نظــر

ګډوله رژیم په مافوق الافتضاح حالت کې دی

زخمی افغان-

افتضاح  یا فضیحت شرم او رسوایي ته وایي، رسوایي د ملایانو په اصطلاح کُلي مشکک دی چې بیلابیل مراتب او مدارج لري،خو کله ناکله  رسوایي هغه حالت ته هم رسیږي چې نور نو ورته رسوایي ویل د رسوایي له نوم سره زیاتی بلل کیږي نو ځکه ورته مافوق الافتضاح حالت ویل کیدای شي.

د عین او غین  د ګډوله رژیم خو د بنسټ خښته د رسوایۍ له خټو جوړه او د رسوایۍ په مصاله ککړه د پستۍ په تهداب کې کیښودل شوه،په تیر څه باندې یوه کال کې رسوا رژیم د فضیحت ټول پړاوونه طی کړل، مګر وړمه ورځ ددې رژیم د رسوایۍ ګراف  هغه وخت له چتې ووت کله چې په کابل کې د یو ستر مسکوني شهرک د بنسټ ډبره د ۹۰۰ ملیونه ډالرو د غلاګن خلیل الله فیروزي په لاسونو  کیښودل شوه.

عجیب حکومت دی او عجیب یې کارونه، دغسې د رڼو سترګو چور او ګډوډیشن خو مې وې منه  که د تنظیم بازۍ په نوییمو کلونو کې هم لیدلی و، هلته هم د غلا،اختلاس، ظلم او رسوایۍ یو حد او طریقه معلومه وه دغسې ګلګلمیري نه وه لکه موږ خوار افغانان یي چې همدا اوس د مفکر او مفشن په سروالۍ کې تجربه کوو.

کلونه وړاندې  په افغانستان کې بانک جوړ شو چې کابل بانک یي باله،ټولو رسنیو ورته تبلیغات پیل کړل، د افغانستان منځنۍ او فقیرې طبقې لکه  مامور،کارګر، معلم، کسب ګر،دوکاندار او نورو غریبو افغانانو خصوصا کابل ښاریانو چې کومه روپۍ نیمه د جنګسالارانو او حرفوي غلو له  لوټ تالان څخه  په  خواریو راساتلې  وه، دساتنې په نیت یي خپلې همدغه سرمایې په کابل بانک کې داخلې کړې.

خوارو افغانانو تمه درلوده چې دلته به یي دغه قوت لایموت سرمایه خوندي پاته شي مګر خبر نه و، چې خپلې سرمایې یي په لوی لاس د اوه سرې اژدها په خوله کې ذخیره کړې دي.

خلیل الله فیروزي د کابل بانک مشر او احمدضیاء مسعود د ولسمشر کرزي لومړی مرستیال و، همدغو دوو کسانو او ورسره د شورای نظار او کرزي کورنۍ ځینو نورو نهنګانو ګډ پلان طرحه کړ چې څرنګه به په کابل بانک کې راجمع شوې څه کم یو میلیارد ډالر چې د عامو افغانانو پیسې دې تر ستوني تیرې کړي.

له ډیر تدبر وروسته پروګرام داسې جوړیږي چې دغه ټولې پیسې باید لومړی دوبۍ ته انتقال شي او بیا هلته ورباندې شخصي او د کابل بانک له سیطرې بهر سرمایه ګزارۍ پیل شي، دلته  تر دوبۍ د پیسو د انتقال په مخکې دوه خنډه راپیدا کیږي، لومړی له بانک څخه ددومره ډیرو پیسو بې حساب او کتابه ایستل د هرچا کار نه دی او بله داچې د کابل او دوبۍ له هوایي ډګرونو څخه  ددومره ډیرو پیسو تیرول هم سخت کار دی.

خو بالاخره له بانک څخه د پیسو د ایستلو مسؤلیت  خلیل الله فیروزي او تر دوبۍ پورې د پیسو رسولو کار احمدضیاء مسعود په غاړه اخلي، خلیل الله فیروزي د بانک مشر دی او په خپل سر د سرمایه ګذارۍ په نوم هرڅومره پیسې چې وغواړي ایستلی شي نوموړی د سرمایه ګذاریو په نوم  له بانک څخه پیسې باسي، او د ولسمشر لومړی مرستیال احمدضیاء مسعود چې د کابل په هوایي ډګر کې له تلاشۍ څخه معاف دی او ددوبۍ په هوایي ډګر هم ورته د رسمي لوړرتبه چارواکي په نظر کتل کیږي نوموړی د رسمي سفرونو په نوم بیغمه له پیسو بکسونه ډکوي او دوبۍ ته یي چلوي،دا جریان په پوره اطمینان ترسره کیږي او تر هغه وخته ورنه هیڅوک نه خبریږي تر څو چې ویکي لیکس د احمدضیاء مسعود د پیسو د بکسونو خبره افشاء کړه او ویي لیکل چې احمدضیاء مسعود یوځل دوبۍ ته په یوه بکس کې  دوه پنځوس ملیونه  ډالر له ځان سره وړي وو، هغه مهال چې لا د کابل بانک د لوټ خبره نه وه افشاء شوې خلک هم نه پوهیدل چې نوموړي دغه پیسې له کومه کړې او ولې یي په یوه بکس کې انتقالولې؟؟

