نظــر

د کابل د اعدامونه د صریح نص ضد باطل حکمونه

چهارشنبه, 21.11.2012, : د کابل په  ګدۍ ناستو واکدارانو وویل  : ( چې نن یې شپږ نور مجرمان د اساسي قانون د ۱۲۹ مادې پراساس په درې ګونو محکمو کې تر محکومېدو وروسته اعدام کړل  ) .

د سولي  اړوند :  له  یوې  خوا  د کابل  کفر پاله  ، سوله  ماته ، کفرساته  اداره  د سولي  تر  ښائسته  عنوان  لاندي  نغارې  غږوي  ، په  دې  لړ کي  يي  پاکستاني  واکمنوته  د عذر  او  ننواتي  ځولۍ  غوړوي  چې  طالب  بندیان  له  خپلو محبسونو خوشي  کړئ ، په  دې کار  سره  به  د اسلامي  امارت  مشرتابه  زړونه  رامات  شي  او د سولي  له  بهیر  سره  به  مرسته  وشي ،

بل  پلوته  اسلامي  او کفري  هیوادونوته  یادونه  کوي  چې  تاسو کولای شی  د سولي  د میکانیزم  ملاتړ وکړئ  د اسلامي  امارت  مشرتابه  ته  د سولي  شنه  چراغونه  وښیئ  چې  د سولي  د ارمغان  په  تمه  په  همدې  وړانګوکي  پړاوونه  ووهي  .

بل  پلوته  سوله  پاته  ،کفرساته  اداره  د مجرمینو  تر عنوان  لاندي  دخدای  د لاري  سپېڅلي جهاد پال  ، غازي  زلمیان په  دې  عمل  چې  د کفر د یرغل  په  وړاندي  يي  مقدس  نبوي  میراث  دخدای  جل جلاله  فرض  جهاد لاس  پوري  کړی  دی ، جهاد هغه  عمل دی چې  رسول  الله  صلی  الله  علیه  وسلم  د جهاد او مجاهد اړوند داسي  فرمایلي  :  ( عَنْ أَبِي أُمَامَةَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ:”ذُرْوَةُ سَنَامِ الإِسْلامِ: الْجِهَادُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لا يَنَالُهُ إِلا أَفْضَلُهُمْ”.)  [ المعجم الكبير – الطبراني ] .
ژباړه   :  حضرت  ابوامامه  وویل  رسول  صلی  الله  علیه  وسلم  وفرمایل   :  د اسلام  په  څانګوکي  د خدای  د لارې  جهاد لوړه  حصه  ده  ، هغه  څوک  به  په  جهاد  لاس  پوري  کوي  چې  ترټولو غوره  خلګ  وي  .

دغه  حدیث  شریف  څرګنده  کړه  چې  تر ټولو غوره  عمل  جهاد او تر ټولو غوره  خلګ  مجاهدین  دي  ،  په  ډیر تاسف  سره  باید  ووایم  ، چې دکابل  امریکائي  لاس  ناستي  قاضیانو او څارنوالانوته  د رسول  الله  د صریح  نص  خلاف  تر ټولو  لوی  جرم  جهاد  او تر  ټولو  بد خلګ  مجاهدین  په  نظر  ورغلل  نو ځکه  يي  د جهاد  په  جرم  په  اعدام  محکوم  او په  دار يي  ځوړند  او غرغره  کړل  .  والی  الله  المشتکی  .  

څو پوښتني  :  آیا  دغه  اعدامونه  هم  ددوی  د سولي  شین  چراغ  وو ؟

څه موده  مخکي  چې  د کفرساتي   ادارې  شیطاني  ټلوالي  وفد د پاکستان  دحکمرانانو دروازې  ټکولې  چې  طالب  بندیان  خوشي  کړئ ، نو ددې  په  ځای  دوی  ولي  له  څرخي  زندان  څخه  طالب  بندیان  د اعدام  پځای  د ښه نیت  لمخه   نه  خوشي  کول  ، چې  ددوی  په  واک  کي  هم  وه ؟

