پنټاګون: طالبانو ته د سولې پروسې «مهم لوري» په سترګه ګورو

نن ټکی اسيا (جمعه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۴ ل): د امریکا دفاع وزارت ویلي دي چې دوی پس له دې په افغانستان کې د طالبانو پر وړاندې د ترهګرۍ ضد عملیات نه ترسره کوي ځکه دوی طالبانو ته د افغانستان په سولې او ثبات کې د یو مهم برخوال په سترګه ګوري.

وړمه ورځ د پنټاګون د بحري قواوو ویاند جګړن «جیف ډاویس» په واشنګټن کې یو خبري کنفرانس ته وویل:

«هغه کار چې مونږ یې نه شو کولی، د طالبانو پر وړاندې د ترهګري ضد عملیات دي».

نوموړي زیاته کړه:

«حقیقت دا دی چې زمونږ په باور طالبان د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې یو مهم لوری دی. مونږ په فعالانه ډول طالبان نه شو په نښه کولی».

خو نوموړي په داسې حال کې چې په افغانستان کې یې د داعش شتون رد کړ، ټینګار یې وکړ چې امریکا به د داعش ترهګرې ډلې د ځپلو لپاره هڅو ته دوام ورکوي.

جګړن ډاویس وویل چې په پاکستان او افغانستان کې یو شمېر «انفرادي لېوان» د خپل ځان د مطرح کولو په موخه د داعش ډلې نوم استعمالوي خو، په وینا یې، دغه ډله په سیمه کې د ګوند یا تنظیم په بڼه شتون نه لري.

نوموړي له مرکزي داعش سره د افغاني او پاکستاني داعشیانو اړیکه رد کړه او زیاته یې کړه چې په عراق او سوریه کې داعش د قوماندې او کنټرول «ډیر ښه» نظام لري خو هغه کسان چې په افغانستان او پاکستان کې د داعش د استازیتوب ادعا کوي له مرکزي داعش سره د قوماندې یا کنټرول له پلوه هیڅ اړیکه نه لري.

جګړن ډاویس زیاته کړه چې امریکا په افغانستان کې خپل جګړییز ماموریت تېر کال پای ته ورساوه او په دې هیواد کې يې اوسنی شتون د دې لپاره دی چې افغان ځواکونو ته مرستې او سپارښتنې وکړي.

تبصرې (5)

  • ماشومان که درواغ وایی ، د هماغه دروغو سره خلکو ته ښه په دی ښکاری چه نه پوهیږی خلک یی هره خبره ټوقه ګڼی مګر دا چه ځانته لویان وایی او ښکرور دروغ وایی دا نو ډیره بی ننګی او بی غیرتی ده ، او د خلکو د تیرویستنی د پاره ورته اړه وی او د خلکو تیرویستنه د بی ننګو او غیرتو خلکو کار دی د هغو کار دی چه په نظامی کړنو کی یی میدان بایللی وی .
    که طالبان د دی وړ دی چه د جنګ په ځای خبری ورسره وشی طبیعی ده چه دوی به له اوله ښه خلک وو دا چه تاسی ورسره جنګ کولو دا معنی چه تاسی بد خلک ویۍ ، او که دا خبره د دی له امله کوی چه د هغو په مقابل کی مو پوره بایلنه کړی نو چه زور مو نه رسیږی د څه چنګ به ورسره وکړی وایی ( ګیدړ چه له ونی لنډی دی باغ کی ګرځیدلو انګور یی نه شو کول بهانه یی دا وه چه انګور تروه دی ) دا چه دوی وایی دوی به نور د طالبانو سره جنګ ونه کړی او یواځی به د افغانی عسکرو روزنه کوی ، لمړی دغه عسکری روزنه د چا په مقابل او د چا د وژلو د پاره ده او دوهم قندوز کی د دوی نظامی روژنه او که نظامی کړنی وی چه د بین المللی قوانینو خلاف روغتون یی په شهاددت ورسولو او هر ه اونی لس او شل په لیارو کوڅو کی وژل کیږی .
    دا د دوی د اخری شرمیدلو ماتو اعتراف او اقرار دی د جنګ نه شو کولو د باره د دی په ځای چه ووایی طالبان پیاوړی او لاس بری دی وایی طالبانو سره مونږ د جنګ په ځای خبری کوو یا روغه جوړه کوو او په څنګ ورسره د طالبانو په بیه اخستلو د پاره ډالری ګرځوی آو د داعشی په مقابل کی به جنګیږو ، دای هم څو مخی دی داعشیان خو د دوی نوی حزبی اربکان دی ، دا چه د داعشیانو زور هم اوبه شو اوس نو هغوی هم له ځانه کوری کوی ، لندا دا چه انګریزان او یهودان هغه بیغیرته او بی ننګه ګیدران دی چه څه وایی هغه نه کوی او چه څه کوی هغه نه وایی ، زه وایم که دوی کی غیرت وی دغه خپله ناکامی به یی هم په خپله په ډاګه اعلان کړی وی مخکی له دی چه نړیوال ورته د دوی شرمیدلی ماتی د اسنادو سره مخی ته کیږدی چه بیا ددوی د منډی وخت پاتی نه وی

