سهیل شاهین، په قطر کې د طالبانو د دفتر مخته

پنټاګون: طالبانو ته د سولې پروسې «مهم لوري» په سترګه ګورو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۴ ل): د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې دوی پس له دې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د ترهګرۍ ضد عملیات نه ترسره کوي ځکه دوی طالبانو ته د افغانستان په سولې او ثبات کې د یو مهم برخوال په سترګه ګوري.

وړمه ورځ د پنټاګون د بحري قواوو ویاند جګړن «جیف ډاویس» په واشنګټن کې یو خبري کنفرانس ته وویل:

«هغه کار چې مونږ یې نه شو کولی، د طالبانو پر وړاندې د ترهګري ضد عملیات دي».

نوموړي زیاته کړه:

«حقیقت دا دی چې زمونږ په باور طالبان د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې یو مهم لوری دی. مونږ په فعالانه ډول طالبان نه شو په نښه کولی».

خو نوموړي په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د داعش شتون رد کړ، ټینګار یې وکړ چې امریکا به د داعش ترهګرې ډلې د ځپلو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

جګړن ډاویس وویل چې په پاکستان او افغانستان کې یو شمېر «انفرادي لېوان» د خپل ځان د مطرح کولو په موخه د داعش ډلې نوم استعمالوي خو، په وینا یې، دغه ډله په سیمه کې د ګوند یا تنظیم په بڼه شتون نه لري.

نوموړي له مرکزي داعش سره د افغاني او پاکستاني داعشیانو اړیکه رد کړه او زیاته یې کړه چې په عراق او سوریه کې داعش د قوماندې او کنټرول «ډیر ښه» نظام لري خو هغه کسان چې په افغانستان او پاکستان کې د داعش د استازیتوب ادعا کوي له مرکزي داعش سره د قوماندې یا کنټرول له پلوه هیڅ اړیکه نه لري.

جګړن ډاویس زیاته کړه چې امریکا په افغانستان کې خپل جګړییز ماموریت تېر کال پای ته ورساوه او په دې هیواد کې يې اوسنی شتون د دې لپاره دی چې افغان ځواکونو ته مرستې او سپارښتنې وکړي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

ماشومان که درواغ وایی ، د هماغه دروغو سره خلکو ته ښه په دی ښکاری چه نه پوهیږی خلک یی هره خبره ټوقه ګڼی مګر دا چه ځانته لویان وایی او ښکرور دروغ وایی دا نو ډیره بی ننګی او بی غیرتی ده ، او د خلکو د تیرویستنی د پاره ورته اړه وی او د خلکو تیرویستنه د بی ننګو او غیرتو خلکو کار دی د هغو کار دی چه په نظامی کړنو کی یی میدان بایللی وی . که طالبان د دی وړ دی چه د جنګ په ځای خبری ورسره وشی طبیعی ده چه دوی به له… نور لوستل »

فدامحمد نومير
میلمه
فدامحمد نومير

کاشکي ورستۍ خبره ( عقل ) اول وای.اوس هم خير دی .که چيري رښتيا ، صداقت او اخلاص پکښي وي. داچي پنتاگون يعني د امريکي د جنگ وزارت دا ومنل چي دافغانستان د لاسپوڅي او گوډاگي تش په نوم حکومت مسلحه او غيري مسلحه مخالفين. په افغانستان کي د صلحي د جريان او پروسې مهم لورۍ دی ، داډيره غټه او تاريخي خبره ده. او هغو ته دي ددې خبر مبارکي وي چي په دې زيات او کم څورلس کلونو کي ددوه څلويښت اشغالي لويو او وړو هيوادونو فوځي قوتونو ته سر ټيت نکړ او په ډيره هسکه او دنگه… نور لوستل »

ا ف
میلمه
ا ف

طالبان له اوله دامریکا خلگ و او دی په دی کی هیس شک نشته

ف-ا
میلمه

سلامونه بیانزی استاده. خبری ته بل رنگ مه ورکوه، هر د عقل خاوند د شروع نه پدی ډرامی پو هیده. د ۲۰۰۱ یو کال نه و رسته طالب د صحنی ایستل او بیا ځواکمنول او بیا د منځنی اسیا پر پولو په چورلکو کی کښته کول ، ټول ستاسی د ستر بادار پروژه ده چه ستاسی دویم بادار یعنی پنجاب یی ورته پلی کوی اوس که ته و رته زر څلی هم د مذهب رنګ ورکوی، ورکوه خو ولی خلک اوس ټول ستاسو د دی مذهبی تجارت په اصلیت پوه شویدی. دا لومړی څل ندی ، څو ځلی مخکی هم… نور لوستل »

mohammad sediq
میلمه

خدای درحم وکری زه فکر کوم جی له حکمتیار څخه پرته بل دشن امریکا نلری