نظــر

حکومت او رسنیو د رخشانې له قضيې تبليغاتي ګټه پورته کړه

لیکوال: رحمت الله نیازی-

شاو خوا يوه اونۍ مخکې د غور ولایت په پیروز کوه سیمه کې یوه ښځه د ځايي خلګو او ديني ملایانو له لوري سنګسار شوه.

د پيښې یوه اونۍ روسته  ازادۍ اروپا راډيو ته یوه وړه، دیرش ثانيي ویډیو په لاس ورغله.

په ويډيو کې لیدل کيږي چې يوه ښځه په یوه داسي څاه کې ولاړه ده چې ژوروالی يې تقریبا د هغې د قد غوندي وو. ويډيو ښيي چې خلګ ښځه په کاڼو ولي، هغه چیغې وهي او د خلاصون غوښتنه کوي.

آزادۍ راډيو د بیان له آزادۍ نه په غلطي استفادې سره د راپور سرلیک داسي کیښود: ” طالب وسله ‎والو په افغانستان کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ سنګسار کړه ” او دا پیښه يې په طالبانو پوري وتپله؛ په داسي حال کې چې د  حکومت (غور) چارواکو د تل په څیر پیښه پر طالبانو تپلې وه .

رسنۍ چې ځان بې طرفه ښيي باید چې د حکومتي چارواکو خبرې په یوه طرفه ډول نشر نه کړي، آزادۍ راډيو ته په کار وه چې سمدستي يې باید له طالب ویاندویانو نه د پيښي جزیات غوښتې وای؛ د راپور سرلیک يې باید یو طرفه نه وای لیکلی؛ د رخشانې له قضيي يې باید تبليغاتي ګټه نه وای پورته کړې او د پيښې رښتيني جزیات يې وړاندي کړي وای.

آزادۍ اروپا راډيو د یادي ويډيو له نشرولو پس خورا شهرت پیدا کړ او د نړیوالو سرچینو د خبرونو سرټکې وګرځیده.

که څه هم چې په یاده ويډيو کې د پیښي په اړه جزیات نشته او يواځي د سنګسار سحنه ښيي بس؛ خو رسنیو د هغې په اړه ضدو نقیض راپورونه نشر کړل. آزادۍ راډيو دا ښځه په لمړیو راپورونو کې په ۱۷ کلني نجلۍ راپيژني او وايي چې نجلۍ له ۲۳ کلن ځوان محمد ګل سره د واده کولو په نیت له کوره وتلې وه چې روسته طالبانو ته په لاس ورغلې او سنګسار کړې يې ده؛ خو وروستي راپورونه يې بیا وايي چې نجلۍ ۱۹ کلنه وه.

نورو کورنیو او نړیوالو رسنیو هم د رخشانې په اړه د ځايي چارواکو له قوله ضدو نقیض راپورونه نشر کړې؛ د نمونې په ډول د بي بي سي پښتو څانګې د غور د والۍ د ویاند عبد الحی خطیبي له قوله ليکي، چې نجلۍ او هلک دواړه مجردان ول.

په همدې راپور کې د غور ولایت د والۍ سيما جوينده له قوله لیکل شوي، چې رخشانه مړوښه وه او د هغې کورنۍ د دې د خوښې په خلاف بل سړي ته ودوله.

همداراز د امریکا غږ اشنا راډيو پښتو څانګې د رخشانې په اړه یو راپور خپور کړی، چې رخشانه دوه ځلي په نکاح شوي او دوه ځلي تښتېدلې ده.

امریکا غږ د سيما جوينده له قوله ليکي، چې دا نجلۍ په وړوکوالي کې د یو هلک په نوم وه خو کله چې ځوانه شوه نو د خپلې خوښې له ملګري سره هرات ته وتښتیده.

امريکا غږ د ميرمن جوينده له قوله زياتوي چې روسته یاده نجلۍ د خلګو په منځګړيتوب بیرته کورته ستنه شوه.

د سيمي مخورو مشرانو او کورنۍ يې پرېکړه وکړه چې رخشانه د دوو ښځو خاوند ۵۲ کلن سپينږيري ته په نکاح کړي.

میرمن جوينده امریکا غږ ته زياتوي: “رخشانې د نکاح پر وخت بيا بيا ځلی غږ کړې چې نکاح ته راضي نه ده خو چا يی خبره نه وه اوريدلې.”
امریکا غږ د میرمن جوينده له قوله

لیکلي چې له واده یوه ورځ روسته رخشانه یو ځل بیا د خپلې خوښې له ځوان سره وتښتیده او په غلیمن سیمه کې ونیول شوه، چې روسته سنګسار شوه.

د رخشانې له قیضیي نه دولتي چارواکو او رسنیو د طالب پر ضد تبليغاتي ګټه پوره کړه.

ځینیو رسنیو د بیان د آزادۍ د اوصولو په ټکر کې یو طرفه قضاوتونه وکړل او آن د رخشانې د سنګسار راپورونه يې د یو لوري په ادعاوو سره تر دا ډول عنوانونو لاندي نشر کړل چې طالبانو په غور کې یوه نجلۍ سنګسار کړې… په داسي حال کې چې تر اوسه نه حکومتي چارواکو او نه رسنیو کوم داسي ثبوت وړاندي کړی چې رخشانه دي طالبانو سنګسار کړې وي.

