په افغانستان کې د داعش د نفوذ امکانات

عبدالرحیم (ثاقب) ليكوال او سياسي شنونكى –

په افغانستان کې د امریکايي اشغال د څوارلسمې کلیزې په پوره کیدو سره په دې هیواد کې د امریکایانو پوځي شتون نور ابعاد خپل كړي، هغوی چې ۱۴ کاله یې په افغانستان کې د القاعده تنظیم د موجودیت او له منځه وړلو په پلمه تیرکړل نور يي دا پلمه په افغانستان کې د یاد تنظیم د نشتوالې له کبله چاته د قناعت وړ نه ده ، نو ځکه هڅه کوي یوه بله داسې پلمه وتراشې چې له مخې یې دلته خپل حضور په پوځي لحاظ توجیه کړي.

هماغه ده چې امریکايان ، د هغوی ایتلافیان او په هغوي پوري تړلي سیاسي او استخباراتي سازمانونه ټول په یوه خوله په افغانستان کې د داعش د نفوذ په اړه پراخ تبلیغاتي کمپاین کوي.

د ملګرو ملتونو په وروستۍ سرمشریزې كې هغه رپوټ کوم چې له مخې یې د افغانستان په ۲۵ ولايتونو کې د داعش د پراخ شتون او نفوذ یادونه وشوه د امریکایانو د تبلیغاتي کمپاین یوه ښکاره بیلګه ګڼل کیږي.

ځکه په ياد رپوټ كې هيڅ داسې سند نه و چې له مخې په عملي ډول د افغانستان له ۳۴ ولایتونو څخه په یوه ولایت کې هم د داعش موجودیت تثبيت شي.

په یاد رپوټ کې دا تذکر هم شوی و چې په افغانستان کې تر اوسه د داعش د ۷۰ مشهورو غړیو پيژند ګلوي شوې چې لس سلنه غړی یې د طالبانو له لیکو څخه ورجلا شوي دي .

زه غواړم په افغانستان کې د ځینوعيني واقعيتونو له مخې په دې هیواد کې د داعش د نفوذ پر امکاناتو لیږ تفصیلي بحث وکړم.

Collective

حافظ سعید د بیعت په مراسمو کې

په افغانستان کې د داعش ظهور.

په کال ۲۰۱۴ کې په عراق کې د داعش تر تأسیس وروسته د روان ۲۰۱۵ م کال د جنوري د میاشتې په ۲۸ نیټه د دولة الخلافة الاسلامیه (https://akhbardawlatalislam ) په نوم د داعش اړوند ویب پاڼې یوه ویډیو خپره کړه چې څوتنه وسله وال ورکې له خپل مشر سره د بیعت کولو په حال کې لیدل کیږي.

دا نه مالومیږي چې داکسان چیرته راټول شوي او نه هم په ویډیو کې د هغوی د موقعیت په اړه وضاحت ورکړل شوی ، خو د ویډیو له خپریدو څو ورځې وروسته په عراق کې د داعش رسمي ویاند ابو محمد العدناني د خراسان (افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلدیش ( لپاره د حافظ سعید په نوم نوی امیر اعلان کړ. حافظ سعید د پاکستان د قبائلي سیمې اورکزۍ ایجنسۍ اوسيدونکی اود داعش لخوا یې تر ټاکلو له مخه هیڅ شهرت نه درلود. په هغه صوتي بیان کې چې د داعش ویاند ابو محمد العدناني د ښاغلي حافظ سعيد د ټاکنې په مناسبت نشر کړ داسې راغلي:

ای افغانانو! د خپل اسلامي دولت تر سیوري لاندې راټول شئ . تاسو له انګریزانو ، روسانو او مریکایانو سره د مقاومت د سابقې ویاړ لرئ ، اوس ستاسي مخې ته یوه نوې جګړه راتلونکې ده ، داسې جګړه چې ستاسي په ټاټوبي کې به توحیدځای پرځای او شرک له بيخه و باسي ، نوراشئ دا چانس له لاسه مه ورکوئ او د خپل نوي مشر حافظ سعید اطاعت وکړئ ، هلئ تورې مو راواخلئ ، نیزې مو هسکې کړئ او وسلې مو تیارې کړئ ښايي ستاسي په خلاف به ډیر حزبونه راپورته شي خوتاسو مه ترې ویریږئ او له هغوي سره مقابله وکړئ.

