د انساني شخصيتونو په ارزونه کې زموږ تېروتنه…!

personality12موږ د انسان د شخصيت او دهغه د برياليتوبونو او لاسته راوړنو د ارزولو پر مهال د هغه مادي امکانات په پام کې نيسو. تل دا ګورو چې آيا دی لوکس،موټر،لوکس کور، ډيکور شوی دفتر، پراخ کاروبار او اړیکې، شتمن بانکي حسابونه لری کنه….!

که له دې پلوه څوک شتمن وي، موږ يې بریالی بولو. په لويديځ کې هم دغه ډول خلک ډير بريالي ګڼل کيږي، په راډيوګانو، تلویزونونو،ورځپاڼو او ويب پاڼو کې د برياليتوبونو کیسې تر سرليک لاندي له دا ډول خلکو سره مرکې کيږي، د هغوي کارنامې ستايل کيږي.

زياتره دا ډول خلک پخپلو څرګندونو کې پدې وياړي چې موږ سپما کړيده، مانا کنجوسي مو کړیده. يوه روپۍ مو هم د خدای لپاره چا ته نده ورکړي.

زموږ دا ډول پرتله ايزي آرزوني په حقيقت کې زموږ له يوې تېروتني سرچينه اخلي.

موږ د انساني شخصيتونو د برياليتوبونو او لاسته راوړنو د ارزوني پرمهال د هغه مادي اړخ په پام کې نيولی وي او مانيز اړخ چې کرکټر او ټولنيز اغيز يې لويه برخه تشکيلوي، سکوټ له ياده باسو.

وتلي آمريکايي ټولنپيژندونکي او ټولنيز ارواپوه مايکل هارټ پخپل وتلي کتاب

The 100: A Ranking of the Most Influential Persons in History

کې د برياليو شخصيتونو په لړ کې تر ټولو لومړی نوم د الله تعالی د استازي حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم ياد کړی دی.

ښاغلی هارټ سره له دې چې پخپله د لويديځ فرهنګ محصول، د يوې کاپيټاليسټي ټولنې غړی او د آيين له پلوه مسيحي دی او د خپلو دغه تمايلاتو له مخې يې کولای شوای چې پدې برخه کې لومړی د حضرت عيسی عليه السلام او يا هم کم ترکمه د مادي نړۍ د کوم شتمن نوم ياد کړي، خو هغه له حقه سترګې پټې نشوای کړلای.

د هغه پر آند رسول الله صلی الله عليه وسلم سره له دې چې له مادي پلوه د بيوزلو په کتار کې راته، خو حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د الله تعالی د رسالت ترڅنګ پخپل فردي او ټولنيز ژوند کې په بشري تاريخ کې تر ټولو بريالی شخصيت وو. د نوموړي په وينا چې که حضرت رسول الله صلی الله عليه وسلم د الله تعالی له لوري مبعوث شوی هم نه وای، خو بيا به يې هم د خپل بيساري کرکټر په برکت د نړۍ يو زيات شمير خلک تر اغيز لاندي راوستلي وای. ځکه هغه دوه داسې ځانګړتياوي لرلې چې د انساني کرکټر دوه بنسټيز توکي ګڼل کيږي، صداقت او امانت…..!

په ټولو آسماني اديانو کې د شخصيت د بریاليتوب اساسي توکی ښه کرکټر ګڼل شوی دی. حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته الله تعالی د نورو ښيګڼو سربېره يوه ښيګڼه دا هم ورکړي وه چې د تحليل بيساری ځواک يې درلود. دغه شعور يې په تمامه مانا درلود چې د انساني شخصيت د برياليتوب راز په مادياتو کې نه بلکې په معنيوياتو کې دی او دا چې انساني کرکتر جوړونه يوه مانيزه پروسه ده چې د پراخ رياضت په ترڅ کې منځته راځي. پيسې، جايدادونه او بانکي حسابونه د انسان د شخصيت او کرکټر په جوړولو کې نقش نشي لرلای. د انساني شخصيت جوړوني په پروسه کې د مادياتو نقش داسې دی لکه څوک چې يو چاک او چوله او شليدلی ديوال په ډير مهين کاګل پټ کړای شي او سربيره پرې ډير ښه رنګ وتپل شي.

دغه ديوال به په پای کې د رنګ او کاګل له الوتلو وروسته خپلې بڼې ته راګرځي او آن دا چې نسکوريدلای هم شي.

زه د آنتروپولوژي د یوه آماتور زده کونکي په بڼه پدې برخه کې ډيري تجربې لرم چې يواځې دوه يې له تاسې سره په منځ کې ږدم:

زه د مرکزي آسيا د مشترک المنافع هيوادونو او همدا راز د سارک د هيوادونو د سوداګرانو يوې غونډي ته وبلل شوم. تر هرڅه وړاندي مې د دغو سوداګرانو د ټولنې له مشر سره وليدل. هغه يو لوړ دنګ، سورسپين ښاغلی وو چې د پاکستان د ډيرو شتمنو او سترو کاروباري کورنيو سره يې تړاو درلود. ډيره ښکلي دريشي او نيکټايي يې پر تن وه، ګران بيه روليکس ساعت او نقره اي ګوتمۍ چې د آلماس غمی پکې ايښودل شوی وو، ډير ښه ورسره بريښيدل، په غاړه کې يې هم د سرو زرو زنځير اچولی وو او طلايي وړانګې يې په پرله پسې ډول زما پر سترګو لګيدلې.

کولنګ شکله بوټونه يې هم د ډان کارلوس ګران بيه توکي وو. له ما سره د روغبړ پر مهال يې د بزنس مېنانو د ځانګړي تشريفاتي آر له مخې هڅه وکړه چې خپله اغيزه راباندي وښندي. د خبرو پرمهال يې هم هڅه کوله چې د انګليسي ژبي اصطلاحات وکاروي.

