نظــر

آیا رښتیا د چک طالبان ولسي وګړي ځوروي؟! (د سترګو لیدلی حال)

لیکوال: احمدخان وردګ

د تیر لوی اختر نه وروسته د وردګ ولایت یو اوسیدونکی  معلم نواز نوری (مستعار نوم) له لوری ملا منصور ته سرخلاصی لیک تر عنوان لاندې یوه اوږده لیکنه شوې وه چې د زړه بړاس یی ایستلی و او په لسګونو ګیلې یې د وردګ ولایت د چک ولسوالی د مشهور نظامی قومندان ملا قاسم څخه کړې وې، طالبان یې ټولو هغو کابل میشتو او نورو هیوادوالو ته د وحشت او بربریت یوه ستره بیلګه معرفی کړي و، چې د نوموړی لیکنه تر لوړ پوړو طالب چارواکو پورې ورسیدله او وعده یی وکړه چې پدې اړه به پوره تحقیق کوي، همغه و چی له تحقیق نه وروسته یې سپيناوی وکړ.

دا ځل بیا له طالبانو څخه د شکایتونو په لړۍ کې ډاکټر سید قریب الله وردګ په نوم باندې یو بل ورور د (ملا منصور فرمان ورکوي خو طالبان یې فرمان ماتوي) تر عنوان لاندې یوه اوږده او له ګیلو نه ډکه لیکنه کړې ده چې په یو شمیر ویب پاڼو کې نشر شوه، واقعا چې طالبان پدغه دوه لیکنو سره د هیوادوالو تر سختو پوښتنو او نیوکو لاندې راغلل، مګر دا چې د نوموړیو وروڼو ( معلم نواز نوری او ډاکټر سید قریب الله وردګ) لیکنې به څومره په حقیقت ولاړې وي یوازې هغه کسانو ته به درک لګیدلی وی چې خپله وردګو کې او بیا چک ولسوالی عربانو کې اوسیږي او دا صحنه یې ټوله په خپلو سترګو لیدلې وي.

زه خپله د وردګ ولایت د چک ولسوالی د عربانو اوسیدونکی یم کله مې چې د نوموړیو وروڼو لیکنې ولوستې نو خپل ضمیر دا اجازه رانکړه چې چوپ پاتې شم او فکر می وکړ هسې نه چی د دغه حدیث مصداق وګرځم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: ( الساکت عن الحق شیطان اخرس) ژباړه: له حق څخه چوپ کیدونکی ګونګ شیطان دی.

نو غواړم چې د پورتنیو لیکنو په اړه زه هم خپل د سترګو لیدلی حال درسره شریک کړم او هغه څه چی زه هم ورسره مخامخ شوی یم تاسې هم ترې خبر کړم، د معلم نواز نوری او سید قریب الله وردګ لیکنې ۱۰۰٪ په دروغو هم ندي ولاړې او نه دوی دواړو ۱۰۰٪ حقیقت څرګند کړی دی بلکې اکثره ځایونو کې د مچ له وزر نه غر جوړ کړی دی او اکثره خبرې یې بیا بلکل هیڅ حقیقت نه لري، او ځینې ګیلې یی رښتیا هم د اوریدلو وړ دی او طالب چارواکي چی کومه خبره کوي چی وردګو کی ولسی وګړو سره بلکل زیاتی نه دی شوی دا هم حقیقت نه لري، څه متل دی وایی چی باد ونه لګیږي نو ونه نه خوځیږي نو طالبانو که څه نا څه زیاتی له ولسی وګړو سره نه وای کړی نو خلک هم لیوني نه دي چې په دروغو دومره پرپړې ولیکي.