په افغانستان کې د داعش د غړیو شمیر

که څه هم چې امریکایان په افغانستان کې د داعش د افرادو د شمیرې په اړه مختلف ارقام اعلانوي ، کله د هغوی شمیر ۳۵۰۰ تنه ښیئ ، اوکله د طالبانو ۷۰ په سلوکې افراد د هغوي مربوط ګڼي او کله هم د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د هغوی د پراخ حضور اداعاوې کوي .

خو هغه څه چې په افغانستان کې د داعش د افرادو شمیر د اسنادو او شواهدو له مخې تثبيتوي هغه دا چې تراوسه د افغانانو له جملې څخه یواځې د دوو تنو داعشیت رسما تثبیت شوی او خلګ یې د داعشیانو په نوم پیژني چې هغه دوه کسان عبارت دي له ملا عبدالرؤف خادم او استاد عبد الرحیم مسلم دوست څخه.

ملا عبدالرووف خادم

ملا عبدالرووف خادم

په دغو دووتنوکې هم د ملا عبدالرؤف خادم نوم د داعش لخوا د خراسان ولایت د مرستیال په حیث اعلان شوی ، خو خپله د ملا عبدالرؤف خادم لخوا هیڅ داسې صوتي او کتبي سند نشته چې نوموړي دي دا نيابت منلی وي همدا راز استاد مسلم دوست چې د لومړني افغان په توګه یې په یوه ویډیو کې خپل بیعت له ابوبکر البغدادي سره اعلان کړ اما خپله د داعش په مطبوعاتو کې د نوموړي د دا عشیت په اړه كوم سند شتون نه لري. یعني ملاعبدالرؤف خادم چې داعش هغه د خراسان ولایت د مرستیال په توګه اعلان کړی د نوموړي له لوري يې د قبلولو او تائید سند نشته ، او استاد مسلم دوست چې د خپلې خوش خدمتي له مخې يي تر ټولو وړاندې له داعش سره بيعت اعلان کړی ، خو داعش د هغه د مسؤلیت په اړه داسې خبر نه دی نشر کړی ، لکه د ملاعبدالرؤف خادم مسؤلیت چې یې د رسمي اعلامیې له مخي اعلان كړ.

ملا عبد الروف خادم چې د طالبانو په لیکو کې مهمې دندې ترسره کړې د هغوی د واکمنۍ تر ړنګیدو وروسته په ۲۰۰۱ کې د افغانستان په شمال کې د امریکایانو لخوا اسير او د ګونتنامو په زندان کې تر ۷ کلونو تیرولو وروسته په ۲۰۰۹ کې بیرته راخلاص او د طالبانو لیکو ته ورغی ، چې وروسته د روان کال د فروري د میاشتې په پیل کې د هلمند په ولایت کې د امریکايي الوتکې په برید کې په نښه کړای شو.

استاد مسلم دوست د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی دی ، د نوموړي سیاسي ژوند ډیر ستړی تاریخ او ناكراره سابقه لري ، د نوموړی د سیاسي مبارزې شروع په سعودي عربستان کې له جهيمان بن محمد بن سيف الضان العتیبی چې د مهدي ادعاء کولو په جرم په کال ۱۴۰۰ هجري قمري کې د سعودي چارواکو لخوا ووژل شو شوې اوپای يې له ابوبکر البغدادي چې ځان د مسلمانانو بلا منازع خليفه ګڼي سرته رسیږي.

د پخواني جهاد په مهال يې نیږدي ټول جهادي تنظیمونو كتلي خو د خپلې نازک مزاجي له کبله يې له یوه سره هم ګذاره نه ده شوې.

