شعـــــرونه

یوه خور،و رب ته ژاړی

 محمدخان محب

نيمه خوا يم نيمه خوا مي ژوند ماتيږي
دلته اوسم په هر سا مي ژوند ما تېږي

دلته خلګ دغـفلت ځانګوکي ځانګي
خوار اولس يم په هرخوا مي ژوند ماتیږي

بيا په دې کلي کي ږغ دمرګی خپور دی
د ګلاب او د بورا مي ژوند ما تېږي

يوه خور، ورب ته ژاړي داسي وايي
لويه خدايه دلالا مي ژوند ما تیږي

د رقيب ظالم له شره امان نسته
هرماښام او هرسبا مي ژوند ماتیږي

چـي يي سترګي څڅوي اوښکي محبه !
د مظلوم په دې ژړا مي ژوندما تیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x