د تیر لوی اختر نه  یوه هفته مخکې مې کابل ته مریضان راوستلی وکله چی د مریضانو دوا وشوه نو له خپلو مریضانو سره د وطن په لوری روان شوم، په موټر کی یو محصل او دوه نور کسان هم راسره یو ځای شول، موټروان وویل چی طالبان ښه کلکه تالاشي کوي او هر چا باندې یی چی شک راشي نو بیا یی ښکته کوي، ټوله لار مو په چورتونو کې تیره کړه کله چی د چک ولسوالۍ نه تیر شو او د خواجمرۍ سیمې ته ورسیدو کوم ځای کې چې طالبان اکثره وخت مجرمینو ته د مرګ سزا ورکوي، ګورو چی دری کشران طالبان ولاړ دی یو دانه مول هم وهلی و او مونږ نه مخکی یې یو موټر ودرولی و، کله چی زمونږ موټر تالاشئ ته ودرید نو اواز یی وکړ را ښکته شئ موټروان په خپل ځای بیغمه ناست و او مونږ یی ښکته کړو زنانه موټر کې پاتې شوه، له هر چا نه یې پوښتنې کولې آخر د محصل نه یې هم پوښتنې شروع کړې او جیبونه یی وکتل هغه کارت ورکړ چې دا می کارت دی او محصل یم هغه چی کارت ترې واخیست بیا یی ورته وویل وظیفه د چیرې ده؟ محصل ورته وویل وظیفه نه لرم محصل یم، طالب بیچاره په خط نه پوهیده نو ورته وویل چې دا کارت نو د څه شی دی؟ محصل ورته وویل چی کارت وګوره نو له ما نه ولې پوښتنه کوې، پدې جریان کې ما ورته وخندل چی دا څومره ساده طالب دی تالاشی هم کوي او کارت هم غواړي متأسفانه چې په خط بیا نه پوهیږي، پرما باندې رابرګ شو او راته وویل والله که د پلار رانه لاړ شې همدلته ودریږه زه هم مجبور شوم ما ویل صحي ده ځکه چې زما په وس څه نه و پوره له طالب سره ټوپک وو او زه خالی لاس وم نو دا مې بهتره وګڼله چې غلی شم، په هر صورت د دوی پوښتنې خلاصې شوې بیا یی ما ته ویل چی ته څه کار کړې؟ ما ورته وویل زه کار نه کړم مریضان راسره دی دا مې کابل ته دوا لپاره راوستلي و بیرته راغلم، بیا یی موټر ته را وکتل د هغه محصل بکس یی ولید ویل یی کمپیوټر پکی شته دی محصل ځواب ورکړ نه، ما په زړه کې له ځان سره وویل چی ته په کارت نه پوهیږې نو په کمپیوټر به څنګه پوه شې؟! د پوښتنو په دوران کی خو عجیبه لا دا وه چی هر یو لګیا و پوښتنې یی کولې سړی به حیران شو چی اوس کوم یو ته ځواب ورکړم!

له دغه تالاشئ نه چې تیر شو د بوم په خوله کې ملا قاسم ولاړ و، موټروان ته یی اشاره وکړه چې ودریږه کله چې ودریدو غږ یی وکړ کوم ځای ته ځئ را ښکته شئ.

دوی ورښکته شول زه له زنانه سره ناست وم هر یو خپل ځوابونه ورکړل بیا یی محصل نه کارت واخیست او ورته وویل دا خو زه هم جوړولی شم دا خو کاغذی کارت دی محصل ورته وویل همدغه یی مونږ ته راکړي دي، الله حاضر دی چې ما سره زنانه وه او هیڅ پوښتنه یی هم رانه ونکړه او نه یی له موټر نه ښکته کړم او بیا یی راته وویل خفه نشئ ورځئ لاړ شئ.

د عرفات په ورځ زه د سیبکې بازار ته راغلم د اختر لپاره مې څه سودا اخیستله، ګورم چی د ملا قاسم سور رنګه کرولا د سرک غاړې ته ودریدلې ده او څوک نه ښکاری کله چی سیبکې ته را ورسیدم خلکو ویل چی  موټرسیکلونو واله یی هم ودرول چی سیبکې بازار ته به روان و او پوښتنه به یی ترې کوله چی هسې نه کوم حکومتی سړی له سیبکې نه په موټرسیکل عربانو ته راولي مګر ما خپل څوک ونه لیدل چی موټر سیکل نه یی ښکته کړی وی.

