ټولنیزه برخه

د مور او پلار حقوق (۴)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)-

مسئله : په قرآنکريم او نبوي احاديثو کې د والدينو د خدمت ډير فضيلتونه راغلي، او د والدينو د نافرماني او د هغوی د ازارولو هم ډير تفصيل ذکر شوی، په حقوق الوالدين باندې مستقل کتابونه ليکل شوي.

کوم خلک چې د والدينو له خدمت څخه کناره کشي کوي هغوی ډير بدبخت دي، مګر په دې کې يو څه ګناه د مور او پلار هم ده، ځکه دوی خپلو زامنو ته غربي زده کړه او تربيت ورکوي، له ديني زده کړو او تربيت څخه يې محروموي، نتيجه يې دا شي چې اولاد ستر مغربي عادتونه خپل کړي، او هر څوک پوهيږي چې په مغربي ټولنه کې د والدينو د خدمت هيڅ تصور نشته، اولاد چې ځوان شي خود سره شي او له والدينو سره يې هيڅ ډول ربط او تعلق نه وي .

مسئله : داسې اولاد کوم چې والدين په سپين ږيرتوب کې تنها (يوازې) پريږدي سخت ګنهګار دی، هغه خلک چې جنت ته به نه ځي په هغو کې د والدينو نافرمان هم په حديث کې ذکر شوي دي، له همدغه جرم څخه په خدای تعالی سره پناه غوښتل پکار دي، او د والدينو رضا کول پکار دي .

په موجده زمانه کې چيرته چې ټولنه د بديو او د ګناهونو ښکار ده هلته د مور پلار نافرماني، بې آدبي اخيري حد ته رسيدلې.

هره ورځ په اخبارونو کې وينو او له خلکو يې آورو چې په فلاني ځای کې زوی پلار ووژلو، يا زوی د ښځې په خبره مور او پلار له کوره وشړل.

لهذا که چيرته مونږ او تاسو د دنيا او آخرت کاميابي غواړو نو مونږ او تاسو ته په لاندې څو خبرو عمل کول ضروري دي :

(۱) مه وايه ته دواړو ته (کلمه د) اف (هم) او مه رټه دوی دواړه او وايه دې دواړو ته (والدينو) ته خبره پسته (ادبناکه) او ښکته کړه دپاره د دې دواړو (والدينو) وزر (اوږه) د تواضع (نه د تکبر).

(۲) د مور پلار تل (هميشه) اطاعت او فرمانبرداري کوئ.

(۳) له مور پلار سره ډير نرم چلند کوئ، مه هغوی په غصه کوئ او مه تاسو د غصې په نظر ورته ګورئ.

(۴) مور پلار چې څه درته وايي ښه په غور يې آورئ، د هغوی د عزت او مرتبې ښه خيال کوئ، د هغوی د مال ساتنه کوئ، هيڅ شی د هغوی له اجازې پرته مه اخلئ.

(۵) مور پلار مو چې په کوم کار خوشحاله کيږي هغه کوئ، ولو که هغوی يې د کولو حکم نه وي درته کړی، لکه د هغوی خدمت کول، له بازار څخه د ضروري شيانو راوړل او په زده کړه کې کوشش کول.

(۶) په خپلو ټولو معاملاتو کې له مور پلار سره مشوره کوئ، او د هغوی مشورې ته اهميت ورکوئ.

(۷) کوم وخت مو چې را وبولي په خندا ورته راځئ او نرم ځواب ورکوئ.

(۸) د مور پلار د دوستانو او خپلوانو د والدينو په ژوند کې او د والدينو له مړينې وروسته يې عزت او احترام کوئ.

(۹) په هيڅ معامله کې له مور پلار سره جګړه مکوئ، او مه دا ورته وايئ چې تاسو نه پوهيږی، بلکې په ډير آدب د هغوی پر وړاندې حق خبره ښکاره کړئ.

(۱۰) په کومه خبر له مور پلار سره ضد مکوئ، د هغوی پر وړاندې په زوره خبر مکوئ، د هغوی خبره په خاموشي سره واورئ، او په هر حال کې د هغوی د آدب او احترام خيال ساتئ.

(۱۱) له مور پلار څخه د جلا اوسيدو په صورت کې کله چې هغوی ستاسو کور ته درشي مخته ورته راشئ او استقبال يې وکړئ، د هغوی په خدمت کې هيڅ ډول کوتاهي مکوئ.