دا  اعدامونه  د سوله  ماتي  ادارې  په ځای لازم  وو چې  امریکائي  ځناورانو  په  بګرام  او ګونتنامو کي  کړي  وای  ځکه  هغوی  کافران  وو د اسلام  له  تګلارو سره  نه  آشنا  وو  او نه  يي  ورته  دعقیدي  لرلو دعوه  کوله  ، خو هغوی  دا عمل  ونکړ  او شیطاني  ټلوالي  چې  د اسلام  له  تګلارو سره  ځانونه  آشنا  بولي  او ورته  دعقیدي  لرلو دعوه  هم  کوي   ولي  دې  کارته  اقدام  وکړ  ؟

دغه  اعدامونو  پوښتنې  پیدا کړي  چې  د افغانانو بهرني قاتلان   ولي  سزا نه  ویني  ؟

د کابل  بلواکي  ،کفرساتي  ادارې  دسولي  د نغارې  له  غږولو سره  جوخت  د معصومو مجاهدینو اعدامولوته  اقدام  له  ځان  سره  بې ساري  خطرناک  پیغام  څرګند کړ  هغه  دا چې د سولي  ترعنوان  لاندي  هرڅه  چې  شوي  یا په  راتلونکي کي کیږي  ټول  درواغ  او هیڅ  د ریښتونولۍ  نیت  نه  لري ،  دویم  دا  چې  ددې  خطرناک  زنګ  کړنګهار  د مقدس  جهاد پیروان  او خدای  پالونکي  مسلمان  مجاهدین  ویښ  کړل  او د مدبرو  ماغزو  منځ  ته  يي  ستر  پیغام  ورساوه  چې  تر پردې  هغي  خواته  بل  څه  روان  دي  ، سالم  عقل  هیڅکله   نشي  منلای  چې  دسولي  تګلاره داسي  بڼه  لري  چې  یو لاس  دي  د سولي  منار ته  غځیدلی  وي  او په  بل  لاس دي  د غرغرې  رسۍ په  غاړه کي  ور بندوي  او دار  ته  دي  خیژوي  .

د څارنوالانو  اړوند  :  موثق  معلومات  لرو چې  ملي امنیت  ( خاد)  چې  زاړه  کمونستان  پکښي  په دندو ګمارل  شوي  دي  او همدا  راز  قومندانۍ نیول  شوي  کسانوته  سخته  شکنجه  ورکوي ، بې خوبي ، سرچپه  ځړول ، په  سړې  او ګرمي  هواکي  ساتل ، نوکونه  ترې  ایستل ، د برق  شارتونه  ، بربنډ  وهل ، لوږه ،  تنده او داسي  نور و ځورونو  په  مټ   په  اکراه  بې بنسټه   اقرار  ترې  اخیستل  کیږي ، د هغه  لمخي  څارنوالان  دوسیې  ترتیبوي ، بیا یې  محاکمو ته  لیږي  , ملي امنيت  او څارنوالۍ، ادارې  دا تصميم  په  ګډه  ددې  دپاره   نیولی  دی  چې  څومره  دوسیه   سخته  شي  همغومره  ډالر  د بندیانو له قریبانو څخه   لاسته  ورځي  د موثقو معلوماتو په  بنسټ  له  (۵۰۰  ــــ  بیا تر  ۲۰۰۰۰)  ډالرو  پوري  دوی  له یوه بندي څخه  لاسته  وروړي ، کله چې  کوم څوک  ناوسه  وي  نو هماغه  بندي  یا د اوږده  عمر حبس  ګالي  یا د اعدام  سزا، ټوله  نړۍ  یعني  اسلامي  او کفري  هیوادونه  په  یوه  خوله  دا وايي  چې  د کابل  ادارې  چورلټ  بي  کفایته  دي  ، نو چي  داسي  بې  بنیاده  تحقیقات  وي  او بې کچي  خیانت  وي  بیا یو څوک  څرنګه  کولای  شي  چې  د قاضي  په  صفت  په  مشبوهه  دوسیه  محکمې  په چوکاټ  کي  یو چاته  د اعدام  یا  اوږده  عمر  سزا  ورکړي ، درې  تنه  داسي  کسان  چې  له تیرو دیارلس  کلونو څخه  را  په  دې  خوا  يي  زه  له ډیره  نژدې  پیژنم  چې  د کرزي  د ادارې  پخلاف  يي  هیڅ  ګام  نه  دی  پورته  کړی ، هلمند ته د مزدوري دپاره  روان وو  او دکندهار د موټرو په تمځای کي  خادیانو ګرفتارکړي ، د ډالرو له  بې وسۍ  نه  د محکمې  لخوا په  پنځه  کاله  قید محکوم  شوي  اوس  د پلچرخي په  زندان کي  پراته  دي  .

