د امنیتي تړون د لاسلیک شېبې

زموږ دښمنان سوله نه، بلکي جګړه او که جګړه بایلی د هغه تجزیه غواړي

عبدالمالک همت –

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

هر هيواد کورني او بهرني دښمنان لري. هيڅ هيواد بې له دغو دوو دښمنانو نه دی، خو دا چي د ځينو هيوادونو دښمنان لږ وي، د ځينو دا ډېر او د ځينو دا لږ خطرناک وي، د ځينو دا ډېر، وي به.

زموږ د ګران او يوموټي هيواد افغانستان د خپلواکۍ، ملي واکمنۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، ملي او ځمکني وحدت، سالمیت، په دې هيواد کي د سوله ييز ژوند او د هغه د سوکالۍ، سمسورتیا او پرمختګ کورني دښمنان دغه لاندي توکي دي:

ـــ د هيواد په شمال کی زموږ د وروڼو قومونو په سر کي په لطایف الحيل درول سوي او د هغو د مشرانو په توګه رامنځ ته سوي، د اغيارو د جاسوسۍ شبکو له خوا کاذب شهرت او بې له استحقاقه واک ته رسول سوی عناصر، کوم چي موخه يې زموږ د هيواد او هيوادوالو په خواري او بدمرغي کي، خپله نېکمرغي لټول او که وکولای سي زموږ د واحد او نه بېلېدونکي هيواد وېشل دي. له دغو عناصرو څخه جوړي سوي مافیايي ډلي زموږ د هيواد د ملي وحدت او يوموټيتوب اصلي او خطرناک کورني دښمنان دي.

ـــ د کابل د ادارې زیات شمېر هغه لوړ رتبه منسوبين چي د بهرنيو هيوادونو د جاسوسۍ شبکو په تاییدي مکتوبونو او سپارښتونو لوړي چوکۍ او ستر ستر امتيازونه ورکول سوي او د اسلامي حاکميت په اورشو کي د سر او مال تاوان ويني.

ـــ د پرچم ګوند د کارمل د فرکسيون غړي. چي اوس يې زیاتو کسانو د شمال د مشرانو له تخرګونو څخه سرونه را ايستلي دي.

ـــ د خلق ګوند هغه غړي چي د اسلامي حاکميت په شتون کي ځانونه مصئون نه ګڼي.

ـــ هغه سيکولر، آزاد خیاله او مادي او بې موخي او بې شعوره او د ديني تکالیفو د تر سره کولو سره بې علاقې عناصر چي د اسلامي حاکميت په شتون کي آزاد ژوند او ګوزاره نه سي کولای.

زموږ د هيواد بهرني دښمنان، چي عملاً زموږ د خواږه هيواد په نيونه کي ښکېل دي يا په يو ډول نه يو ډول پټي او ښکاره لاسوهني پکښي کوي، د لاندي هيوادونو حاکم ځواکونه دي:

امريکا، زيات شمېر لوېديځ هيوادونه، پاکستان، ایران، هند، اسرائيل، روس او د منځنۍ آسيا ځيني هيوادونه.

د افغانستان د ویشلو د یوې طرحې نقشه

د افغانستان د ویشلو د یوې طرحې نقشه

کوم عناصر او ځواکونه چي له ښایسته ډېره مهاله د هيواد پر شمالي افغانستان او جنوبي افغانستان باندي وېشل غواړي او دا خبري يې په دې وروستيو کلونو کي د هيواد په دننه او دباندی کي د رسنيو او غونډو او نورو له لاري تودې او علني کړي دي دغه دي:

(الف) زموږ د هيواد په شمال کي زموږ د وروڼو خلکو په سر کي درول سوي او واک ته رسول سوي، د پښتون ولس او افغانيت او پښتونولۍ او دين او د اسلامي مناسکو له تر سره کولو څخه کرکه کوونکي او ورسره دښمني پالونکي ډلي ټپلي.

(ب) امريکايي اشغالګران چي همدا اوس د افغانستان د جګړې د بایللو په حال کي دي.

کله چي ښکېلاکګران د يوه هيواد پرېښوولو ته اړ سوي دي، نو داسي توطئې يې پلی کړي دي چي يو له بل سره وروڼه قومونه يې سره بې اتفاقه کړي دي، جنګ جګړو ته يې سره درولي دي او پای يې د هيواد ټوټه کولو ته اړ کړي دي. اوس هم امريکايي، روسي او نور غليمان پلان لري چي د ګران هيواد وروڼه ولسونه يو د بل غاړي ته واچوي او هيواد پر دوو برخو ووېشي او په دې توګه د افغانانو سره د دوی د سلفو (انګرېزانو) په شان دښمني وکړي.