له دغې ناستې وروسته يې زه له ځانه سره د غونډي سالون ته بوتلم. هلته ګڼ سوداګران ناست وو. دی د مشرتابه په ځانګړي څوکۍ کيناست.

تر دې مهاله يې زه په باوری ډول تر اغيزي لاندي راغلی وم، خو د خبرو له پيل سره نوموړي خپلي پزي ته خپله منځنۍ ګوته ننه ايستله او هلته پرته کچره يې پرې راسستوله.

د کچرې هر لوډ به یې له را ايستلو وروسته د لاس په ګوتو کې سره ومروړه او يو ګرد ګاټی به یې ترې جوړ کړی او د صالون د اوږده ميز له بيخه سره به يې د ميز شاتنۍ تختې ته سريښ کړ.

دغه ښاغلی زه اوس هم کله ناکله په تلويزون کې ګورم، خو له بده مرغه د ده د شخصيت په اړه دغه تاثر زما له ذهنه تر ننه پوري کډه ونکړه او کيدای شي تر اوږدې مودې پوري مې په ذهن کې پاتي شي.

همدا راز د ځوانانو د یوه پلاوي په ترکېي کې مې د اسلامي نړۍ له یوه ډير وتلي دانشمند، داعي، مصلح او عالم سره وکتل. تر دې وړاندي ما د نوموړي په اړه فکر کاوه چې دابه ډير لوړ دنګ، سور سپين،غوښن او هغه د چا خبره ښه سوټډ بوټډ شخصيت وي.

موږ يې د ميلمنو په خونه کې خورا به تلوسه د راتلو لاره څارله. څو شيبې وروسته يو توربخنه سپين ږيری سړی چې ډير عادي کالي يې اغوستي وو، خوني ته راننوت.

خولۍ يې شليدلي وه او د سر د ويښتانو يوه برخه يې ترې راوتلي وه. ما ګومان کاوه چې دا سړی به حتماً د دغه شخصيت خادم وي چې ښايي د چایو د پوښتلو لپاره به يې را استولی وي، ځکه هغه مهال چې موږ ورتلو نوموړی د اسلامي نړۍ له يو شمير علماوو او مفکرینو سره په ميټنګ کې ناست وو.

خو کله چې نوموړی د کوربه پر څوکۍ کيناست او له ښي اړخه يې له ملګرو سره روغبړ پيل کړ، زه پوه شوم چې دا هماغه دروند شخصيت دی چې زه يې په اړه سخت په مغالطه کې وم.

نوموړي چې کله خبری پيل کړې، نو موږ ګومان کاوه چې د علم يو سمندر په څپو راغی. د ډير لوړ انساني او اسلامي کرکټر ستره نښه يې دا وه چې تر دوه نيم سوه زيات کتابونه یې ليکلي دي چې پکې په انګليسي ژبه کې د قرآنکریم بشپړ تفسير هم شامل دی، هيڅکله یې د ما يا زه کلمه ونه کاروله بلکې د ما او زه پر مهال به يې ويل بنده يا احقر……!

خو د مصروفيت او بوختیا يې دا حال دی چې په څلرويشت ساعته کې ټول شپږ ساعته خوب کوي او له دې پرته یې يوه دقيقه هم فارغه نه وي. عجيبه خو لا دا ده چې خپل مهال ويش يې آن پر ثانيو ويشلی دی.

له نيکه مرغه څه موده وروسته ما د دغې ستري هستۍ د شاګردۍ وياړ هم ترلاسه کړ او پر اسلامي سياست او اقتصاد مې يې په ګڼو لکچرونو کې ګډون وکړ.

له بده مرغه له خپل فرهنګ (چې اسلام یې بنسټيزه خښته ده) نه ناخبري او د دغه فرهنګ د نابي بڼې په خپراوي کې زموږ د هيواد د ديني کړيو پاتې راتلل، د دې باعث شول چې زموږ ځوانان د لويديځ فرهنګ تر اغيزي لاندي راغلل او خپل ټول آندونه يې له لويديځو آرونو سره سم عيار کړل.

موږ وينو چې څومره تکړه او زده کړي ځوانان لرو. خو د دغو ځوانانو ټوله زده کړه د هغوي په مسلک کې خلاصه کيږي. له مسلکه دباندي د خپل شخصيت جوړولو او ودي په اړه یې نه پخپله فکر کړی، نه په دولتي نصابي چوکاټ کې داسې څه شته له ځوان سره د هغه د مانيز کرکټر په وده کې مرسته وکړي او نه هم له بده مرغه زموږ ديني پوهانو په سم ډول دغه آرونه د ځوان کول تر غوږو رسولي دي.

موږ يو څوک له مسلکي زده کړو نشو راګرځولای او نه یې هم راګرځوو، خو د زلمو د کرکټر جوړولو په برخه کې هغوي کار ته رابولو. پدې برخه کې له نيکه مرغه موږ د اسلام په څير متمدن،مهذب او ټولنيز دين لرو او له بله پلوه د رسول الله صلی الله عليه وسلم، د هغه د صحابه کرامو، تابعينو،تبع تابعينو او نورو وتلو مسلمانو څټو په بڼه آيډيالونه لرو.

د دې پر ځای چې ځانونه دلته هلته سړي کړو، راځئ چې د خپلې کرکټر جوړوني په برخه کې دين ته مراجعه وکړو. ځکه له آيډیولوژۍ پرته زموږ ژوند بيکاره دی او موږ ته د ژوند موخه نه راپاتي کيږي، پداسې حال کې آيډیولوژیک آرونه زموږ د شخصيت له جوړولو او ودي سره مرسته کوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د