استاذ عبدالرحيم مسلم دوست هم په ګونتنامو کې څلور کاله اسارت تیر کړی ، د نوموړی د کورنۍ د يوه غړي مرحوم شاه خان په وينا نوموړی په ۲۰۰۱ کې د پاکستاني چارواکو لخوا د حاجي سمیع الله په لمسون ګرفتار او وروسته امریکایانو ته وسپارل شو .

مسلم دوست

مسلم دوست

استاد مسلم دوست له علمي لحاظه ښه عالم او تکړه لیکوال دی ، خو له بده مرغه چې نازک مزاجي ، تظاهر او تسرع في الحکم یې د غه مثبت مشخصات تر سیوري لاندې راوستي او نوموړي یې له خپلې ټولنې تجرید کړ ی دی.

د استاد مسلم دوست د نیږدي خپلوانو او د نوموړي له طبیعت سره د بلدو کسانو په اند له داعش سره د ښاغلي استاد مسلم دوست د عجولانه بیعت اساسي لامل هم همدا منفي مشخصات دي ؛ که دا نه وي نو د داعش مشر ابو بکر البغدادي او د هغه لخوا اعلان شوی خلافت د افغانستان په شمول د اسلامي نړۍ د ټولو معروفو جهادي شخصیتونو او شرعي علماوو له نظره یوه متنازع فیه موضوع چې له شرعي اړخه ورباندې ډیرې ملاحظې لري .

د دغو علماوو له جملې څخه یوهم داسلامي نړۍ وتلی عالم او مشهور جهادي شخصیت علامه ابو محمد المقدسي دی چې اوس مهال په نړیواله کچه د سلفي جهادي مفکورې مقتدا ګڼل کیږي ، نوموړی د ابو مصعب الزرقاوي په شمول د ډیرو جهادي شخصیتونو استاد او د ابو بکر البغدادي دخلافت تر ټولو سرسخت معارض دی . همدا راز شیخ ابو قتادة چې ۸ کاله په انګلستان کې د جهادي فعالیتونو په تور اسارت تیرکړی هم د ابو بکر البغدادي د خلافت سرسخت مخالف او له شرعي اړخه ورباندې کلکې نیوکې کوي.

د القاعده تنظیم اوسنی مشر ډاکټر ایمن الظواهري او په اسلامي نړۍ کې نور د جهادي فکر لرونکي علماء او مشهور شخصیتونه د داعش خلافت د شرعي نصوصو له مخې غندي او هغه نامشروع ګڼي، نوموړي کسان له خپل علمیت سره سره د هغه محیط کسان دي چیرته چې د داعش نشأت او تأسیس شوی ، هغوی د علمي استدلال ، عیني مشاهداتو، محیطي شناخت او تجربې په لحاظ تر استاذ مسلم دوست ابو بکر البغدادي او د هغه خلافت ښه پیژني او علی بصیرة يې مخالفت کوي خو استاد مسلم دوست د خپل تظاهر له مخې د علامه ابو محمد المقدسي د علمي فقاهت ، د ډاکټر ایمن الظواهري د جهادي اوسیاسي بصیرت ، د شیخ ابو قتاده د علمیت او داعش څخه د محیطي شناخت او معلوماتو بر خلاف موقف خپل کړی ، د داعش خلافت تائیدوي او هغه خلافت علی منهج النبوة ګڼي.

مسلم دوست په هغه بیعت نامه کې چې د داعش مشر ته یې لیږلې ټول اسلامي امت او افغانانو ته داسې وايي :

… هلموا الی الخروج من الجاهلیة الی الاسلام …

هلئ! راووځئ له جاهلیت څخه د اسلام لور ته …

ښاغلی استاذ په داسې حال کې افغانانو ته له جاهلیت څخه د راوتلو او د اسلام لورته بلنه ورکوي چې خپله ده د ژوند پنځه لسیزي د مسلمان په نوم په افغاني ټولنه کې تیر کړي ، که چیري همدا ټولنه د ښاغلي مسلم دوست په وینا تر اوسه په جاهلیت کې پاتې وه نو دی یې د یوه غړی په حیث په خپلې پنځوس کلنې سابقې څه حکم کوي او خپل ځان په کوم صفت معرفي کوي ؟

دیوه موحد مسلمان په حیث او که د جاهل مشرک په توګه ؟

ځکه نوموړي په یاده جمله کې (الخروج من الجاهلیة إلى الإسلام ) عبارت کارولی او له لغوي لحاظه خروج د دخول فرع دی ، یعنی لومړی به سړی یوځای داخل وی بیا به ترې وزي ،که دخول نه وي خروج معنی نه لري .