روس، ایران، پاکستان او هند له ډېر پخوا څخه د خپلو ډول ډول ګټو او ملاحظو په پام کی نیولو سره د افغانستان د پتمنو خلکو سره ډول ډول دښمنۍ پالي. دوی خو تر هر څه دمخه خپلي ګټي په دې کي ويني چي په افغانستان کی د اوس غوندي ګډوډي وي او د دې هيواد او د دې ځای د اوسېدونکو په سوله ييز ژوند او آرامي او سوکالي کي خپلو ګتو ته ډول ډول خطرات احساسوي. دوی له دې امله دلته په رشتیانۍ او تل تله سوله او امنيت نه دي خوښ. دوی هله خپل ځانونه پر آرامه ګڼي چي موږ، زموږ په خپل هيواد کي په خپلو ځانونو اخته يو، ځکه نو دوي هم دلته تر سولي راتلو د دې هيواد په تجزیه خوښ دي. څو دلته دوه يوله بله په شخړو اخته ، کوچني او کمزوري هيوادونه رامنځ ته سي او دوی يې هم له خطره وژغورل سي او هم پکښي د لاس وهلو ډېره ښه زمينه ورته مساعده سي.

نو لکه چي وينو د افغانستان د کورنیو او بهرنیو ټولو دښمنانو ګټه یا د هيواد په ناامني کی ده يا د هیواد په وېشلو کي او دې هيواد ته د سولي په راتلو کي دوي هیڅ ډول ګټه نه ويني. په دې جګړه ځپلي هيواد کي سوله، امنيت او کراري يوازي او یوازي د دې هيواد د رشتينو څښتنانو په ګته ده، کوم چی دوی په خپلو منځو کي هیڅ ستونزه نه لري. سوونه کلونه يې د اسلام د سپېڅلي دين په رڼا کي د خوږو وروڼو په شان، يو د بل په څنګ کي ګد ژوند کړی دی او بیا هم د تل لپاره دلته په يوه، واحد، يوموټي، مسلمان، پرمختللي او ګډ هيواد کي په يوځای اوسېدلو او ژوند کولو خوښ دي.

ښه، نو د هيواد او خلکو دغه کورني او بهرني دښمنان د سولي دا تاوده او په ډېره مبالغه سره شعارونه څله ورکوي او دا د سولي لپاره رواني هلي ځلی يې د څه لپاره دي؟

جواب دادی چی دوی اصلاً واقعي او رشتیانۍ سوله نه غواړي. دوی د سولي ترعنوان لاندي له مخالفينو څخه غواړي چي وسلې وغورځوي، د بهرنيو غليمانو اشغال ته سرونه ټيټ کړي، د اشغال او اشغالګرو د لاس کښېنولي ادارې ، یعني: د خپلو او خپلو خلکو د بهرنيو او کورنيو دښمنانو اطاعت وکړي او ورتسلیم سي.  دوی د دغسي یوه حالت راوستلو او ليدلو ته خورا زیات لېوال دي. او ټولي هلي ځلي، د سولي شورا او بې خرته لګښتونه او استخباراتي فعاليتونه او نور هر څه يې د دې لپاره دي. رشتیا هم که طالبان دغسي يو حالت د دوی سره ومني دا به پر دوی باندي د اختر ورځ وي. دغه مهال به په دوی روح ننوزي او د آرام ساوي به وباسي او جشنونه به ونيسي. بیا به ګورئ چي په طلوع، یک او نورو مزدورو ټلويزيونونو کي به څه لڅ لڅ رقصونه ، سندري او مستۍ وی. د دوی به دا حال وي، خو پر ولس به د ماتم ورځ وي. او دا به په افغانستان کي د پردو یرغلګرو پر ضد د مقاومتونو په تاريخ کي يو تور باب وی. چي خدای جل جلاله دي زموږ هيواد له دغسي بدمرغۍ او تور داغه وساتي.

مرګ له تندي په مذهب زما بهتر دی
نه ژوندون د دون همتو په اوبو

البته لوی څښتن جل جلاله دغسي يو ناغوښتی او بدمرغه حالت د ګران افغانستان پر دې د اسلام او وطن لپاره تر هر څه تېرو خلکو باندي هیڅ نه راولي.

