
فکري روزنه (۸) – د کاميابي قيمت
م، نجم الرحمن (فضلي) –
په کاميابو او ناکامو خلکو کې بنيادي فرق دا دی چې کامياب خلک هغه کار کوي کوم چې ناکام نه کوي، ناکام خلک هغه کار نه کوي کوم چې ورته خوښ نه وي او کامياب خلک همداسې کار هم کوی، ځکه هغوی پوهيږي چې دا د کاميابي قيمت دی او په هر قيمت چې وي کوي يې، ناکام خلک له خپلې آرامګاه څخه د باندې را وتو ته تيار نه وي او کامياب خلک له آرامګاه څخه د باندې وي.
په ژوند کې د هر شي يو قيمت وي، د کاميابي هم يو قيمت شته دی، کوم چې د مال، محنت، وخت، تفريح، آرام او د نورو د قرباني په صورت کې اداء کيږي، کاميابي خپل قيمت مکمل په پيشګي کې غواړي، تاسو چې څومره زيات قيمت اداء کړی هومره زياته کاميابي ترلاسه کولی شی، څومره سخت محنت چې وکړی هومره خوشحالي به ترلاسه کړی.
لويه کاميابي تل له لويې قرباني او لوی کوښښ څخه ترلاسه کيږي، د لويې کاميابي لپاره به تاسو ډير څه مثلا ً آرام، تفريح وغيره پريږدی، ځکه له قرباني پرته لويه کاميابي نشي ترلاسه کيدای.
څوک چې کامياب او خوشحال ژوند غواړي، هغه بايد تر هغه وخته په کار کې مصروف وي چې نور خلک په تفريح کې وي، هغه بايد په هغه وخت کې ويښ وي په کوم کې چې نور خلک بيده وي، هره ورځ اته ساعته کار کول يواځې تاسو ژوندي ساتلی شي، ترقي نشي درکولای، خوشحالي نشي درکولای، له اته ساعتو څخه چې څومره زيات کار کوی هومره ترقي کولای شی، کامياب خلک لس دولس ساعته کار کوي، د دنيا امير ترين انسان (بل ګيټس) شپاړس ساعته کار کوي.
خلک له دې وجې نه ناکامه کيږي چې هغوی ذهين نه وي يا له هغوی سره اعلی ډګري (سند) نه وي، بلکه له دې وجې ناکامه کيږي چې هغوی په نه زړه کار کوي، پوره کوښښ نه کوي، البرټ سابن د پوليو ويکسين تياره ولو لپاره مسلسل پنځه ويشت کاله سخت محنت وکړ، مشهور بت جوړونکي ( مائيکل انجلو) خپله مشهوره مجسمه (ډيوډ) د دوو کلونو مسلسل سخت محنت په نتيجه کې جوړه کړه، بيا يې د هغې په ښايستوالي نور دوه کاله تير کړل، کله يې چې دنيا ته ور ښکاره کړه نو ټوله دنيا ورته حيرانه شوه او نړيوال شهرت يې ترلاسه کړ.
لکه څرنګه چې د کاميابي يو قيمت شته دی همدا شان د ناکامي هم يو قيمت شته، بلکه د ناکامي قيمت د کاميابي له قيمت څخه ډير زيات دی، دا قيمت د تاسو د غربت، افلاس، ذلت او بيچاره ګي اداء کيدلی شي، په دې صورت کې به د ستاسو خپل کور نه وي، د کرايه ورکولو په صورت کې به د کور د مالک لخوا ډير څه آوريدلو ته تيار ياست، په بچيانو باندې د ښه تعليم کولو لپاره به وسايل در سره نه وي، د ناجوړتيا په صورت کې به په خيراتي او سرکاري هسپتالونو کې ټيلو او تمبو ته تيار ياست، خپل او د خپلو بچيانو معمولي خواهشات به نشی پوره کولای.
که چيرته تاسو ډير محنت وکړی نو به ډيره کاميابي ترلاسه کړی، که د درميانه درجې محنت وکړی نو به درميانه کاميابي ترلاسه کړی، له عامو خلکو څخه د ډير څه ترلاسه کولو لپاره تاسو بايد له عامو خلکو څخه ډير سخت او زيات محنت وکړی، که چيرته تاسو سخت محنت کولو، په ښه انداز او تر ډيره وخته پورې کولو ته تيار شی نو ډير څه کولای شی، له مشقت پرته هيڅ هم نه ترلاسه کيږي.
له محنت پرته د کاميابي تصور نشي کيدلای، د ناکامي تر ټولو لويه وجه دا ده چې له سوچ او فکر پرته کار وکړل شي، د کار کولو لپاره پلان جوړ کړی، خپله ورځ له با مقصده کوښښونو څخه ډکه کړی، د هر کار له کولو څخه د مخه له ځان څخه وپوښتی آيا دغه کار د ستاسو هدف ته ور نږدې دی؟ هر داسې کار پريږدی کوم چې دستاسو د کاميابي لور ته نه ځي، خپل وخت اتيا فيصده په دريو مهمو کارونو کې صرف کړی کوم چې تاسو ته بهترينه نتيجه په لاس درکوي، په هره شعبه کې دری بهترين شيان انتخاب کړی، کوم چې تاسو کولای شی.
—————-
ددې لیکني نوري برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:
فضــــــــــــــــلی صاحب.
بیشکه چه د خپل هدف او مقصد ته درسیدو لپاره دیر محنت او خواری په کار ده. اما بعضی خلک دیر کار هم کوی خو د ژوند مرام یی نه وی معلوم او ددی هر څه باوجود هم مغلوب پاته شی.
په هر حال د لیکنی څخه دی مننه کوو. او د نورو طلایی خبرو او لیکنو دی په هیله یو.
((( خـــــــــــــــالد هـــــــــــــــــجران )))