نړۍ

برتانیا: په مصر کې د روسیې الوتکه په بم غورځېدلي

نن ټکی اسيا (پنجشنبه، ۱۴ لړم، ۱۳۹۴ ل): د برتانیې هیواد رسما ویره څرګنده کړې چې په مصر کې د شرم الشیخ ښار څخه خوځېدونکې روسي الوتکه چې ۲۲۴ کسان په کښي ووژل، د یوه پټ شوي بم په واسطه غورځېدلې وي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور سره سم د برتانیې د لومړي وزیر ډیویډ کامیرون د دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، که څه هم اوس څیړني رواني دي، په قاطعه توګه نه شي ویل کیدای چې د الوتکي د غورځېدو سبب به څه وي… خو د نویو معلوماتو پر اساس داسي ګمان زمونږ سره زیاتیږي چي الوتکه کیدای شي د یوه پټ شوي بم په واسطه را غورځېدلي وي.

د برتانیې حکومت د بلي داسي پيښي د مخنیوي په خاطر پریکړه کړې چې د مصر د شرم الشیخ څخه به برتانیې ته د الوتکو پروازونه تر نامعلومي مودې پوري ځنډیږي.

دوی وايي چې باید لومړی د شرم الشیخ د هوايي ډګر امنیتي تدابیر یو ځل بیا وکتل شي، او بیا له دغه هوايي ډګر څخه پروازونه پیل شي.

د برتانیې له خوا د وړاندي شوي سیناریو په اړه کارپوهان په دې اند دي چې د الوتکي داخل ته کیدای شي بم د هوايي ډګر د یوه کارکوونکي په واسطه رسیدلی وي، ځکه چې د روسي الوتکو د ټولو مسافرو په اړه د تحقیقاتو وروسته معلومه شول چې هیڅ کوم یو یې د تروریستي ډلو سره تړاو نه درلود او نه هم د امنیتي تدابیرو څخه دداسي یوه بم تېرول شوني وه.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د مصر په سیناء ولایت کې د اسلامي دولت ډلي اعلان کړی وو، چې الوتکه دوی را غورځولې.

په یوه صوتي بیان کې چې ددغي ډلي له لوري رسنیو ته لیږل شوی، ویل شوي چې دوی به وروسته د الوتکي د را غورځولو لپاره خپله کارول شوې طریقه هم وښيي.

بل اړخ ته د روسیې څخه تحقیقاتي ادارو خبر ورکړی چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله نه ده غورځېدلې، بلکي کوم داخلي یا بهرنی عامل سته چې په اړه یې پلټنه روانه ده.

ددغه پيښي تحقیقات، مصر، روسیه، جرمني، فرنسا، او ایرلینډ په ګډه سره کوي، چې د پایلو د اعلان مسؤولیت یې هم دغه هیوادونو ته سپارل شوی، خو دوی تر اوسه وروستۍ پریکړي ته نه دي رسیدلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x