بلکي طالبانو پر خپلې فیسبوک پاڼې “الاماره ” باندي یو وضاحت لیک نشر کړ او ويې ویل چې د رخشانې سنګسار تر دوی پوري اړه نه لري، رخشانه د ځايي خلګو او ملایانو په حکم سنګسار شوې او طالبان پرې خبر شوي هم نه دي.

د رخشانې د سنګسار په اړه کورني او نړیوال غبرګونونه

د رخشانې سنګسار او سحرایي محاکمه ارګ، ولسي جرګې، مدني ټولنو، د بشر حقوقو نړیوالو او کورنیو ټولنو آن په کابل کې د امريکې سپارت هم په کلکو ټکو وغندله او عاملينو ته يې د مجازاتو غوښتنه وکړه، چې تاسو به دا راپورونه له رسنیو نه اوريدلي او کتلي وي.

د رخشانې د صحرايي محاکمې په اړه نړیوال او کورني غبرګونونه په داسي حال کې راڅرګنديږي چې د کابل حکومت لوړپوړي غړي د طالبانو په نوم په صحرايي محاکمو کې بې ګناه خلګ وژني؛ د رمې شپونکی د طالب په تور د ملي اردو د ځواکونو له لوري په دوه سوه مرمیو ویشتل کيږي؛ د طالب په تور دوه کسه څو مياشتي مخکي د جنرال رازق د اوباشانو له لوري د کندهار په بولدک ولسوالۍ کې ژوندي په اور وسوځول شول؛ په فاریاب کې د ولسمشر د لمړي مرستیال جنرال دوستم اوباشانو د فاریاب ولایت لسګونه پښتانه وګړي په صحرايي محاکمو کې د طالب په تور ووژل، د خلګو کورونه يې لوټ کړل او…. چې نه د افغانستان دننه چا غبرګون وښود، نه د بشر حقوقو نړیوالو ټولنو.

که یوار صحرايي محاکمې د قوانينو خلاف او جرم وي، بیا نو د شپونکي د وژلو  او د رخشانې د سنګسار تر منځ کوم توپير شتون لري؟! چې د رخشانې د سنګسار عمل جرم بلل کيږي او ډول_ډول غبرګونونه پرې څرګندي او د شپونکي د وژلو په اړه هيچا هم غبرګون ونه ښود؟! ولي د رازق د اوباشانو له لوري په صحرايي محاکمو کې د خلګو سوځول ونه غندل شول؟! ولي د سرمست دوستم د اوباشانو هغه ناوړه جنایتونه او صحرايي محاکمې چې په فاریاب کې يې پر پښتون ټبرو خلګو ترسره کړې نه غندل کيږي؟!  او ولي ….؟!؟!!!

د دې پوښتنو ځواب شاید دا وي چې د نورو صحرايي محاکمو او د رخشانې د محاکمې تر منځ فرق شته، هغه دا چې د رخشانې موضوع په طالبانو تپل شوې، په اړه يې ځکه بیلابیل کورني غبرګونونه راپارول کیږي، چې بلواکه رسنۍ، تش په نوم مدني ټولنې، تش په نوم د حقوق بشر ټولنې او حکومتي چارواکي د طالبانو پر ضد د تبلیغاتو ګټه ترې اخيستلای شي بس.

د رخشانې د پيښي رښتيني حقایق

له سيمي نه سرچینې او ځايي خلګ وایي، چې رخشانه نجلۍ بلکي ۲۶ کلنه مړوښه ښځه وه او د زنا تر څنګ د خپل میړه قاتله هم وه.
ځايي سرچینې زياتوي چې رخشانه د غور ولا یت د فیروز کوه اوسيدونکې وه، چې د سیمي له یو ځوان (محمد ګل) سره يې نامشروع اړيکې درلودې .

سرچینه وای رخشانې د محمد ګل په مرسته خپل میړه وژلی او له هغه سره تښتېدلې ده، چې روستو له څلورو ورځو محمد ګل ترې تښتیدلی  دی او رخشانه يې یواځې پرې يښې ده.

ښځه کلي ته راغلې او د کلي مشرانو د ځايي ملایانو په حکم سنګسار کړې ده.

ولي خلګ دوسيې حکومتي ادارو ته نه وړاندي کوي؟!

دا چې ولي خلګ خپلې دوسيې او دعوې په تیره بیا هغه دعوې چې د ښځینوو مربوط وي، د حکومت قضايي محکمو ته نه وړاندي کوي، چې په خپل سر پرې سحرایي محاکمې کوي؟!

نو لوی او عمده لامل یې د شنونکو په باور دا ښودل کیږي، چې د حکومت په قضایي محاکمو او څارنوالیو کې د ادارې فساد کچه خورا لوړه ده او په هره محکمه او څارنوالۍ  فساد شتون لري او رشوتونه اخیستل کیږي.

آن شنونکي وايي چې که د محکمې له لوري د کوم چا دوسيه پاکه کړای شي بیا هم خلګ مجبور دي چې د دوسيې د خلاصون لپاره څارنوالانو او قاضیانو ته لکونه افغانۍ رشوت ورکړي.

د شنونکو په باور په تیره بیا د ښځینه زندانیانو په اړه ډيرې ستونځې شته، یوه يې د څارنوالیانو، ساتونکو او قاضیانو له لوري پر هغوی جنسي تیري دي؛ چې وخت ناوخته يې له رسنیو راپورونه نشر شوي دي.

همدا عمده لاملونه دي چې یا خو خلګ خپلې دوسيې او دعوې په طالبانو حل کوي او يايې د ځايي مشرانو په جرګو_مرکو حل کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x