او له علمي لحاظه کله چې جاهلیت د اسلام په مقابل کې ذکر کیږي هدف تري شرک او کفروي.

په افغانستان کې د داعش پوځي فعالیت

په افغانستان کې د داعش لومړنی پوځي فعالیت د طالبانو په خلاف پیل شو . په دې پوځي فعالیت کې چې د روان میلادي کال د اپریل د میاشتې په اوائیلو په ننګرهار ولایت کې شروع شو د جانبینو ترمنځ یوزیات شمیر کسان مړه او ژوبل شول . دهغه په تعقیب یې د اپریل د میاشتې په ۱۹ د ننګرهار ولایت په مرکز د افغانستان بانک ته څیرمه د هغه تفجیري برید مسؤلیت په غاړه واخیست کوم چې له کبله یې ۳۵ ولسي کسان مړه او ۱۲۵ نور چې ډیري ورکې ماشومان ول په ډیر بوږنوونکي صورت ژوبل شول.

تر هغه وروسته یې د روان کال د اګست د میاشتې په ۱۰ نیټه د داعش دخراسان ولایت مطبوعاتي څانګې یوه ویډیو خپره کړه چې د هغوی څو تنه مخپټي وسله وال د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ ۱۰ تنه ولسي سپین ږیري او ځوانان له طالبانو سره د مرستې په تور په ډیره وحشیانه بڼه ژوندي په بمونو الوزوي.

د داعش په اړه د طالبانو موقف

د شوروي اشغال په مهال د مجاهدینو دلس کلن مقاومت پر مهال د هغوی ترمنځ د هیواد په ګوټ ګوټ کې تنظمي جګړې او ډیرې ګډ وډې رامنځته شوې ، مګر د امریکاپه مشرۍ د ۴۸ هیوادونو ایتلافي قواو په خلاف د طالبانو د ۱۴ کلن مقاومت پرمهال هیڅ داسې ستونزه نه ده رامنځته شوې.

د دې کار یواځینی لامل دخارجي ځواکونو په خلاف د مقاومت د جبهي یووالی دی ، لهذا طالبان کوښښ کوي چې په افغانستان کې د خارجي ځواکونو په مقابل کې د مقاومت جبهه متحده وساتي.

په همدې اساس کله چې داعش د خراسان لپاره خپل امیر تعین او هغوی غوښتل خپل فعالیت په افغانستان کې پیل کړي ، طالبان پوهیدل چې دا عش د یوې غیر مسؤلې ډلې په حیث په افغانستان کې د خپلسرو تشکیلاتو په جوړلولو سره غواړي دلته ګډ وډي ایجاد او د مقاومت دجبهي یووالی متضرر کړي .

هماغه و چې د روان کال د جون د میاشتې په ۱۶ نیټه یې د داعش مسؤلینوته د یوه لیک په وسیله خبر داری ورکړ چې د افغاني ټولنې حساس وضعیت او د هغې د مذهبي ، سیاسي او جتماعي نزاکتونو په پام کې نیولو سره باید دلته د موجود جهادي قیادت متحد ساتل په پام کې ولري او له هر ډول ګډ وډي جوړ ولو څخه ځان وساتي. طالبانو دغه موقف یواځې د داعش په مقابل کې نه بلکې د ټولو هغو افغاني جهتونو په مقابل کې هم غوره کړي چې غواړي له یوه متحد قیادت نه بهر دجهاد په نوم په افغانستان کې خپل سري تشكيلات ایجاد کړي. کله چې د هیواد په ختیځ ولایت ننګرهار کې د داعش تر نامه لاندې وسله والو لومړي ظهور وکړ ، طالبانو هغوی ته خپل موقف ابلاغ او د هغوی ترمخالفت وروسته یې ورسره وسله واله مقابله پیل کړه چې له طرفینو څخه ورکې زیاته مرګ ژوبله هم پیښه شوه ، خو طالبانو وکړای شول په هماغه آوئلو کې د داعش په نوم د دغو خپلسرو او غیر مسؤلو وسله والو د نفوذ او پرمختګ مخه ونیسي.