کابل بانک په دې ډول له پیسو تش او لوټ شو،د کابل ښاریان، عام کارګر، معلم او مامور خوشاله و،چې پیسې یي په بانک کې محفوظې پرتې دي او یو وخت به ورباندې د ژوند سختې هوسا کوي مګر خبر نه و چې پیسې یي پرته له حساب او کتاب څخه  له بانک څخه ورکې شوې او ددوبۍ په چکله خانو کې ورباندې هوسونه روان دي.

په دې ډول د کابل بانک یو ملیارډ سرمایه چې دخوار او غریب یوازینۍ اذوقه وه د دموکراسۍ دنهنګانو له خوا لوټ شوه، خبره رسنیزه  او نړیواله شوه،بحثونه او مظاهرې وشوې،مګر د یو ملیارد ډالرو غل په رڼا ورځ ورک شو، د پلچرخي جنایي محبس  د نسوارو  او  څپلیو له غلو ډک و خو د ملیاردونو پیسو لوټونکو د ارګ ، وزیراکبر خان، شیرپور او دوبۍ په پستوپالنګونو کې غزونې کولې.

اشرف غني د کابل له ښاریانو په دې تعهد رایې یووړې چې د کابل بانک غله به رانیسي او پیسې به یي ورته وصول کوي، کله چې ارګ ته ننوت لومړی ریاکارانه کار یي همدا و چې د کابل بانک موضوع یي راپورته کړه او دا یي خپله ستره لاسته راوړنه بلله.

اشرف غنی که له یوې خوا دا ستره کارنامه بلله چې د کابل بانک یو غل خلیل الله فیروزي یي بندي ساتلی، مګر په عیني حال کې یي بل غل احمد ضیاء مسعود دښې حکومتدارۍ په چارو کې ځانګړی مسؤل وټاکه او وروسته یي ورته د مرستیال امتیازات هم ورکړل.

آبله ورځ ناڅاپه په رسنیو کې داسې عکس راغی چې خلیل الله فیروزي د ښار جوړونې له وزیر سره یو قرارداد امضاء کوي، خبره داسې وه چې په دې ورځو کې د کابل بانک لوی غل پیروزي نه یوازې له زندان څخه معاف شوی بلکې په کابل کې د یوه لوی شهرک د جوړولو قرارداد هم ورکړل شوی دی.

کله چې د یو میلیارد ډالرو غل او لوټمار له زندان څخه  معاف کیږي او بیا په هماغه ورځ یي د رژیم دوهم سړی عبدالله عبدالله  هرکلی کوي، ځانګړې میلمستیا ورکوي او بیا ورته د حکومت تر ټولو ستر  ودانیز قرارداد په ټیکه ورکول کیږي، نو آیا داسې حالت ته به رسوایي ویل د رسوایي له نوم سره زیاتی نه وي؟

زما په باور خو داچې خلیل الله فیروزي له ترټولو لوی متهم او مجرم څخه د ترټولو لوی ټیکدار او قراردادي  حالت ته تحول کوي او د حکومت لخوا د سولې د شورا ټاکل شوی رئیس د خپلې دندې په لومړۍ ورځ د سولې له تربیون څخه د جګړې نغاره ډنګوي او د طالبانو په ځای له اسرائیلو سره د دوستۍ چورتونه وهي دغه حالت له رسوایي پورته حالت دی نو ځکه ویلی شو چې حکومت په مافوق الافتضاح حالت کې ډوب دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Musliha

خدای ج دی په خپل هغه لوی قدرت او جباریت داسی خلک چی د حکومت په هر چوکاټ کی شتون لری دفرعون او نمروت غوندی هلاک کړی چی د افغانستان دا مظلوم او دردیلی ملت یی د مسخرو څخه خلاص شی او لژ تر لژه ارامه ساه واخلی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x