د فکري او عسکري جګړې ترمنځ توپير او خطرونه یې!

لیکوال: قاضي اسدالله (عزت)

لیکوال: قاضي اسدالله (عزت)

لیکوال: قاضي اسدالله (عزت)

ګرانو لوستونکو! که لږ ځیرشو، نوډېر ژربه دفکري اوعسکري جګړې ترمنځ توپیر، وسایل، موثریت اوځانګړتیاوې راته څرګندي شي.

فکري جګړه دملتونود دایمي تسخیر اود هغوی د هېوادونو پرته له کومې عسکري جګړې د نیولو خورا ګټوره اواسانه لارده، ځکه عسکري جګړه مقاومتونه، حساسیتونه اوبالمثل غبرګونونه راپاروي، چې دجګړې داوږدېدوسبب ګرځي. ددې ترڅنګ دمصارفو دزیاتوالي اوتلفاتو پيلامه کېږي، چې زیات وخت  همدا عسکري جګړه دسخت مقاومت څخه وروسته له ماتې سره مخ کېږي.

خو فکري تسخیر د عسکري تسخیر برعکس دی. فکري تسخیر په کمومصارفو، کم مقاومت او تل، یاداوږدې مودې له پاره پاتې کېږي.

د فکري او عسکري جګړې ترمنځ ددې زیات توپير موجودیت سړی خورا زیات حیران کړي. یوطرف ته فکري جګړې ډېره موثره اوخطرناکه اوبل طرف یې په اړه اسلامي هېوادونو ناخبري اوبې پروادي. په هرصورت یوځل ددواړو جګړو ترمنځ په توپیر باندې تفصیلي بحث کوو.

۱ـــ پرهر هېواد یا ولس باندې، چې بل هېواد یا ولس عسکري یرغل وکړي، نوتر یرغل لاندې راغلی هېواد او ولس یې  ټول په مقابل کې درېږي، په سر اومال ورسره جګړه کوي. که یې دجګړې توان نه درلود، نوله یرغل کوونکو وګړو خورا بدوړي کور اوکلي ورته پریږدي (هجرت) کوي؛ خو دولس زیات کوښښ داوي، چې په یونه  یوډول سره دیرغلګر هېواد مقابلې ته ځان اماده کړي او ددې مقابلې ترڅنګ د جګړې غږ نه یوازې په هېواد کې خپرېږي؛ بلکې په نږدې هېوادونواودنړۍ په رسنیو کې مهمه موضوع دهمدې هېواد عسکري جګړه جوړوي. کله، چې جګړه رسنیزه شي؛ نوپه دې سره تریرغل لاندې د راغلي هېواد دنراوښځو، دولتي او ولسي وګړو د دفاع اومقاومت حس ژوندی کېږي.

خو فکري جګړه دعسکري جګړې برخلاف ده. کوم یرغلګرهېواد، چې غواړي پر یوبل هېواد باندې فکري تسخیر وکړي، نوپه دومره مخفي شکل سره داجګړه پیلوي، چې دهماغه (تریرغل لاندي راوستونکي هېواد) ډېرلږ وګړي داجګړه احساسولی شي او په خطرباندې پوهیږي، ځکه چې فکري جګړه نه په توپ، ټانګ اوبم سره مخته بېوله کېږي، بلکې دښوونځیواوپوهنتونونوپه نصاب، فرهنګ، ادبیاتو، سیاسي تشکلاتو، اقتصادي فعالیتونو، سپورټ، موډ اوفېشن په شکلونوکې پرمخ بېوله کېږي او ولسي خلک ترهغو ددې جګړې په جریان نه پوهېږي،  چې ترڅویې خطرناکو عواقبو، اثارو دهېواد او ولس دخلکو دژوند مسیر وربدل کړی نه وي.  همدغه وجه ده،  چې په مسلمانو ولسونوکې ډېرلږخلک دفکري جګړې احساس کولی شي اومقابلې ته یې لږ وګړي پورته کېږي.

د فکري جګړې په خطر باندې پوه خلک که هرڅومره چیغي ووهي، چې هېواد او ولس له یوه ډېر بد توپان سره مخ کیدونکی دی، خوخلک یې ترهغو پورې په خبرو باور نه کوي ترڅو، چې ټول د توپان ښکارشي.

