ټولنیزه برخه

موږ خو به د قاتل ملګري نه یو؟!

حامد افغان-

پوښتنه: د ثمود قوم خلکو څو کسانو د صالح علیه السلام اوښه حلاله کړه؟
ځواب: ايکي یوه کس، لکه قرانکریم وایي: فَنَادَوْا صَاحِبَهُمْ فَتَعَاطٰى فَعَقَر.َ[سُوۡرَةُ القَمَر : 29]. په پاى کي هغوى خپل سړي ته غږ وکړ او هغه دغه كار پرغاړه واخېست او اوښه یې ووژله.

پوښتنه: څو کسانو د د صالح علیه السلام د اوښې د وژلو له پاره تياري نیولې وه؟

ځواب: نه 9 کسانو، قرانکریم وایي: وَكَانَ فِى الْمَدِينَةِ تِسْعَةُ رَهْطٍ يُفْسِدُونَ فِى الْأَرْضِ وَلَا يُصْلِحُون. َ[سُوۡرَةُ النَّمل : 48]. په هغه ښار کي نهه قبايلي مشران ول چي په هيواد کي یې فساد خپراوه او كوم د اصلاح كار یې نه کاوه.

پوښتنه: نو الله هغوی ته سزا ورکړه او څوک یې د سزا مستحق او وړ وګرځول؟

ځواب: الله د ثمود ټول قوم د دې بد کار مسؤل وباله او ټول قوم ته یې سزا ورکړه، قرانکریم وایي: فَأَخَذَتْهُمُ الرَّجْفَةُ فَأَصْبَحُوا فِى دَارِهِمْ جٰثِمِين. َ[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 78]. په پاى کي يو لړزوونكي افت هغوى ونيول او پخپلو كورونو کښي پړمخي نسكور پراته پاتي شول.

پوښتنه: د صالح علیه السلام د اوښې څه کیسه وه؟

ځواب: دا کیسه د قرانکریم په یوه ایت کې داسې لنډه بیان شوې ده: او ثموديانو ته موږ د هغوی ورور صالح (علیه السلام) ولېږه. هغه وويل:

“اې زما قومه! د الله بندګي وکړئ، له هغه پرته ستاسي هیڅ بل خداى نه شته، تاسي ته ستاسي د رب روښانه دليل راغلى دى. د الله دا اوښه ستاسي لپاره د يوې نښانې په ډول ده، نو هغه پرېږدئ چي د خداى په ځمکه کښي وڅري، هغې ته په كوم ناوړه قصد لاس مه وروړئ؛ كه نه نو يو دردناك عذاب به مو ونيسي. وَإِلٰى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صٰلِحًا ۗ قَالَ يٰقَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُم مِّنْ إِلٰهٍ غَيْرُهُۥ ۖ قَدْ جَآءَتْكُم بَيِّنَةٌ مِّن رَّبِّكُمْ ۖ هٰذِهِۦ نَاقَةُ اللَّهِ لَكُمْ ءَايَةً ۖ فَذَرُوهَا تَأْكُلْ فِىٓ أَرْضِ اللَّهِ ۖ وَلَا تَمَسُّوهَا بِسُوٓءٍ فَيَأْخُذَكُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ. [سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : 73]

خلاصه او غورچاڼ دا شو چې:

قاتل

قتل ته هڅوونکی

قتل ته تياري کوونکی

په قتل خوشالیدونکی

په قتل راضي

د قتل د ظلم پرخلاف چوپتيا

دا ټول د ناروا قتل په جرم کې شریک او سره برابر دي، که الله قاتل ته کومه سزا ورکوله دوی به ورسره ملګري وي او دا ملګرتیا به یې د قیامت تر ورځې روانه وي.
په قیامت کې چې قاتل د جهنم میلمه شي دوی به یې هم د دې میلمستیا ملګري وي. العیاذ بالله تعالی.

دلته دا پوښتنه رامنځته کیږي چې: موږ خو به د کوم قاتل ملګري نه یو؟!

هر یو دا پوښتنه ځان ته راجع کړئ او ژور غور پرې وکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جاوید احمد

که له قاتل نه مو مطلب هر قاتل وي نو بیا خو یي ملګري یو ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په احد کې یو مشرک قتل کړی و.
د قتل او جنګ په اړه دغه ډول عمومي او بې تشخیصه اظهارات اکثرا د عدم تشدد والا کوي، په اسلام کې وژل او ژوند ورکول دواړه عبادت بلل شوي خو خپل خپل موارد لري

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x