  • کاشکي ورستۍ خبره ( عقل ) اول وای.اوس هم خير دی .که چيري رښتيا ، صداقت او اخلاص پکښي وي. داچي پنتاگون يعني د امريکي د جنگ وزارت دا ومنل چي دافغانستان د لاسپوڅي او گوډاگي تش په نوم حکومت مسلحه او غيري مسلحه مخالفين. په افغانستان کي د صلحي د جريان او پروسې مهم لورۍ دی ، داډيره غټه او تاريخي خبره ده. او هغو ته دي ددې خبر مبارکي وي چي په دې زيات او کم څورلس کلونو کي ددوه څلويښت اشغالي لويو او وړو هيوادونو فوځي قوتونو ته سر ټيت نکړ او په ډيره هسکه او دنگه غاړه يې خپلي دحق داعې ته دوام ورکړ. که چيري په رښتيا او خلوص نيت سره پنتاگون داخبره کوي او په خپل دغه ويلو کي خپل اولس او نړيوالو ته صادق او رښتوني وي ، نو لازمي او ضروري ده چي په مطلوم افغانستان کي د نورو وينو بهيدلو څخه ډه ډه وکړي ، د ځوريدلو او کړيدلو افغانانو په تيرو پرهارونو باندي پتۍ ولگوي او هغوی چي دوی يې په دې بلا باندي اخته کړي دي شا ور وگرځوي.ځکه چي هغوی په افغانستان کي پنتاگون تنها او تنها دډالرو دباران په خاطر غواړي. او نن او سبا داد ډالرو باران ورباندي ودريږي . نو لکه توري توتکۍ خولې به يې اسمان ته د روبل باران نيولي وي.ځگه نو د پنتاگون پاليسي حوړونکو ته پکار ده. څومره چي ژر کيداي سي ځان او نور د عنکبوت له دې ځالي څخه خلاص کړي. خپلي اقتصادي او اجتماعي پراختيااو ودي ته پاملرنه او توجه وکړي.هغه په دې چي اقتصادي سيلان يې ورځ تر بلي ددوئ څخه مخ په وړاندي روان دي او دوئ د هغو په پورونو باندي د نړۍ په ليري ليري گوټونو کي جنگونه ور باندي تمويلوي او يا د يوو څو بدمعاشانو جيبونه ډکوي.چي په اصل کي دادنادانانو او ليونو لوبي ته ورته ده.ښه به وي چي د بنتاگون نور هم په سد راسي.او درک سوي حقايق نور هم بيان کړي او ژر تر ژره ور باندي عمل وکړي او په افغانستان. کي د صلحي راوستلو اصلي او مهم لوبغاړۍ و پيژني او بيا ورته مراجعه وکړي. چي انشاالله ورحمن دا به کيږي او کيدونکې ده .او څوک چي پکي شک او ترديد کوي .هغه د لمر د وړانگو او پلوشو څخه سترگي پتوي .چي ړانده هم دا کار نکوي. ځکه چي ړانده د لمر تودخه هم احساس کوي ، که څه رڼا او پلوشې په سترگو نه ويني. انشاالله نصرت قريب دی.

  • سلامونه بیانزی استاده. خبری ته بل رنگ مه ورکوه، هر د عقل خاوند د شروع نه پدی ډرامی پو هیده. د ۲۰۰۱ یو کال نه و رسته طالب د صحنی ایستل او بیا ځواکمنول او بیا د منځنی اسیا پر پولو په چورلکو کی کښته کول ، ټول ستاسی د ستر بادار پروژه ده چه ستاسی دویم بادار یعنی پنجاب یی ورته پلی کوی اوس که ته و رته زر څلی هم د مذهب رنګ ورکوی، ورکوه خو ولی خلک اوس ټول ستاسو د دی مذهبی تجارت په اصلیت پوه شویدی. دا لومړی څل ندی ، څو ځلی مخکی هم ستر بادار د طالب جان سره د خپل مینی اظهار کړی و. او دی نژدی ورځو کی خو مشرف لالا مو یو ځل بیا په ډاګه ستاسو اصلیت میډیا په وړاندی رسوا کړ. اوس نو چه ته د پنجاب غلامی ته مسلمانی وایی نو ستا خپل خوښه ده. خو ماته تل ستاسو په شان خلکو په مورد یو سوال وی هغه دا چه : که تاسی په اند په رښتیا هم د افغانستان و رانول ثواب دی ، نو دی د ثواب کار لره ولی خپله نه راځی ؟ ولی یواځی د بل زامن جګړی ته لیږی؟ هیله ده چه د صوال جواب راکړی