نو څنګه چي د سولي په نامه دغسي تسليمي د افغانانو او وسله والو مخالفينو لپاره ننګ او لوی خفت دی، نو مخالفين داسي سوله کله منلای سي، ځکه د داسی سولي منل اسلام، هيواد او خلکو ته خيانت دی. څنګه چي مخالفين دغسي سولي ته د نه جواب وايي، نو له دې څخه د خلکو کورني او بهرنی دښمنان بده استفاده کوی او خلکو ته داسي برېښوي چی دوی سوله غواړي، خو مخالفين يې نه مني؟؟؟ او په دې ډول د خلکو او نړۍ والو په سترګو کی خاوري اچوي او غولوي يې. او بله ګټه لا دا هم ځني اخلي چي که د مخالفينو له ليکو څخه يو څو تنه را بېل کړي او يا خو که وسي سست عنصره کسان ځني رابېل کړي او په دې توګه د مخالفينو په لیکو کي څه درز او اختلاف رامنځ ته کړي.
اوس نو دې پايلي ته رسيږو چي اشغالګر او د هغو پلویان دا هيله نه لري چي د افغانستان د خلکو مقاومت په مرګ ژوبله مات کړي، نو کوښښ کوي چي مخالفینو ته د سولي په نامه دغسي طرح واندي کړي، چي که لږ ګټه ورته وکړي دا به هم دوی ته غنيمت وي. که نه د افغانستان تجزيې ته لار اواروي. خو څنګه چي دوی پر باطلو ولاړ دي، نو دا هر څه يې باطل دي او باطل بالاخره باطليږي. پر دې باور دی، نو پر دې باندي دي حمد وي.

په دې هکله د عقل او بصيرت خاوندانو ته دغوني څرګندوني بسنه کوي(اگر درخانه کس است يک حرف بس است).

اوس نو خبره داده چی څه باید وسي او څه په کار دي؟

رشتیانۍ سوله خو واقعاً د خلکو او د خلکو د جنګیاليو په ګټه ده، خو چي په رشتیا سوله وي، یعني: په پایله کی يې اشغالګر ځواکونه له هيواده ووزي او د هغو په پلوي جګړه ماران، د افغانيت دښمنان، د افغانستان تجزيه غوښتونکي، استفاده جویان، فساد پېشه ګان او مافيايي غله او قاچاقبران او د رشتیني سولي مخالفان، د جګړې او زور زیاتي او غولوونکو کړنو او تبلیغاتو پرځای رښتیانۍ سولي ته غاړه کښېږدي.

دا کار د اشغال د سمدستي خاتمې او رشتيانۍ سولي ته د غاړي ايښوولو په اړه د هيواد د کورنيو او بهرنيو دښمنانو د مجبورولو لپاره د هيواد د ټولو وروڼو قومونو له خوا يو سرترسري او يوموټی خوځښت ته ضرورت لري، که دا کار وسي که خدای کول برياليتوب به هرو مرو د خلکو ، دغو د هيواد د رشتينو څښتنانو وي.

البته په دې اړه تکلیفونه ګالل، مقاومت او ټينګار کول او له صبر، مصابرې او مرابطې څخه کار اخيستل د لوی څښتن جل جلاله امر دی او دا يې د نصرت له عواملو څخه بللي دي، قرآن کريم فرمايي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اصْبِرُوا وَصَابِرُوا وَرَابِطُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ(200)  [آل عمران : ۳ : ۳۰۰] ژباړه: اى هغو کسانو چي الله او پيغمبر يې رشتيني بولئ او په شريعت يې عمل کوئ!

(د خپل پالونکي پر طاعت، د شریعت پر تکالیفو او د ستونزو او سختيو په مقابل کي) صبر کوئ، د باطل پالو په مقابل کي (تر دې اندازې) مېړانه (او ثابت قدمي) وښياست (چي تر تاسي بل ښه صبر کوونکی نه وي او تر دوی زیات صبر کوونکي سئ) او زما او خپل دښمن د جهاد لپاره ملا ټينګه وتړئ او له الله څخه (په ټولو احوالو کي د هغه د اوامرو په ترسره کولو او له هغو چارو څخه چي منع کړي يې دي په ډډه کولو سره) وبېرېږئ، په دې هيله چي (د الله د رضا په تر لاسه کولو سره په دنيا او آخرت کي) برى درپه برخه سي.

والسلام.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

درنو دوستانو السلام علیکم ورحمة الله. د پورتني مضمون سرلیک په لاندي ډول سم دی:

زموږ دښمنان سوله نه، بلکي جګړه او که جګړه بایلی د هیواد تجزیه غواړي