نړۍ

ترکیه: د لومړي ځل لپاره یوې سترمني ښځينه قاضي د محکمې مشرتوب وکړ

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۴ ل): د ترکیې په هیواد کې د سیکولر نظام د رامنځته کیدو یوه پیړۍ وروسته دا لومړي ځل دی چې یوې سترمني ښځینه قاضي د یوې محکمې مشرتوب وکړ.

د «نن سهار» په نامه یوي ترکي ورځپاڼي چې د دغه میرمني قاضي نوم یی نه دي اخیستی، لیکلي چې د استنبول ښار د قضا په ماڼۍ کې دا لومړۍ ځل دی چې دلومړۍ درجې عدالتي ناستې مشرتوب یوې سترمني میرمن وکړ.

دغي سرچینې یوه داسي عکس هم خپور کړی چې د موبایل په واسطه اخیستل شوی، په انځور کې ښځینه قاضي ښکاري چې په یوه تور پړوني یې خپل سر پټ کړی.

باید وویل شي چې د روان کل د جون په میاشت کې د ترکيي د ټول ټاکنو وروسته پریکړه شوې وه چې نور به ددغه هیواد قاضیان کولای سي چې د خپل خوښي او مذهب سره سم لباس واغوندي.

ددې تر مخه اجازه نه وه چې د محکمې مشرتوب دي یوه سترمنه میرمن وکړي.

دیادوني وړ ده چې د ترکیې د جمهوریت پلوه سیکولر ګوند له لوري له مزاحمت او مخالفت سره سره بیا هم د اردګان حکومت په تیرو دوو کلنو کي د ترکيي په پوهنتونون، علمي ادارو، پارلمان او د کار په دفترونو کي میرمنو ته د حجاب اغوستلو اجازه ورکړه.

باید وویل شي چې اوس هم هغه میرمني چې په فوځ یا پولیسو کې دندې ترسره کوي، اجازه نه لري چې حجاب واغوندي.

ترکیه کې پر حجاب او ستر پټولو باندي هغه وخت بندیز ولګیدی کله چي په ۱۹۲۳ زدیږ کال کې مصطفی اتاتورک د استعماري ځواکونو په مرسته عثماني خلافت له منځه یووړ او هلته یی د اسلامي حکومت پر ځای سیکولر نظام را منځ ته کړ، چې د نورو دینو شعایرو تر څنګ یې پر میرمنو د هر ډول پردې او ستر کلک بندیز ولګوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x