په  اسلامي  شریعت کي  خو  د اکراه  اقرار او مشبوهه  اسناد هیڅ  اعتبار نه  لري  نو دکابل  محکمې  چې  دا  هرڅه  په  سترګو  ویني  د کومو  نورمونو لمخي یو څوک  په  اعدام  محکوموي  هغه  دي  ښکاره  کړي  .        

د ډالري  محاکمو اړوند :  د محاکمو او څارنوالیو اړوند باید دومره  ووایم  چې  دوی  دین  پالونکي  مجاهدین  دمقدس جهاد په  کولو ګرم  ګڼلي  دي  ، له  دې  سره  سره  چې  مقدس  جهاد  د یرغلګرو پخلاف  دخدای  په  حکم  فرض  او نبوي  میراث  دی  ، تاسو ته  مجاهدین  په  همدې  عمل  مجرم  ثابت  شول  چې  هغوی  له  کافرانو څخه  دپیغمبر علیه  السلام ، اصحابو او صحابیاتو رضی  الله  عنهم   ته  د سپکاوي  او همدا  راز  د خدای  د مقدس  کتاب  قرآن  کریم  ته  د توهین  او د مظلومو مسلمانانو د وژلو ، ځورولو، شکنجه  کولو ، توقیف  کولو، او د مسلمانو هیوادو  په  حریم  باندي  د ناروا  یرغل  او  تیري  غچ  تري  اخیستئ  او  یايي  ترې  اخلي  همدا  عمل   ستاسو په  نظر  ستاسو په  محاکمو کي  چې  اسلامي  شرعي  محکمې  يي  تعبیر وئ   جرم  دی  باید  د اعدام   سزا  ورکړل  شي  ؟  .

تاسو پخپله   قضاوت  وکړئ   ستاسو تر لاس لاندي  توقیف  ځایونوکي ځینې  داسي  کسان  بندیان  دي  چې  هغه  د خدای  دلارې  سپېڅلي  او معصوم  مجاهدین  دي  ، څوک  چې  دخدای  او د هغه  د رسول  داسي  حکم  ته  چې  په  څلورسوه  شپیته  قرآني  ایتونو  او په   بې  شمیره  حدیثونو  همدا  راز  د امت  مسلمه  په  اتفاق  اجماع  ثابت  شوی  عبادت  دی  او څوک  چې  يي  عمل کولو ته  نه  چمتوکیږي  دخدای  او  دهغه  د رسول  لخوا په  بې  شمیره  توبیخونو ویرول  کیږي  چې  هغه  مقدس  جهاد سپېڅلی  عبادت  دی  ،  دومره  سپکاوئ  وکړي  لکه  ستاسو محاکم  او څارنوالانو چې  کړی  دی  آن  تر دې  چې  جهاد  جرم  او مجاهد مجرم  او  داعدام  سزا  پرې   تطبیق  وئ  ایا تاسو به  دخدای  په  وړاندي  مسلمان  پاتي  شی  ؟   ایا  تاسو به  الله  ته  ددې  کړنو ځواب  ووايي  ؟ .

