افغانستان

“داخله وزارت د خپل عادت له مخې بیا دروغ وویل”

طالبان

په داسې حال کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد درې ورځې مخکې د کورنیو چارو د وزارت هغه خبر دروغ بللی چې پکې د لسګونو طالبانو د شهادت، زخمي کیدلو، او نیولو دعوه شوې وه، دغه وزارت نن یو ځل بیا ورته ادعا وکړه او په تیره یوه شپه او ورځ کې ئې د طالبانو د ۲۶ تنو شهیدانو، ۱ تن ټپي، او ۱۴ اسیرانو اعلان وکړ.

ذبیح الله مجاهد د کورنیو چارو د وزارت دا ادعا هم دروغژنه وبلله او په کلکو ټکو ئې رد کړه، او یوازې ۳ شهیدان او ۵ زخمیان ئې تایید کړل. نوموړي نن ټکی آسیا ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي:

“موږ دوارخطا دښمن پورته پوچه او له حقيقته لرې ادعا چې هره ورځ يې تکراروي ردوو ، او وايو چې په يادو سيمو کې مجاهدينو ته په هغه اندازه زیان نه ده اوښتی چې دښمن يي يادونه کړې”.

د ښاغلي مجاهد د څرګندونو له مخې، سربیره پردې چې د کابل حکومت دغه ادعا حقیقت نه لري برعکس د طالبانو له خوا په تیرو ۲۴ ساعتو کې خارجي او داخلي عسکرو ته درانه تلفات هم اوښتي دي. نوموړی زیاتوي:

“بلخوا په تيرو څلورويشتو ساعتونو کې دالفاروق عملیاتو په جريان کې د کابل ، خوست ، پکتيکا ، کندهار ، فارياب ، هرات ، نيمروز ، هلمند ، ننګرهار ، کونړ ، پروان ، غزني ، بغلان ، زابل او فراه ولايتونو په بیلابيلو سيمو کې داسلامی امارت دمجاهدینو لخوا په بهرنيو عسکرو او کورنيو اجيرانو په لسهاوو بريدونه ترسره شوي چې له امله ېې ګڼ شمير بهرني او کورني دښمنان قتل او ټپيان شوي دې او ددښمن يوشميرزغروال ټانکونه او رينجر موټرهم د انفجارونو او کمين بريدونو له امله له منځه تللي”.

تیره ورځ د بغلان ولایتي چارواکو ادعا کړې وه چې ۲۰ تنه طالبان د سولې پروسې ته تسلیم شوي دي خو ذبیح الله مجاهد دا ډول ادعاوې غولوونکې ډرامې وبللې او وئې ویل چې ددوی اړوند يو کس هم نه دی تسلیم شوی.

کتونکي په دې نظر دي چې لکه څنګه چې امریکایان او د هغوی افغاني ملاتړي د سولې د پروسې په برخه کې د طالبانو او د عادي افغانانو تفکیک نه شي کولای، همداسې ئې په وژلو، بندیانولو، تعذیبولو او ځورولو کې هم فرق نه شي کولای.

د همدې کبله د هغو راپورونو ترمینځ سخت تضاد لیدل کیږي چې امریکايي سرچینې ئې د طالب جنګیالیو د شمیرې په اړه خپروي، په ۲۰۰۴ کال کې یو امریکايي جنرال (جیمز جونز) په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د عمومۍ قومندانۍ د معلوماتو پر بنسټ ویلي وه چې د ټولو جنګیدونکو طالبانو شمیره ایله ۱۰۰۰ کسانو ته رسیږي. خو په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا استخباراتو په یو راپور کې د طالبانو شمیره ټولټال ۲۵۰۰۰ کسان اټکل کړل.

د طالبانو شمیر که هر څومره وي، خو د هغو احصائیو له مخې چې د کابل حکومت د چارواکو د څرګندونو په مټ ترتیب شوي دي، د وژل شوو، زخمي شوو، نیول شوو، او د سولې پروسې ته د تسلیم شوو طالبانو شمیره د هغې شمیرې څخه په څو چنده زیاته ده چې امریکايي او افغان حکومت ئې د طالبانو په اړه تخمین کوي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x