د معلم نواز نوری او ډاکټر سید قریب الله وردګ د ادعا په هلکه (چې ویل یی ما سره زنانه او ماشومان و او هغوی یوه شپه په پردی کلی کی تیره کړه) به هم یوه صحنه درسره شریکه کړم: د عربانو د شهبازخان کلي د جګړن صیب عبدالجمیل زوی څارنوال روح الله چې د ننګرهار د حقوقو څخه فارغ شوی دی او بیا یی د میدان وردګ ولایت په محکمه کې د څارنوالۍ وظیفه ترسره کوله تیر کال د طالبانو د جلب او جذب کمیسون له لوری ورته خط ورکړل شو چی نور به وظیفه پریږدي او بیا به حکومت کی وظیفه نه اجرا کوي روح الله هم ومنله یو څه وخت وطن کی ښکته پورته شو یو څه وخت وروسته بیا ارزګان کې د څارنوال په حیث بیا وظیفه واخیسته او خپلې مزې او چړچې یی کولې.

د عرفات په ورځ څارنوال روح الله له خپلې کډې او ماشومانو سره د کابل نه د وطن په لوری په یوه خړه شخصی سراچه موټر کې را روان وو چې په بوم کې ملاقاسم ورته ولاړ و او له تالاشئ نه ورسته یې دوه طالبان چې یو د کنجغتو اوسیدونکی دی او په پکول باندې مشهور دی او هغه بل په نوم نه پيژنم خو له قوارې نه یی پيژنم له روح الله سره په موټر سیکل ولیږل چې روح الله سره تر شهبازخان پورې لاړ شئ او کله یی چی ماشومان او زنانه کور ته ورسول نو روح الله به موټر سره بیرته راولئ، زه خاص د الله د رضا لپاره وایم ما په خپلو ګنهګارو سترګو روح الله، پکول او بل طالب ولیدل چې روح الله موټر ته ناست و، پکول او هغه بل طالب د بوم په لوری د ګنګیرو د پيتاوی کلی په لار روان و.

رښتیا هم روح الله اختر د بوم په سمڅه کې تیر کړ او د اختر نه وروسته هم څو ورځې هملته وو بیا داسې اوازه وه چی کیدای شی روح الله د ارزګان طالبانو ته وسپاري ځکه چی دوی ته معلومه نه ده چې څومره طالبانو باندې به یی د قید او اعدام فیصلې کړې وي بالآخره داسې ونشول روح الله په ضمانت باندې خوشی شو.

د روح الله سره په سمڅه کې د عزیز الرحمن په نوم د بهادرخان یو اوسیدونکی هم بندی و چې د هغه په اړه چا راپور ورکړی و چی قضیه یی ډیره غټه ده نو باید خوشی نشي نوموړی ویل چی زابل کې د معارف بخش کې کار کړم مګر ملا قاسم دا خبره نه منله، او د ملا قاسم دری کلیوال هم ورسره بندیان و چی د اختر په ورځ یې خپلو کی جنګ کړی وی او سخت وهل یی سره کړی و د چا لاس مات و او څوک ټپيان و، نور نه چا دوه سوه کسان لیدلی دی او نه به دا عقل ومني چې دوه سوه کسان په یوه وړه سمڅه کې بندیان کړي.

د یادونې وړ ده چې د اختر په پنځمه ورځ هغه دری کلیوال بندیان چې جنګ یی کړی وی د ملکی ولسوال متقي په امر سره ګوډه ته انتقال شول او هلته یی بیا پوره ازادی ورکړه لاسونه یی خلاص شوی و چکر وهلو ته یی هم پريښودل چی وروسته یی بیا قضیه ختم شوه او عزیز الرحمن هم په ضمانت سره خوشی شو نه یی روپی ترې اخیستې دي او نه یې چا نه موبائل اخیستی دی نه جزیه شته ده او نه چا لیدلې ده بیا هم څوک چی دعوه کوي چی پیسې یی ترې اخیستې دي نو مهرباني د وکړی په مستعار نوم د دعوه نه کوي نر غوندې د ووایی چی ما نه یی دومره روپۍ اخیستې دي ترڅو چی ټولو ته جوته شي چی طالبان جزیه اخلي او په اختر کی یی خلک د پيسو په بدل کی خوشی کړی دي ترڅو چی لوړ پوړي طالب چارواکي هم ورباندې خبر شي او د طالبانو لیکو کی فساد له منځه یوسي.

