دیني، سیرت او تاریخ

سياست او حکومت د اسلام له نظره (۱)

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله

ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي)

سياست

دا چې د انسانانو اجتماع او يو ځاى والى اړين او ضروري دى، او حکماؤ هغه داسې تعبير کړى چې انسان مدني الطبع دی يعنې هرو مرو بايد ټولنه او اجتماع تشکيل کړي چې د دوی په اصطلاح هغې ته مدنيت ويل کيږي، لوى خداى (ج) انسان په داسې شان پيداکړی چې ژوند او بقا يې له غذا او د ژوند له نورو ضرورياتو پرته ناشونى ده او د هغه لاسته راوړنه او حصول له اجتماع څخه پرته د يوکس له وس او توان نه د باندې ده- نو لدې کبله د بشر لپاره ټولنيز ژوند له ضرورياتو څخه دى او همدا شان هغه شى بايد زده او لاسته راوړي کوم چې د اجتماع سره لازم دى چې د هغه په واسطه د افرادو په مينځ کښې اړيکې داسې قائمې وي چې د هغوى اجتماع د دوى د مصالحو په خدمت کې واقع شي چې هغه له سياست او مشرتوب  څخه عبارت دی، چې مشرتابه وکولاى شي د صالح سياست په توسط د ټولنې د افرادو د ژوند ټول اړخونه منظم او منسجم کړي.

څرنګه چې سياست د ټولنې او اجتماع له ضروري لوازمو څخه دى، او په اوسني عصر کې سياست د حکامو او جابرانو د حيف او ميل مورد ګرځيدلى او د خپلو ارزوګانو او خواهشاتو سره سم هغه استعمالوي نو دا ضروري ده چې د سياست تعريف وشي تر څو د هغه مردود او مقبول ډولونه سره جلا شي.

د سياست تعريف د پوهانو له نظره

سياست د ساس يسوس مصدر دى چې د هغه معنى اصلاح کول، او بهترول دي، چې د لغوي معنى په اساس د رياست، حکومت په معنى او د هيواد د کارونو او طرزالعمل دپاره استعماليږ‌ي ځکه چې د رياست او حکومت موخه او مرام د خلکو اصلاح او سوکالي ده، د صراح اللغات په کتاب کې يې د سياست معنى رعايت پالنه راوړې، او همدا شان په (منتهى الارب جلد ١-٢ ص ٥٩٥) کې راوړل شوي چې سياست (رعاية امور الرعية، ادارة الدولة السياسة) سياست مدار (الرجل الخبير بامور السياسة الشخص العالم البصير بامور دولة والرعية) [قاموس الفارسية ص ٣٩٤]

ژباړه : سياست د رعيت د امورو له مراعات او د دولت له اداره کولو څخه عبارت دى.

سياست مدار:- له هغه شخص نه عبارت دى، چې د سياست، دولت او رعيت په امورو او چارو باندې عالم او پوه وي، السياسة: استصلاح الخلق بارشادهم الطريق المنجي في العاجل او الاجل-  فمنها الحکم وادارة اعمال الدولة الداخلية والخارجية ومنها السياسة الداخلية والسياسة الخارجية (السياسة المدنية، تدبير المعاش مع العموم على سنن العدل والاستقامة ) (المنجد ص ٣٦٢)

ژباړه : سياست د خلکو په رهنمائي د دوى ا صلاح  غوښتلو ته ويل کيږي پداسې طريقې چې په هغې سره دوی په موجوده وخت او راتلونکي کې نجات کاميابي او سوکالي تر لاسه کړي، يا په بل عبارت سياست د دولت د داخلي او خارجي اعمالو اداره کولو او د حکمروائي علم او فن ته ويل کيږ‌ي، چې د همدې ملحوظ له مخې سياست په دوه برخو ويشل کيږ‌ي چې يو يې د حکومت کورنی سياست دى او بل يې باندنى سياست دى.

اما د مدني سياست څه دا شان تعريف شوى : چې د ټولنې د ټولو وګړيو د معاش تدبير د عدل او استقامت په طريقې سره کولو ته مدني سياست وايي، فرهنګ عميد په دوهم جلد ص ١٤٩٣ کې  دسياست دا شان تعريف کړى، سياست : د هيواد د چارو اداره کول، د هيواد د داخلي او خارجي امورو اداره کول، د خلکو اصلاح او رعيت پالنې ته ويل کيږ‌ي.

سياست کول :- مجازات کول، تنبيه کول، سياست مدار: څوک چې په سياست او د هيواد او مملکت داري په امورو کې پوهه، مهارت او تجربه ولري.

مدني سياست ! د خلکو په مصالحو علم، د چارو اداره کول، خلکو ته د ترقي او امنيت د اسبابو برابرول چې په يو هيواد يا ښار کې اوسيږ‌ى. (فرهنګ عميد، جلد ٢ ص ١٤٩٣)

ابو الوفا ابن عقيل د سياست په هکله ليکلي (السياسة ما کان من الافعال بحيث يکون الناس معه اقرب الى الصلاح وابعد من الفساد)

ژباړه : سياست له هغو افعالو څخه عبارت دى چې د هغو په واسطه خلک صلاح او مصلحت ته نږدې او له فساد څخه لرې کيږ‌ي، له پورتنيو تعريفونو څخه څرګنديږ‌ي چې سياست قانون او د ټولنې د اصلاح کولو ذريعه ده تر څو د صالحه سياست په رڼا کښې د ټولنې افراد په مصئون ډول بې له کوم خطر او تشويش نه ژوند وکړي، د هغوى ټول مشروع او حقه حقونه محفوظ وي، دا په هغه وخت کى ممکن دي چې سياست واقعاً د ټولنې د اصلاح په خدمت کې وي او د کومې ځانګړې طبقې په نفع استعمال نشي، او که چيرته له خپل سم او صحي تګ لارې او روش څخه منحرف شي نو بيا خپل حيثيت له لاسه ورکوي او د ظالمانه سياست په نوم ياديږ‌ي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x