تاسو خو له  کشاف  ، سیاف ، عطا لودین ، رانیولي بیا دمحاکمو ترټولو  قاضیانوپوري  ددیني  لارښوونکو په  څیر  درانده  او لمحتوی  ډک  القاب  وضع  کړي  دي  ، د لوی  څارنوال  رانیولي  بیا تر کوچني  څارنوال  پوري  حقوق  پوهه  او قانون  پوهه  لوی  کادرونه  ځانو ته  وايي ،  ستاسو کردار  درې  احتماله  څرګندوي  : یا تاسو  تش  القاب  یاست  ، یا تاسو د بل  لاس  ناستي  یاست  هیڅ  اختیار  نه  لرئ  ،  یا تاسو  له  پوهي  ادراک  سره  سره  قصدا  او عمدا  دومره  عظیمي ، درندي ، ګناه  او ناروا  ته  بډي  رانغښتي دي  چې سارئ  يي  په  ټوله  نړۍ  کي نه ترسترګوکیږي  ، یوځل  به  ستاسو د کردار  رپوټ  ستاسو مخي  ته کیږ دو او بیا به  ستاسو په  جرم  تصریح  وکړو  : د تیرې سه  شنبي په  ورځ (۲۰  نومبر ۲۰۱۲   ز   ـــ  ۳۰ عقرب ۱۳۹۱هـ)  د ( بي بي سي)  ( ازادۍ  راډیو) ( تاند ویب  سایټ ) په  راپور کي  راغلي دي  :  ( د افغانستان لوی څارنوال محمد اسحاق الکو وايي، پر اعدام  محکوم  شوي ټول  (۲۵۰)  زندانیان  له  ترهګرۍ او جنايي پیښو سره پر تړلو موضوعاتو په مرګ  محکوم  شوي دي  )  . ( تاند ـ  ویب  پاڼه )  داسي  رپوټ  نشر کړی دی  : سې شنبه, 20.11.2012,  په  کابل کې یوې پوځې محکمې د هغه افغان  ملي اردو سرتېري چې  د روان میلادي کال په جنورۍ کې په کاپیسا ولایت کې  د پنځو فرانسوي عسکرو د وژلو په قضیه کې پر اعدام محکوم شوی و، د استیناف غوښتنه رد کړه .  د دفاع د وزارت ویاند ظاهر عظیمي پرون فرانس پریس خبري اژانس ته وویل، د عبد الصبور په قضیه کې د استئناف  محکمې هغه ته د اعدام سزا چې تر دې مخکې ابتدايه محکمې ټاکلې وه،تائید کړه  .

همدا راز د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي (5 ـ 9 ـ 1391 هش ) د شنبې په ورځ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، د لويې څارنوالۍ، عدلي او قضايي ادارو تصاميم داسې دي، په اعدام د لسګونو محکومو شويو کسانو ليست ولسمشر کرزي ته لېږل شوى، چې دى د اعدام حکم صادر کړي .

اعدام شويو کسانو په وژنو، انسان تښتونه، جنسي تېري، ځانمرګو بريدونو او يا هم  پر افغان بهرنيو سرتېرو په حملو کې لاس درلود.

راپورونه  وايي چې په افغانستان کې دا مهال ٢٧٠ تنه په اعدام محکوم شوي دي. د افغانستان د قوانينو له مخې ولسمشر بايد د دغو کسانو د اعدام حکم صادر کړي .

د کابل  محکمود صریح  نص  سره  متضاد  باطل  او ناروا حکمونه کړي  دي  :

ستاسو د قضاء   ـ  عدلیه  ــ  ستره  محکمه  او څارنوالانو ددین  پوهه  تردې  کچي  ټیټه  شوې  ده  چې  د رسول  الله  صلی  الله  علیه  وسلم  د صریح  نص  خلاف  فیصلې  صادر وئ  :                

عَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ جَدِّهِ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ « لاَ يُقْتَلُ مُؤْمِنٌ بِكَافِرٍ » وفي رواية ( لَا يُقْتَلُ مُسْلِمٌ بِكَافِرٍ ) . رواه جامع الترمذي برقم (1333) وقال حسن . ورواه  ابوداؤد في سننه . وقال الألباني : حسن صحيح . ورواه ايضا احمد في مسنده , وقال شعيب الأرنؤوط : إسناده صحيح على شرط الشيخين . ورواه الحاكم في مستدركه عن علي بن أبي طالب رضي الله عنه عن رسول الله صلى الله عليه وسلم مثله . وقال هذا حديث صحيح على شرط الشيخين , و له شاهد عن أبي هريرة و عمر بن العاص أما حديث أبي هريرة : تعليق الذهبي قي التلخيص : على شرط البخاري ومسلم .