طالبانو د داعش وسله والو په مقابل کې دا مقابله هلته د غلو ، قطاع الطریقو او اختطاف چیانو په نوم پیل کړه او کله یې هم په خپلو نشراتو کې د داعش نوم او یا له هغوی سره د پوځي مقابلې خبر نه دی نشر کړی.

په افغانستان کې د داعش د نفوذ امکانات

لكه مخكې چې مو وویل چې داعش په منځنی ختیځ کې د شیعه سُني ترمنځ د راولاړې شوې فتنې محصول او د عراق اوسوریې د نامناسبو شرائطو پیداوار دی ، په افغانستان کې د دې ډلې نفوذ کول نه د افغانستان مذهبي شرائط ایجابوي او نه یې هم روان سیاسي بهير.

د مومند سپين ږیري او ځوانان د داعش له لوري پر بم کښېنول شول

د مومند سپين ږیري او ځوانان د داعش له لوري پر بم کښېنول شول

ځکه سره له دې چې په افغانستان كې له تیرو ۳۷ کلونو راهيسې جګړې روانې او د بهرنیانانو د مداخلو له وجي افغانان په مختلفو ډلو ویشل شوي خو تر اوسه پوري د سُني شیعه په نوم له جګړو او اختلافاتو څخه خوندي دي . له بله پلوه د افغاني ټولنې سیاسي او مذهبي جوړښت داسې شوی چې د اجنبي تنظیمونو ایجاد او نفوذ کول دلته د موفقیت ډیر چانس نه لري ، که کله هم کوم اجنبي مفکوره لرونکې ډله د سیاسي واک او یاهم قوي تمویل په زرو دنفوذ چانس پیدا کوي هغه خپل محدود زماني او مکاني شراېط لري چې د هغو په له منځه تللو سره خود بخوده هماغه ډله هم له منځه ځي ، چې د خلق او پرچم ډلې يي یوه ژوندۍ نمونه ده .

القاعده جهادي تنظيم چې د شوروي اشغال په مهال (په ۱۹۸۴) کې په افغانستان کې تأسیس شوی له افغانانو سره يي د شورویانو په ضد جهاد کې عملي برخه لرلې، او په دې لاره کې يي له هغوی سره ډیرې مادي او معنوي مرستې کړي ، د شورویانو تر وتو وروسته په افغانستان کې پاتې شوی ، ۷ کاله د طالبانو د واکمنۍ هر اړخیز حمایت ورته حاصل و تر دې چې ټوله واکمني یې د هغه حمایت په مقابل کې له لاسه ورکړ. خو د پخوانیو تنظیمونو له هغه ټول حمایت او تر هغو را وروسته د طالبانو له هر اړخیز ملاتړ او همداراز په افغانستان کې د القاعده تنظیم د ۳۲ کلنې جهادې سابقې سره سره نن یاد تنظیم د افغانانو په منځ کې یو داسې شخص چې هغه دي په تنظیمي لحاظ د القاعده عضو وي شتون نه لري.

البته په جهادي او فکري لحاظ افغانان له القاعده سره خواخوږي لري مګر داچې د هغوی د تنظیم رسمي عضویت دي ولري تر څو هغوی په افغانستان کې د القاعده د نفوذ لپاره کار وکړي داسې هیڅوک نشته.

د خالص بابا رحمه الله ځیني مخلص مجاهدین او چارواکي لکه شهید معلم اول ګل رحمه الله او ډاکټر امین چې د اسامه په حمایت کې تر ګونتنامو ورسیدل او یا په پاکستان کې بندیان شول د هغوی اصلي انتماء بیاهم د خالص بابا تنظیم ته ده نه القاعده تنظيم ته .