له همدې امله غرب هم په اسلامي هېوادونوکې دعسکري جګړې پرځای فکري جګړې ته ترجیح ورکړې ده، ځکه چې په دې جګړه کې یې څوک مقاومت ته نه راپورته کېږي.

۲ــ په عسکري جګړه کې مقابل لوری هم عسکري وي، خوپه فکري جګړه کې مقابل لوری بې دفاع ولسي خلک وي. عسکري جګړه د داسې دوو طرفوترمنځ پېښیږي، چې دواړه لوري مسلح وي، که یویې دبریدتوان لري بل یې د دفاع توان لري، که یوطرف ټانګ لري بل طرف ماین لري، که یوطرف طیاره لري بل طرف راکټ لري، که یوطرف یرغل کوي بل طرف ورته کمین نیسي او دواړه طرفونه له جنګي مهارتونوڅخه برخمن وي.

خو په فکري جګړه کې بیا عام بې دفاع اوبې وسایلوخلک هدف ګرځول کېږي. دمثال په توګه په فکري جګړه کې یوطرف مکتب، جوړشوی نصاب، معلم، پوهنتون اومادي امکانات لري، خو بل طرف دولس عام وګړي دي،  چې له یادوشویو وسایلو څخه هېڅ هم نه لري اوهمدې وسایلوته زیاته اړتیا لري.  پرته له دې، چې دغو وسایلو ته هراړخیز ځیر شي  خپله ورته تسلمېږي، ځکه بله هېڅ چاره نه لري.

همدارنګه یوطرف راډیو، تلویزیون، اخبار، مجله، سینما، تیاتر، فلمي کمپنۍ، درسنیوماهرین اومتخصصین لري، خو مقابل لوری، چې عام ولس دی له دغه ډ‌ول څېزونوڅخه هېڅ هم نه لري. پرته له دې، چې د دښمن پيغام واوري او ورڅخه متاثرشي، نورهېڅ نه شي کولی. ځکه دوی په مقابل کې پورته ذکرشوي څېزونه لري، خودفاع باید په مساوي څېز یا دمقابل لوري تروسایلو په پرمختللیو وسایلوباندي وشي.

په دغه نابرابره فکري جګړه کې یوې خواته ماهر، مکار، ژبور اودخلکو په عمومي سایکالوژي (نفسیاتو) باندي پوه یرغلګر دي اوبلې خواته بې سواده، غریب اوناتوانه ماشومان، ښځې، تنکي ځوانان اوپیغلې دي، چې ډېر ژر اوپه اسانه سره له تبلیغاتو، نشراتو اوپيغامونوڅخه متاثره کېدای شي. پرته له کوم تحلیل او ارزونې یې خپلو ذهنونوته ننباسي. له همدې امله غرب دغه سنګر ښه په قوت سره دداسې چاپه مقابل کې اشغال کړی، چې هغه اصلآ له خپل ځان، خپلې عقیدې اوخپل فکر اوفرهنګ څخه په دفاع  قادر نه دی.

۳ــ عسکري جګړه ځمکه اشغالوي، خوفکري جګړه عقل، فکراوفرهنګ اشغالوي.

په عسکري جګړه کې دښمن دیوه هېواد ځمکه اشغالوي، چې ازادول یې ورڅخه په اسانه ممکن دی. وړاندې داسلامي نړۍ ډېر هېوادونه دغربیانو لخوا اشغال شوي وو، خواوس دهغوی له تسلط څخه ازاد شوي. افغانستان هم انګریزانو اوبیا روسانو اشغال کړی وو، چې بیا له هغوی څخه ازاد شو، خو اوس امریکایانو نیولی دی. خپل رب ته دعا کوه ترڅو مو له دې مکار دښمن څخه هم خلاص کړي.

خو په فکري جګړه کې دښمن هڅه کوي، چې دمسلمانانو فکر، عقل، عقیده او فرهنګ اشغال کړي. کله، چې دچافکر، عقل، عقیده اوفرهنګ اشغال شي، هغه بیا هېڅکله هم دخپلې خاورې دازادۍ فکر نه کوي. حتادومره یې متاثره کړي، چې دښمن ته دوست، تخریب ته یي تعمیر، غلامي ته یې ازادي اوذلت ته یې عزت او سرلوړي وایې.