د کابل  ډالر خورې  محکمې  له  دین  اوشرع  څخه  په  لوی  واټن  لیري  جاهلانه  حکمونه  صادر  کړي  دي ، او د نورو باطل   او ناروا  حکمونو صادرولو  هوډ  لرئ  ، تاسو خو مؤمن  مسلمان   معصوم  مجاهدین  د کافرانو په  بدل کي  په  قصاص  ( اعدام )  محکوم  کړي  دي ، ستاسي  دا  ناروا  باطل  حکمونه  د پورتني  صریح  او صحیح  حدیث  پخلاف  دي  رسول  الله  صلی  الله علیه  وسلم   وفرمایل  :  ( مؤمن  مسلمان  د کافر په  بدل کي  نشي  قصاص کیدای )  د رسول  الله  صلی  الله  علیه  وسلم  له  حدیث  څخه  څرګنده  شوه  چې  مسلمان  دکافر په  عوض  کې  نه  قصا صا وژل  کیدای  شي  او نه  تعزیرا ، نو چې  ستاسي  ددین  پوهانو دغه  حال  دی  ، نو ستاسي  د پیروانو  ساده  لوحه  لنډغرو به  دڅه  شي  تمه  او توقع  وشي  . ستا سو دغه  اعدامونه   د لوی  خدای  په  شرع  کي  هیڅ  جواز  نه  لري   .

الْقِسْمُ الْأَوَّلُ : أَنْ يَكُونَ الْحُكْمُ مُخَالِفًا لِلنَّصِّ أَيْ مُخَالِفًا لِلْكِتَابِ أَوْ السُّنَّةِ الْمَشْهُورَةِ أَوْ الْإِجْمَاعِ وَفِي هَذَا الْحَالِ يُرَدُّ الْحُكْمُ وَيَبْطُلُ عَلَى كُلِّ حَالٍ لِأَنَّهُ حَسَبَ الْمَادَّةِ ( 14 ) مِنْ الْمَجَلَّةِ ( لَا مُسَاغَ لِلِاجْتِهَادِ فِي مَوْرِدِ النَّصِّ ) . الْبَحْرُ وَالتَّكْمِلَةُ ‘ . دررالحكام شرح  مجلة  الاحكام  , (4) ص (632) .

د ډالر غلامي  ادارې  ټولو محاکموته  خبردارئ  ده  که  ځواب  لرئ  راوړاندي  يي  کړئ  او که  يي  نه  لرئ  له  دې  اسلام  توهینه  اعمالو څخه  لاس  په  سر شی .

اوکه  تاسو ستاسي  د دوستانو غربي  اشغالګرو  د یرغل  په  خلاف  جهاد نه  منئ  نو راوړاندي  شئ  دا ټکي  تعبیر کړئ  : جهاد څه  ته  وايي  ؟  څو مراتب  لري  ؟  د چا پخلاف  ؟  د چا پر ذمه  ؟  کوم  مهال  ؟  فرض  ؟  جائز ؟  یا ناروا دی  ؟     

په  اسلام  کي  قضاء  مقدس  پیغمبري  میراث  دی  لوی  ارزښت  او لوړ مقام  لري  تاسو د کابل  محکمو او قاضیانو د هغه  پیغمبر د قضاء  او حکم   سره  په  تضاد او پخلاف  استعمال  کړ  د پیغمبر د حکم  او میراث  توهین  مو وکړ  الله  دي  جزاء  او  سزا  درکړي  .

والی  الله  المشتکی  ان  الله  بصیر بماتعملون  .

مولوي  محمد اویس  ( عباس )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x