داعش ډله چې له یوې خوا په سیاسي او عقیدوي لحاظ افغانانو ته یو مجهول الهویته ډله ده له بلې خوا یې تأسیس له افغانستانه ډیر لیري شوی ، افغانان یې نه له اهدافو خبر دي ، نه له مفكورې او تګلارې څخه او نه یې تر اوسه له دوي څخه له مرګ او تباهي پرته بل څه لیدلي نو څرنګه به تر تأسیس یوکال وروسته هغوي ته د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د نفوذ چانس برابرشي؟

له بلې خوا افغانان چې له تیرو دری نیمو لسیزو راهیسي د جګړو په اور کې کړيږي اوس داسې چاته ضرورت لري چې دوی نور له جګړو او وژنو څخه وژغوري ؛ نه داچې لا هغوی د وژنو او تباهي لورته ورټیل وهي.

پر دې سر بیره کوم کسان چې په افغانستان کې د داعش چارواکي دي هغوی نه افغانان او نه د افغاني ټولنې له مذهبي او ټولنیزو نزاکتونو سره بلدیت لري.

چې زمونږ د دې ادعا ښکاره ثبوت خپله د استاذ عبدالرحیم مسلم دوست هغه برائت نامه ده چې د اکتوبر په ۲۱ یې په خپل لاس رسنیوته لیږلې او په هغې کې یې په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر حافظ سعيد خان شخصيت معرفي کړی او له هغه څخه يې خپل برائت اعلان کړي.

په یاده برائت نامه کې استاد مسلم دوست دحافظ سعيد په اړه داسې وايي(( سعیدخان حافظ په ځان پوهېږي اوکه نه؟ ، پاکستان يې پرېښود اوافغانستان ته راغی. اوس په ځان نه پوهېږي خلک يې غولوي اود چندوپه نامه ورته ځينې استخباراتي کړۍ د فساد لپاره پيسې رالېږي او افغانستان کې يې بوختوي .))

نتيجه :

پورتنیو واقعیتونو ته په کتو سره افغانان پوهیږي چې په افغانستان کې د داعش پروژه نه افغاني اساس لري، نه د افغانانو په ابتكار جوړه شوې ، نه افغانانو ته له جګړو پرته کومه برنامه لري .

کوم صاف زړي او ساده کسان چې د خلافت اسلامي له ښکلي نوم نه په تأثر سره د ختیځ په سرحدي سیمو کې داعش ته مائل شوی ول د دوی دکړنو په لیدو سره تري متنفر شول.

د هغوی له جملې نه استاد مسلم دوست د داعش د لومړني مؤید او حامي په حیث رسمي برائت تري اعلان کړ او د قاري یاسر په شمول يې ځیني نور وسله وال دولت ته تسلیم شول .

امریکایان چې غواړي د خپلو منطقوي مرستیالانو په وسیله د دغه ډول غیر قابل التطبیق پروژو له لارې په افغانستان کې خپل اشغال ته د دوام مجوز پیداکړي له ملګروملتونو رانیولې تر نورو بین المللي محافلو پوري په افغانستان کې د داعش د مزعوم نفوذ خبره ډیره په شد او مد مطرح کوي خو په افغانستان کې د داعش د نفوذ حقیقت هغه دی چې په پورتني بحث کې تشریح شو.

که څه هم چې امریکايي چارواکي به د خپل تبلیغاتي ماشین په زور نور هم په افغانستان کې د داعش د غیر قابل التطبیق پروژې د عملي کولو او نفوذ لپاره تبلیغاتي هنګامه پرمخ بوزي ، خو دافغانستان د عیني واقعیتونو له مخې دلته د هغې پلي کول ناشونی ګڼل کیږي.

