حامد کرزي خیریه بنسټ تاسیس کړ

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۴ ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي له افغانانو سره د بشري مرستو لپاره خیریه بنسټ تاسیس کړ. دغه بنسټ چې د «حامد کرزي بنسټ» په نامه نومول شوی، موخه یې په ښوونیزو او کلتوري برخو کې د افغانانو لاسنیوی ښودل شوې.

د بنسټ د پرانیستنې په غونډه کې پخواني ولسمشر حامد کرزي وینا وکړه او ویې ویل چې دغه بنسټ به غیر سیاسي او یوازې په خیریه چارو کې فعالیت کوي.

نوموړي په اړمنو او بې وزله افغان ځوانانو غږ وکړ چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره «حامد کرزي بنست» ته مراجعه وکړي او ژمنه یې وکړه چې دغه بنسټ به ورته د لوړو زده کړو زمینه برابروي.

که څه هم حامد کرزي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې بنسټ یې له بشري کومکونو پرته سیاسي موخې نه لري، خو سر له اوسه داسې اندیښنې شته چې ښايي دغه بنسټ د نوموړي له سیاسي هلو ځلو بې اغیزې پاتې نه شي.

تېره اونۍ د ګډ حکومت اجرایوي رئیس عبد الله عبد الله پخواني ولسمشر حامد کرزي ته په اشارې ویلي و چې ځینې پخواني سیاستوال هڅه کوي چې د ملي یووالي حکومت راوپرځوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
البلاغ
میلمه
البلاغ

د ګران پښتون قوم و غولولو او چورولو ته یي بل د مکر او چم دام جوړ کې ( خذله الله تعالی خذلانا کبیرا )

معان الرحمن
میلمه
معان الرحمن

دلوی غلا لپاره یی دام کیښود دا حرامی غواړی نوجوانان وغولوی او دوهم ځل بیا دانتخاباتو په کمفینونوکی ورسخه کټه پورته کړی اشرفغنی هم ځوانان وغولول او بیا له کامیابیدو وروسته یی ټول دجادی واټوکی خوشی کړل نن چی چا اشرفغنی ته کمفین کړی وه ټول ځان ته هم ښکنځلی کوی او اشرفغنی ته هم۰۰۰