دا یو څرګند او منلی شوی حقیقت دی چې هیڅ داسې څوک نشته چې کمی ونه لری ۱۰۰٪ په شریعت برابر وي او په لیکو کی یی هیڅ ډول ناوړه کدرونه وجود ونه لري، زه دا نه وایم چې طالبان سپينې کوترې دي، طالبانو کې داسې کسان هم شته دي چې د طالب په جامه باندې یو تور داغ دی او د ټولو طالبانو نوم یی بد کړی دی نو ځکه اوس ټول طالبان په یو تش د طالب په نوم (لنډغر چې خپل لمونځ به یی هم نه وی زده او ټوپک به یی غاړې ته اچولی وی) باندې قیاس کیږي.

که څه هم طالبان یو څه اندازه غلطیانې لري او له ولسي وګړو سره څه نا څه ناوړه چلند کوي هغه هم د داسې چا لخوا ترسره کیږی چې د طالبانو له تګلارې څخه خبر نه وي هسې فلمونو جذباتي کړی وی چیری یی د طالبانو کوم فلم کتلی وی بیا یی د جهاد په نوم ټوپک غاړې ته اچولی وي او ولسي وګړو سره شخصي بدماشۍکوي او په یقین سره درته ویلی شم چې په امریکائی ځواکونو به یی یو ډز هم نه وی کړی مګر داسې لاپې به کوي او په عامه لارو کې به داسې موټرسیکل چلوی ته به وایی چی جیټ طیاره په میدان هوائی کې پرواز کوي او بیا که له کوم ولسي وکړی سره ټکر وکړی نو بیا تاوان خو پریږده په وهلو او ټکولو سره یی هم نازوي، یقینا چې دا یو ډیر ځورونکی حالت دی چې هرڅوک ورباندې دردمند او خفه دی او بیا د لوړ پوړو طالب چارواکو څخه ګیله کوي او ټولو ته په یوه سترګه ګوري.

یوه بله عمده غلطي چې زمونږ په وطن کی د طالبانو څخه هر وخت او په تکراری ډول کیږی، د طالبانو د ډلګیو ترمنځ یوه سیالي روانه ده هرڅوک دا کوښښ کوي چی خپل کسان زیات کړي نو دا یی نتیجه شي چی یو بیسواده لنډغر هم ورشي وایی زه جهاد کوم دوی هم دومره ساده دي چې د زړه له تله ورته لبیک وایی او سم له واره سلاح ورکړی او ځان ته دا دلیل نیسي چی که سلاح ورنکړو نو د الله په نزد به مسؤول وګڼل شو، زه بیا وایم چی دا خبره بلکل غلطه ده چی تاسې هر لنډغر ته سلاح ورکوئ ترڅو چی خپل تعداد ورباندې زیات کړئ، لس طالبان درسره ملګري کړئ خو چې ستاسې له اصولو نه خبر وي او د ولسي وګړو سره داسې چلند وکړي چې د ټول ولس په زړه کې ځای پیداکړی لکه څنګه چې په 2008 کال کی طالبانو په وردګو کی د ولس په زړه کی ځای درلود چې د لومړی ځل لپاره یی په ښکاره ډول جهادي هلې ځلې پيل کړې.

د یادونې وړ ده چی د طالبانو له دومره غلطیانو سره سره بیا هم ډیر امن راوستئ دی یوازې د خپلې منطقې په نمایندګی زه د الله لپاره شاهدی ورکوم چی د طالبانو له پيداکیدو نه مخکی داسې پيښې ترسره شوې دي چی قلم یی له لیکلو او ژبه یی له لوستلو څخه معذرت غواړي، خو بیا هم د بیلګې په توګه به یوې پيښې ته اشاره وکړو: د شهبازخان کلی د معین زوی چی نعیم نومیږی داسې کړنې ترسره کړې چې ټوله منطقه ورنه په ویره کې وه آخر خلک په خپل ناموس باندې و ډار شول، د شپې لخوا به له یو څو لنډغرو سره ګزمې کولې او مسلح به ګرځیدل نر نه و چی چا پورته ورته کتلی وای، حتی تر دې پورې چی له نورو ځایونو څخه به یې ښځې راوستلې او ټوله شپه به یی زنا ورسره کوله او روژه خوړل خو هغه د چا خبره ورته نصوار هم نه وه.