(۱۲) که تاسو ته هر څومره ضروري کار درپيښ شوی وي تل له مور پلار څخه اجازه واخلئ او ولاړ شئ، او له هغوی څخه د خپل ځان لپاره دعاګانې وغواړئ.

(۱۳) که چيرته تاسو تمباکو يا نسوار کوی نو د مور پلار پر وړاندې يې مکوئ.

(۱۴) خپلې ښځې او خپلو زامنو ته په مور پلار ترجيح مه ورکوئ، بلکې په هر حال کې د هغوی د خوشحالولو خيال وساتئ.

(۱۵) د والدينو په موجوديت کې له هغوی بر (پورته) مه کينئ، او مه د هغوی پر وړاندې د تکبر له امله پښې اوږدوئ.

(۱۶) په مور پلار په مصرف کولو کې له بخل کار مه اخلئ، که نه نو ستاسو اولاد به يقيناً له تاسو سره همدا ډول چلند وکړي.

(۱۷) د مور پلار له نافرماني او د هغوی له ناراضګي وويريږئ، چيرته داسې ونشي چې د هغوی د ناراضګي له امله مو د دنيا او آخرت بدبختي په برخه شي.

(۱۸) که مو له مور پلار کوم شی غوښت نو ډيره نرمه لهجه غوره کوئ، که يې درکړ مننه يې وکړئ او که يې درنکړ نو هغوی معذور وګڼئ، او د ډيرو زياتو غوښتنو له امله هغوی مه پريشانه کوئ.

(۱۹) که چيرته ستاسو د ښځې او د مور پلار تر مينځ جګړه را منځته شي نو په دې وخت کې په ډير لوی حکمت خپله ښځه پوه کړئ، ولو که هغه په حقه وي، او ياد لرئ په هر حال کې د مور پلار رضا ساتل د الله تعالی د رضا ساتلو لپاره ډير ضروري دي.

(۲۰) د اولاد په حق کې د مور پلار دعا او ښيرا قبليږي، لهذا تاسو د مور پلار له ښيرا حتی الوسع په هر صورت کې ځان وساتئ.

(۲۱) له ټولو خلکو زيات لومړی د مور قدر وکړئ، بيا د پلار، ځکه رسول الله  فرمايلي : جنت د ميندو تر قدمونو لاندې دی.

(۲۲) د مور پلار له مړينې وروسته هغوی ته دعاګانې وکړئ.

مسئله : د احترام په لحاظ د پلار رتبه زياته ده او د خدمت په لحاظ د مور زياته ده.

مسئله : که چيرته د يو چا د والدينو تر مينځ اختلافات وي، نو اولاد ته له دواړو سره تعلق ساتل پکار دي، او په هغوی کې چې هر يو بدني يا مالي خدمت ته محتاج وي د هغه خدمت دې وکړي، آدب او احترام دې د دواړو کوي، که چيرته په والدينو کې يو د هغه بل په خدمت يا له هغه سره په تعلق ساتلو خفه کيږي د دې پروا دې نکوي، نه دې سخت ځواب ورکوي.

همدا رنګه ليکل شوي :

د خفه مور او پلار د رضا کولو کوښښ دې وکړی شي، که چيرته د مور په خدمت پلار خفه کيږي او بد وايي نو په خاموشي سره دې واوريدل شي، ځواب دې نه ورکول کيږي .

مسئله : که چيرته د يو چا والدين خدمت ته محتاج وي او هيڅوک د هغوی د خدمت لپاره نه وي، نو په داسې صورت کې د اولاد په ذمه د هغوی خدمت کول فرض دي.

همدا رنګه ليکل شوي :

که چيرته والدين د زوی خدمت او مرستې ته محتاج وي، د ژوند تيرولو هيڅ صورت يې نه وي او زوی يې خدمت کولای شي نو زوی ته د دې اجازه نشته چې والدين پريږدي او چيرته ولاړ شي، زده کړه وکړي، يا بل کوم کار وکړي، بلکې د والدينو خدمت دې وکړي او په فارغ وخت کې دې زده کړه او نور کارونه تر سره کړي، او که چيرته والدين د زوی خدمت ته محتاج نه وي دا بيا جلا خبره ده، بيا دې هم داسې کومه رويه نه اختيارول کيږي چې له امله يې د والدينو حق له منځه ولاړ شي، يا له هغوی سره مقابله وکړی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x