴﻮ ﻟﻪ ګﺭﺍﺩﺏ ﻧﻪ د ﺑﺮﻱ ﺩﺳﺎﺣﻞ ﭘﺮ ﻟﻮﺭ ﺑﻴﺎﻳﻲ.
ﺩﺍ ﺣﻘﻴﻘﺖ ﺩښﻣﻦ ﻫﻢ ﺩﺭﮎ ﮐړﯼ، ﭼﻲ ﺷﻌﺮﻭﻧﻪ ﺍﻭ ﺗﺮﺍﻧﯥ ﭘﻪ ﺍﻭﺳﻨﻲ ﺟﻬﺎﺩﻱ ﺑﻬﻴﺮ ﮐﯥ څﻭﻣﺮﻩ ﺍﻏﻴﺰﻣﻦ ﺍﻭﻣﺆﺛﺮ ﺛﺎﺑﺖ ﺷﻮﻱ!!؟
څﻩ ﻣﻮﺩﻩ ﻭړﺍﻧﺪﯤ ﻣﯥ د ﮐﻮﻣﯥ ﺭﺍډﻳﻮ څﺧﻪ ﭘﻪ ﺩﯤ ﺍړﻩ ﺟﻮړ ﺷﻮﯼ ﻳﻮ ﭘﺮﻭګﺭﺍﻡ ﺍﻭﺭﻳﺪی، ﭼﻲ د ځﻳﻨﻮ ﻧړﻳﻮﺍﻟﻮ ﺭﺳﻨﻴﻮ ﭘﻪ ﺣﻮﺍﻟﻪ ﻳﯥ ﺩﺍ ﺧﺒﺮﻩ ﮐﻮﻟﻪ، ﭼﯽ د ﺩﻭﻟﺖ ﻣﺨﺎﻟﻔﻴﻦ ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻴﮑﻮ ﺗﻪ ﺧﻠګ د ﺷﻌﺮﻭﻧﻮ ﺍﻭ ﺗﺮﺍﻧﻮ ﻟﻪ ﻻﺭﻱ ﺭﺍ ﺟﺬﺑﻮﻱ ﺍﻭ ﺟﻨګﻭﻟﻮ ﺗﻪ ﻳﯥ ﭼﻤﺗﻮ ﮐﻮﻱ.
د ﺩﻭﯼ ﭘﻪ ﺍﻧﺪ ﺗﺮﺍﻧﯥ ﺍﻭﺭﻳﺪﻝ ﭘﺮ ځﻭﺍﻧﺎﻥو ډﻳﺮﻩ ﺍﻏﯧﺰﻩ ﻟﺮﻱ، ﺍﺣﺴﺎﺳﺎﺗﻲ ﮐﻮﻱ ﻳﯥ ﺍﻭ ﻟﻪ ﻫﺮ ډﻭﻝ ﺧﻄﺮﻭﻧﻮ ﺑﯥ ﭘﺮﻭﺍ  د ﺟﻬﺎﺩ ﻟﻴﮑﻮ ﺗﻪ ﺩﺍﻧګﻱ.
ﭘﻪ ﻓکﺮﻱ ﻣﺒﺎﺭﺯه کﯽ ﻫﻢ ﺷﻌﺮ ﺍﻭ ﺍﺩﺏ ډﻳﺮ ﻣﻬﻢ ﺭﻭﻝ ﻟﺮﻱ ، ﮐﻪ څﻩ ﻫﻢ ﺍﺳﻼﻣﻲ ﺍﻣﺎﺭﺕ ﺗﺮ ﺍﻭﺳﻪ ﻫﻴڅ ﺩﺍﺳﻲ ﻧﺸﺮﺍﺕ ﻧﻪ ﻟﺮﻱ ﭼﻲ ﻟﻪ ﻻﺭﯤ ﺩﻱ ﻳﯥ ﺧﭙﻞ ﺍﻭﺍﺯ ﺍﻭ ﺧﭙﻞ ﭘﻴﻐﺎﻡ ﺩﻋﺎﻣﻮ ﺧﻠګﻭ ﺗﺮ ﻏﻮږﻭﻧﻮ ﻭﺭ ﻭﺭﺳوﻱ، ﻫﻤﺪﺍ ﺗﺮﺍﻧﯥ ﺍﻭ ﺷﻌﺮﻭﻧﻪ ﺩﻱ ﭼﻲ ﭘﻪ ﻟږﻩ ﻣﻮﺩﻩ ﮐﻲ د ﻫﺮ ﻫﻴﻮﺍﺩﻭﺍﻝ ﺗﺮ ﻏﻮږﻭﻧﻮ ﺭﺳﻴږي ﺍﻭ څﻩ ﻧﺎڅﻩ ﻳﯥ ﺩﺍ ﺗﺸﻪ ډﮐﻪ ﮐړﯤ ﺩﻩ.
ﺩﺟﻬﺎﺩﻱ ﺍﺩﺏ ﺳﻨګﺭﻭﻧﻪ ﭘﻪ ﻫﻤﺪﯤ ﺣﻤﺎﺳﻲ ﺷﻌﺮﻭﻧﻮ ﺍﻭ ﺭﺯﻣﻲ ﺗﺮﺍﻧﻮ ﮊﻭﻧﺪﻱ ﻭﻱ
د ﻫﺮ ﻣﺠﺎﻫﺪ ﻗﻠﻤﻲ ﻣﺒﺎﺭﺯﻩ ﺍﻭ د ﻫﺮ ﺗﺮﺍﻧﻪ ﺧﻮﺍﻥ ﻏږﻳﺰ ﺧﺪﻣﺖ د ﺳﺘﺎﻳﻠﻮ ﻭړ ﺩﻱ
ﷲ ﺗﻌﺎﻟﯽ ﺩﻱ د ﺩﻭﯼ ﻫڅﯤ ﭘﺨﭙﻞ ﺩﺭﺑﺎﺭ ﮐﯥ ﻗﺒﻮﻟﯥ ﮐړﻱ ﺍﻭ ﺭﺏ ﺩﯼ د ﻻ ډﻳﺮ ﻓﻌﺎﻟﻴﺖ ﺗﻮﺍﻥ ﻭﺭﮐړي.
∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷∷

شعر ﭘﻪ ﺍﺳﻼﻡ ﮐښﯼ:
-وعن أبي بن كعب-رضي الله عنه – قال :قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : “إن من الشعر حكمة” .رواه البخاري.
له ابی بن کعب رضی الله عنه نه روایت دی، هغه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: بې شکه ځیني شعرونه له حکمته ډک وي.
ﺩﷲ ﺭﺳﻮﻝ ﺻﻠﻲ ﷲ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺑﻪ ﺩﻣﺴﻠﻤﺎﻧﻮ ﺷﺎﻋﺮﺍﻧﻮ ﺷﻌﺮﻭﻧﻪ ﺍﻭﺭﻳﺪﻝ ﺍﻭ ځﻳﻨﻲ ﺷﻋﺮﻭﻧﻪ  ﺑﻪ ﻳﯥ ډﻳﺮ ﺯﻳﺎﺕ ﺧﻮښﻳﺪﻝ
-وعن أبي هريرة-رﺿﯽ ﷲ عنه – قال :قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : “أصدق كلمة قالها الشاعر كلمةلبيد:ألا كل شيء ما خلا الله باطل”.متفق عليه .
له ابی هریره رضی الله عنه روایت دی، هغه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په هغو خبرو چې شاعر کړې دې تر ټولو رښتینې خبره د لبید خبره ده: خبردار له لوی خدای ج نه پرته هر څه فنا کیږي.
-وعن عمرو بن الشريد، عن أبيه – رضي الله عنه – قال : ردفت رسول الله – صلى الله عليه وسلم – يوما فقال : “هل معك من شعرأمية بن أبي الصلت شيء ؟ ” قلت : نعم . قال : ” هيه”فأنشدته بيتا . فقال : ” هيه” ثم أنشدته بيتا فقال : ” هيه ” حتى أنشدته مائة بيت.رواه مسلم.
له عمرو بن الشرید د هغه له پلار رضی الله عنهما نه روایت دی، هغه وایي: یوه ورځ په سپرلی کې د رسول الله ردیف وم (په یوه سپرلۍ سره سپاروو) نو رسول الله وفرمایل: د امیه بن ابی صلت د شعر نه یو څه نشته درسره؟ ما ویل: هو، شته راسره.
راته یې وویل: بیان یې کړه!
ما یو بیت ورته واوراوو.
بیا یې وویل: نور ووایه!
(ما نور بیتونه هم ورته واورول) آن پوره سل بیتونه مې ورته واورول. ۴_ 4789 – وعن البراء – رضي الله عنه – قال : قال النبي – صلى الله عليه وسلم – يوم قريظة لحسان بن ثابت: “اهج المشركين ، فإن جبريل معك”وكان رسول الله – صلى الله عليه وسلم – يقول لحسان: “أجب عني ، اللهم أيده بروح القدس “.متفق علیه.
ﺍﻭﻫﻣﺪﺍ ﺷﺎﻥ ﻟﻪ براء رضی الله تعالی عنه نه روایت دی، هغه وایي: د قریضې په ورځ (په هغه ورځ چې د بني قریضه چې د یهودو یوه قبیله چې د مدینې په څنډو کې مېشت ول، محاصره وو) رسول الله صلی الله علیه وسلم حسان بن ثابت ته وفرمایل: د مشرکینو بدي بیانوه له شکه پرته جبرائیل علیه السلام دې ملګری دی. او رسول الله و چې حسان ته یې ویل زما له لوری ځواب ورکوه. اې لویه خدایه په جبرائیل علیه السلام سره د حسان وکړې.

ﺭﺳﻮﻝ ﷲ ﺻﻠﯽ ﷲ ﻋﻠﻴﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺑﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎﻥ ﺷﺎﻋﺮﺍﻥ ﻫڅﻭﻝ ﭼﻲ د ﻣﺸﺮﮐﻴﻨﻮ ﺑﺪﻱ ﺑﻴﺎﻥ ﮐړﻱ وعن عائشة – رضي الله عنها -أن رسول الله – صلى الله عليه وسلم – قال : “اهجوا قريشا، فإنه أشد عليهم من رشق النبل” .رواه مسلم.

عائشه رضی الله عنها وایي: (د مسلمانانو شاعرانو ته) رسول الله وویل: د کافرو بدي بیانوئ! ځکه چې پر دا پر دوی د غشو له ویشتلو هم بد لګیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x