دا هغه څه و چی ما په خپلو ګنهګارو سترګو باندې ولیدل او ټکی په ټکی می له تاسې سره شریک کړل، د یادونې وړ ده چې کیدای شی نورې پيښې به هم شوې وي مګر پورتنۍ پيښې ما په خپلو سترګو ولیدلې او د خلکو له خولې مې ډیر څه اوریدلی دي خو ځکه یی نه لیکم چې کوم ثبوت ما سره نشته دی نو هسې نه چی د یو کس له خولې سل دروغجن شي.

د ملا قاسم اخلاقی کمزوري:

د معلم نواز نوری او ډاکټر سید قریب الله وردګ ادعا د ملا قاسم د اخلاقی رویې په اړه یو څه حقیقت لري، ملا قاسم ځان ته د یو دیکتاتور په سترګه ګوري هیچا ته په متقابل احترام باندې قائل نه دی خپله قوماندانی ابدی حق ګڼي او داسې نظر لري چی هیڅکله به یی څوک له خپلې دندې څخه برطرف نه کړي بلکې رتبه به یی نوره هم جګه شی او د ښکته کیدو خو چا سره سوال نه پیداکیږی چی ملا قاسم د له دندې څخه ګوښه کړای شي، کله چی په قهر شي نو بیا نه سپين ږیری پيژني او نه ځوان پيژني نه عالم پيژني او نه امی پيژني څه شی یی چی په لاس ورشي ګوزار پرې کوي هغه نو که بیا هرڅه پيښ شول هغه به کیږي، دومره نر نشته دی چی څوک یی خبره ور وګرځوي، کوم ملګری یی چی مخالفت وکړي نو بیا بده رویه ورسره کوي چی ښکاره بیلګه یی د ملا قاسم مشهور ملګری د شالي د کلی سروري جدا کیدل دي او یو شمیر نور افراد هم ترې جدا شول چی ځینې یې سباوون ته راغلل.

تیر کال یی د بیدریو د کلی له سپين ږیری میراجان ماما سره هم لانجه وکړه چې د میراجان زوی موټر په لار کی خراب شوی و بیا ملا قاسم هم پدغه لار راغلی و او ورته ویلی یی و چی لار راته پریږده د میراجان زوی ورته ویلی و چی موټر خراب دی لار څنګه درته پریږدم؟ نه څوک راسره شته دی چی موټر راسره ټیله کړي او یوازی خو نشم کولی چی موټر له لارې نه چپ کړم بیا ملا قاسم لانجه سره کړې وه چی خپله میراجان ماما هم له ملا قاسم سره لاس او ګریوان شوی و او ټول خلک پدغه پيښه باندې خبر دي.

سږ کال یی بیا د تنګې په شفاخانه کې یو څوکیدار وهلی و دروازه یی زر نه وه ورته خلاصه کړې او که بل څه خبره وه، لنډه دا چی څوکیدار یی وهلی و او بیا والی هم ورته په قهر و چی ولې داسې کارونه کوې.

اوس د حل لار دا ده چې د طالبانو مشرتابه له خپلو قومندانانو او ډلګۍ مشرانو څخه وخت په وخت راپور ترلاسه کړي او په هره منطقه کې د ولسي خلکو څخه یو ځانګړئ هیئت پوښتنې وکړي او شکایات یی واروي او که چیرې داسې ونکړي نو په یقین سره درته ویلی شم چې په ډیر لنډ وخت کې به طالبان ولسي ملاتړ په مکمل ډول له لاسه ورکړي بیا خو طالبان په هیڅ صورت سره دا نشی کولئ چی ټول ولس سره جنګ وکړي او یا یی بندی کړی او یا یی ووژني، نو بهتره به دا وي چې خپل برخلیک همدا اوس وټاکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x