غربي استعمار په تېرو دوو سوو کلونوکې وکولی شول، چې په اسلامي نړۍ کې د ډېرو وګړو اوپه خاص ډول سره  دحاکمې طبقې ذهن او عقل  اشغال کړي. هغوی یې په غربي فکر، عقیدې اوغربي مادي فرهنګ وروزل. په دې یې قانع کړل، فکر یې داسې ور جوړ کړ، چې داسلام ترحاکمیت ورته دکفر حاکمیت او دکفري قوانینو تنفیذ غوره دی. له همدې امله په هغو اسلامي هېوادونو کې، چې دغرب روزل شوي شاګردان یې اداره کوي ترازادۍ وروسته هم هېڅکله اسلامي نظام نافذ نه شو او دنافذولو مطالبه هم دهغوی په قاموس کې جرم ګڼل کېږي. هرڅوک، چې داسلامي نظام دنافذیدولو مطالبه کوي هغه وژل کېږي، تړل کېږي اویایې په دعوت او فعالیت بندیزونه لګول کېږي. دا ټول دداسې چاله لاسه کېږي، چې ځانونوته مسلمانان وایې اونومونه یې هم دمسلمانانو دي، خوفکرونه یې د دښمن لخوا اشغال شوي دي. له جګړې دهېواد ازادول اسان کاردی، خو د پردیو لخوا داشغال شوو فکرونو اوعقلونو ازادول ډېر ګران کار دی. افغانانو روسانوته پوځي ماته ورکړه، خو یوازې دګوتو په شمېر دروسانو روزل شوي شاګردان یې دهغوی ( روسانو ) له فکر څخه علني توبې یستلوته تیارنه کړل. دا کم غیري عقیدوي وګړي دي، چې پرون دیو ډول اروپایي نظریاتو منوونکي او نن دبل ډول اروپایي الحادي نظریاتو منوونکې دي. له همدې امله غرب هڅه کوي، چې د مسلمانانو دخاورې پرځای دهغوی فکر اشغال کړي، ځکه دفکرونو اشغال له یوې خوا بې  خطره اوله بلې خوا یې نتایج سل فېصده د دښمن په ګټه ورځي. همدا وجه ده، چې د ډېرې مودې له پاره په اسلامي نړۍ کې دغرب دسیاسي اوفکري تسلط تظمین ورکوي.

۴ــ عسکري جګړه جنګي وسایل او ودانۍ له منځه وړي، خوفکري جګړه ایمان، عقیده، عزم او اراده له منځه وړي.

په عسکري جګړه کې دښمن کوښښ کوي، چې دمسلمانانو جنګي وسائل، پوځیان، پوځي او دولتي ودانۍ بمبار کړي، په توپونو یې وویلي یا یې وسوځوي، ترڅو پوځي قوت له دفاع اوحرکت څخه وغورځوي. جنګي وسایل که هرڅومره تخریب شي اویا له منځه ولاړ شي. خو، چې دجګړې اودفاع  اراده، دالله (ج) په نصرت ایمان او باور په زړونو کې موجوده وي بیا هم دښمن ته نه تسلمیږي. دډېرې ناتواني په صورت کې ممکن هجرت وکړي هغه هم ددی له پاره، ترڅوراتلوونکي ته ځان جګړې ته تیار کړي.

خو په فکري جګړه کې دمقاومت معنوي عوامل لکه: ایمان، عقیده، عزم او دمقاومت اراده له منځه وړل کېږي. په هغو مسلمانو هېوادونوکې، چې خلکویې په فکري جګړه کې ماته خوړلې ده دکافي جنګې وسایلو اوحتا داتوم  بم له درلودلو سره ــ سره بیا هم ددښمن په مقابل کې ددرېدلو توان نه لري، له همدې امله دوی دعسکري جګړې ترشروع کېدولو وړاندې داسلام دښمنانو ته دتسلمیدلو اعلان کوي. نه یوازې دا، چې د دښمن په مقابل کې مقاموت نشي کولی، بلکې په ډېره بې شرمي دخپل دین اوملت په خلاف د دښمن په صف کې ورسره درېږي اوهغه څه کوي، چې دښمن یې ورڅخه غواړي.

