نظــر

په ډنډ غوري کې د هوا له لارې د طالبانو اکمالات واقعيت که ډنډوره؟!

ابوالیاس جهاداول

د جان کيري ټاکنيز سيسټم له لارې رامنځته شوي تش په نوم د ملي يووالي دولت چې له يوې خوا له داخلي اړخه خورا کمزوری شوي او له بل لوري د مجاهدينو تندريزو بريدونو ور نه لار ورکه کړې، په دې وروستيو کې په داسې ګډو وډو تبليغاتو سر دي چې اسلام او افغانيت خو لا څه چې حتی د غربي ډيموکراسۍ په قاموس کې يې هم ساری نه دی ليدل شوې.

څه موده مخکې د طالبانو له خوا د کندز ولايت د فتح پر مهال يې د مجاهدينو له خوا پر ښځو د جنسي تيري او چورتالان په اړه تبليغات چې د ارګ مشر اشرف غني په عامه اصطلاح «هاشم ليونې» له خوا هم د تأييد مهر ور باندې ولګيده او د يوې اعلاميې په خپرولو سره يې د دغو ډول کړنو تر سره کول تأييد کړل خو د وخت په تيريدو سره په خپله د کابل چارواکيو له خوا دغه ډول کړنې رد او د يو شمېر رسنیو دغه کار د بیان له آزادۍ او اخلاقي معيارونو سره په ټکر کې وبلل شوې چې ښې بېلګې يې د لوړو زده کړو وزارت د وزيرې او د ولسي جرګې غړي انجينر کمال ساپي څرګندونې وې.

دا دی پرون په ولسي جرګه کې په اصطلاح د بغلان ولايت د خلکو استازي دلاور ايماق هم د خپل شهرت او يا د کوم بهرني بادار په اشاره وويل چې په خپلو سترګو يې ليدلي چې وسلوالو مخالفانو ته د هوا له لارې وسلې، مهمات او خوراکي توکي ښکته کېږي. او زياته يې کړه چې يوه شپه ده په خپله په جګړه کې ګډون درلود چې ۹ پاکستاني پوځيان ووژل شول چې د ټولو په جيبونو کې پاکستاني پېژندپاڼې وي.

خو د شرق او غرب په مالي ملاتړ چليدونکيو رسنيو پرته له دې چې له دغه وکيل څخه کوم ثبوت وغواړي او يا هم موضوع د سيمې له خلکو او امنيتي ارګانونو سره شريکه کړي، د هغه دغه وينا يې په ډېر لب او لعاب خبره او حتی ځينو خو ګردي ميزونه هم ورباندې جوړ ګړل او د تش په نامه کارپوهانو په کې د خپلو زړونو بړاس ور باندې وباسه.

که څه هم د دايم الخمر دلاور ايماق شخصيت د بغلان متدين ولس ته معلوم ده چې نه ولسي ملاتړ او نه هم نيک شهرت لري چې د ولسي جرګې چوکۍ يې هم په شهزاده سرای کې ګټلې خو دا د تحقيقي ژورناليزم او آزادو رسنيو مسووليت دی چې لومړی دې له ښاغلي وکيل نه د هغو پاکستاني پوځيانو چې ده يې مړي ليدلي چې اړوند هېواد پېژندپاڼې يې درلودې او هغو طيارو په اړه چې طالبانو ته يې وسلې او مهمات ښکته کول، ثبوت وغواړي. ځکه چې اوسني چارواکي که يو طالب هم ووژني، د خپل شهرت له پاره يې جسد له رسنيو سره شريکوي او رسنۍ يې هم پرته له دې چې د ژورناليزم اصول او معيارونه په پام کې ونيسې دغه ډول انځورونه خپروي چې ښه بېلګې يې هم د جوزجان په خم آب ولسوالۍ کې د يوه طالب جنګيالي مړی وو چې د ولسمشر د لومړی مرستيال جنرال دوستم مليشو يې مړی د هغه انساني کرامت او غربي بشري حقونو له په پام کې نيولو پرته د ټانګ په پمپر تړلی وو او د بازار په منځ کې يې ښکته او پورته کاوو. خو که چېرې ښاغلي ايماق د پاکستاني پوځيانو دغه جسدونه له رسنيو سره شريک کړي وای، نو دا خو ښه ثبوت وو چې پاکستان او نورې نړۍ بيا د افغانستان په جګړه کې د اسلام آباد له مداخلې څخه د انکار له پاره هيڅ لاره هم نه پاتې کيده.

دويم دا چې د ايماق وايي، د شپې له خوا يې طيارې ليدلي چې وسلوالو طالبانو ته يې وسلې ښکته کولې چې رنګ يې هم د ملي اردو له طیارو سره توپير درلود. آيا کوم د سالم عقل خاوند به دا ومني چې حتی په ۱۴ او ۱۵ شپې سپوږمۍ چې خورا رڼا وي، د طيارې رنګ دې سره تفکيک او خپلې او پردۍ هغه دې سره وپېژندل شي. خو که دغه ښاغلي سره د شپې د لیدو داسې شواهد وو نو ولې بيا يې خپله دغه ادعا ولې په انځوريزه او ويډيويي بڼه مستنده کوله نه؟

بل دا چې د بغلان ولايت د ډنډغوري د سيمې طالبان ټولو ته معلوم دي چې شمېر يې سلو تنو ته هم رسېږي، له اقتصادي اړخه خورا کمزوري دي چې د خپلو موټرسايکلونو د تيلو له پاره هم خلک ور ته چنده ټولوي او ډوډۍ هم د ديني مدرسو د زده کوونکيو په بڼه له کورونو راټولوي، خو ميړانه يې شرق او غرب، اردو او پوليسو، اربکيانو او مليشو ټولو ته په ثبوت رسولې دا چې په زرهاوو پوليس، اردو، اربکيان او مليشو چې په خورا مجهیزو سپکو او درنو وسلو او د ناټو ځواکونو له هوايي ملاتړ هم برخمن وو، په دې ونه توانيدل چې دغو څو تنو سپيرو طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي، د خپلې ماتې د پټولو له پاره يې ډول ـ ډول تبلیغاتو ته مخه کړ، چې ښايي دايم الخمر ايماق يې هم د خپلو تبلیغاتو تر اغېزې لاندې راوستی وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x