۲۰۱۲/۱۱/۵

avatar
6 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جاوید احمد
میلمه

په قلم دې د برکتونو باران په شیبو شیبو ووریږه چې د داعش له مخې دې تور نقاب په ډیر ښه توګه پورته کړی دی، او هرڅه دي پرته له جذباتو په یوه مسلکي تحلیل سره تشریح کړي دي د دا ډول لیکنو فقر محسوس دی باید لیکوال ورته توجه ولري

غوربندی
میلمه
غوربندی

ديره شه أو پخه ليکنه ده

د داعش د تبلیغاتی نفوذ سخه طالبان باید ديره گته اوچته کري،

عربي هيوادونه، د آسیای میانه هيوادونه، چین او روسیه باید پخپل اعتماد کی واخلي، او هم نهال د پاکستان په وراندي چی د داعش پروژي د تطبیق ماموریت په غاره لري شکاره ایستادگی وکري.

داعش چی جغرافیایی حدود نه پيژني د آمریکايانو لپاره په سیمه کی د پاته کيدو بهانه پلاس ورکوي،

سلمان
میلمه
سلمان

ثاقب صاحب پدې کې شک نشته چې داعش په افغانستان د نفوذ ډیر چانس نلري، خو تاسو هم باید خپله دا نظریه تصحیح کړئ چې که چیرې پخوا په هیواد کې القاعده نه وه او یا او اوس داعش نه وي نو امریکایانو ته به د حملې کولو بهانه نه وه، او حمله به یې نه وه کړې او یا به اوس ووځي، که چیرې طالبان ځان ته واقعي مسلمانان وايي او واقعا غواړي چې په تمامه معنی یو سوچه اسلامي نظام راولي نو امریکایان او د نړۍ تول کافران به په هره وسیله چې کولای شي ددوی مخالفت به… نور لوستل »

khalid
میلمه
khalid

محترم سلمان صاحب مننه له تبصری نه مو ستاسو بعضی خبری پرځای دی خو تا به زما په خیال د القاعده ډلی د یوی څانګی جبهه النصره د مشر ابو محمد الجولانی خبری له الجزیره تلویزیون سره نه وی اوریدلی چی په بل چا بیا داسی نیوکی کوی دالجزیره تلویزیون خبریال یو څو وخته مخکی له ابو محمد الجولانی نه پوښتنه وکړه چی مونږ خبر شوی وی یا داسی رپوټونه دی چی د خراسان دجبهی په نوم یوه ‌ډله چی منظور یی دافغانستان له خلکو نه و دلته په سوریه کی په مستقل شکل فعالیت کوی او یا افراد لری… نور لوستل »

محمد احمد
ایډیټر

مننه محترم سلمان صاحب !
نظرمو د قدر وړ دی خو فکرکوم په لیکنه مو سر نه دی خلاص شوی ، کنه په لیکنه کې خو نه ستاسي په اند القاعده کوبیدلې او نه هم د مخلصو مجاهدینو زړه داغل شوی ، بلکې د مقالې ټول تر کیز په دې شوی چې امریکایان غواړي د داعش پروژې ته د نفوذ له لارې په افغانستان کې ځانته د اشغال د دوام بهانه پیدا کړي.

غوربندی
میلمه
غوربندی

سلمان صیب تاسو ته سلامونه او احترام زه غواړم په بل عبارت تاسو ته د امریکا د بهانو موضوع روښانه کړم. امریکایانو د ټولې نړی په ملتیا زمونږ په هیواد یرغل راوړی خو د افغانستان په جغرافیایي حدودو کې منحصر افغاني مقاومت نن سبا امریکایان د طالبانو په وړاندې یوازې پرې ایښې دي، امریکا نور نشي کولای چین، روسیه، اروپا او نور د خره زامن په طالبانو وویروي او خپل ملاتړ ته یی اړ باسي، نو پس غواړي د داعش په نوم تبلیغات وکړي تر څو روسیه او چین او د سیمی هیوادونه د امریکایانو حضور زمونږ د تمی خلاف… نور لوستل »

ابو آسيه توحيد يار حنفي
میلمه
ابو آسيه توحيد يار حنفي

محترم وروره ډېره ښکلې ليکنه د کړې ، اللّٰه ج د وکړي چې د نړۍ ټول مسلمانان په يوې اسلامپالې ډلې پورې وتړل شي ، ترڅو کفر او کفار له مينځه يوسي
جزاکم اللّٰه خيراً کثيرا