دفکري جګړې دماتې په صورت کې ډېرې وسلې، جنګې مهارتونو، کافي پوځونه، مادي وسایل اوقوي اقتصاد دا هر څه بې فایدې او د دښمن په مقابل کې  د دفاع او مقاومت عوامل نشي کېدای.  ترڅو، چې دجنګیالیو په زړونو کې ایمان له الله پاک څخه ویره، داسلام پر حقانیت باوراو عقیده، له کفر څخه کرکه اونفرت وجود ونه لري.

ددې له پاره، چې دمسلمانانو پوځونه دنصرت له معنوي عواملو څخه بې برخې وي غرب په ټولو اسلامي هېوادونوکې هڅه کوي، ترڅو دمسلمانانو پوځونه، امنیتي قواوي او استخبارات په مکمل ډول له دیني عقیدې او اسلامي روحیې څخه محروم وروزي. ددغه بې دینه روزنې نتیجه دا ده، چې نن تقریبا دټولي اسلامي نړۍ دهېوادونو پوځونه دصلیب تربیرغ لاندې داسلام او خپلو ملتونو په خلاف په جګړو اخته دي ځکه، چې فکري جګړې یې ایمان، عقیده اواسلامي احساس له منځه وړی دی.

۵ــ دعسکري جګړې ویراني دفکري جګړې تر ویرانۍ په اسانه جوړېږي.

په عسکري جګړه کې که ښارونه، کلي، پلونه، سړکونه او نورعامه تاسیسات وران شي، نو بېرته یې رغول په لسو پینځلسو کلونو کې کېدای شي او دغه رغول ممکن تر وړاندې په ډېرښه کیفیت سره وشي، ځکه ټکنالوژي ورځ په ورځ پر مختګ کوي، درغولو له پاره نوي، نوي وسایل او مواد ایجادېږي اودانسانانو صنعتي تجربه ترقي کوي.

خو هغه فکرونه، عقیدې او اخلاق، چې دفکري جګړې دښکار په ترڅ کې وران شوي وي دهغوی جوړول، اصلاح کول اوبېرته دحق معیارونو ته راګرځول خورا ډېر کار غواړي. دا وراني ډېرو پروګرامونو، نشراتو، صابرو اوماهرو ښوونکو، مصلحینو، اصلاح شویو نصابونو او ډېرو لګښتونوته اړتیا لري، چې په خاص ډول یوه اوږده موده په برکې نیسي.

ډېر اسلامي هېوادونه له انګریزانو ازاد شول، خوله انګریزیت څخه لا دلسګونو کلونو په تېرېدلو هم نه دي خلاص شوي. له فرانسې څخه هم ډېرو هېوادونو ازادي واخیسته، خو دخلکو افکار، نظریات، حکومتي نظام  او دژوند ټول اړخونه یې دنیمې پيړۍ له تېرېدو وروسته هم له فرانسویت څخه ندي خلاص شوي. دې ته ورته ډېر اسلامي هېوادونه له روسیې څخه ازاد شول، خو په خلکو اونظام کې یې لا تر اوسه اصلاح نه ده راغلې اوهر څه په هماغه روسي نظام او دکمونیزم په الحاد وهلې فلسفه باندې چلېږي.

په نږدې راتلوونکي کې دا تصور هم نشي کېدای، چې دغه هېوادونه دي په رښتیا دحقیقي اسلام غیږې ته راوګرځي. کېدای شي سلګونه کلونه وغواړي، چې په دغو هېوادونوکې دي اسلام حاکم شي او دخلکو الحاد وهلي فکرونه دي بېرته په اسلامي مفاهیمو روښانه شي.
دا هرڅه په دې دلالت کوي، چې دفکري جګړې تخریب  دعسکري جګړې تر تخریب ډېر دوامداره اوخطرناک دی.

ددې دواړو جګړو ترمنځ نور هم ډېر توپیرونه شته که غواړئ، چې دفکري اوعسکري جګړې ترمنځ په زیاتو مسایلو پوه شئ، نو هیله ده، چې د عبد الهادي (مجاهد) دفکري پوهنې ترنامه لاندې کتاب لومړي اودویم چاپ ته مراجعه وکړئ.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د