افغانستان

افغانستان له هنده څلور نظامي چورلکې اخلي

نن ټکی اسيا (شنبه، لړم۱۶مه ۱۳۹۴ ل): افغانستان له هندوستان څلور نظامي چورلکې اخلي څو د وسله‌والو طالبانو پر ضد بریدونو کې يې وکاروي.

انډین ایکسپریس ورځپاڼې په کابل او نوې ډيلي کې د سرچېنو له قوله لیکلي دي چې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر به نوې ډیلي ته د نومبر پر ۷مه ورشي او Mi-25 ډوله روسۍ جنګي چورلکو معاملې ته به غوڅ شکل ورکړي. همدا راز دغه چورلکې به کابل ته ولېږدوي.

ورځپاڼه لیکي چې که څه هم دغه قرارداد ستر نه دی خو د پاکستان د غوسې او اندېښنې د پارېدلو امکان په کې شته دی.

د ورځپاڼې د راپور له مخې افغان ځواکونه د طالبانو د ماتولو لپاره هوايي قوت او مرستې ته خورا اړتیا لري.

امریکا افغان ځواکونو ته د نسبتا کمزورو مکډونلډ ډګلس ایم ډي ۵۳۰ چورلکو په ورکولو موافقه کړې وه خو افغان چارواکي بیا تر دغو زیات روسۍ چورلکو ته اولویت ورکوي. روسۍ Mi-25 تر امریکايي MD-530 څخه قوي دي.

د دغو چورلکو د لېږدولو لپاره به نوې ډيلي د روسیې څخه هم اجازه اخلي ځکه چې دغه چورلکې هند د روسيې څخه اخېستې وې.

تر دې وړاندې د ملي امنیت شورا ویاند تواب غورځنګ هم هند ته د حنیف اتمر د تګ پخلی کړی و. هغه که څه هم ددغه سفر جزییات څرګند نه کړل خو ویې ویل چې «په دغه سفر کې به د سیمې لپاره د تروریزم په ګواښونو خبرې وشي. بې له شکه په دغه سفر کې به د افغان هوايي ځواکونو د تجهیز لپاره د هند د حکومت د مرستو په اړه هم بحث وشي».

له دې مخکې افغان حکومت له هند سره یو امنیتي تړون لاسلیک کړی و چې له مخې یې باید دا هېواد افغان پوځیان تجهیز کړي وای؛ خو د ګډ حکومت چارواکو وروسته له هغه چې له اسلام اباد سره اړیکې زیاتې کړې؛ د دغه تړون د عملي کېدو لټه ترې پاتې شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دا ټولی د ماشومانو ، لوبی ، د لیونیانو وخت اړونه . د فاحشو د لونډانو سره ناندری او د چرسیانو او تی بوتی دی . مګر اسلامی مقاومت د دوی له غلامی ، ماشومتوب ، لیونتوب خبر دی او له دی هم خبر دی چه غلامان او باداران یی دواړه په نشه توکو روږد دی ، طالبان ته یی د نشو وخت او خواص معلوم دی هماغه وخت چه نشه وی یرغل ورباندی کوی ، حتی د کابل ارګ مصونیت نه لری ،. وسله خلک د ناموس ساتنی د پاره پیدا کوی اثمر چه هند ته ځی د ناموس… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x