افغانستان

خوست: ځانګړو ځواکونو ۲ ولسي وګړي وژلي درې نور یې له ځانه سره وړي دي

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۴ ل): تیره شپه دخوست ولایت مرکز اړوند د ډیري په سیمه کې د کمپاین ځواکونو د چاپې پر مهال دوه ولسي وګړي وژلي او درې نور یې له ځانه سره وړي دي.

د خوست څخه په ورکړه شوي خبر کې ویل شوي چې دغه سیمي ته لومړی د کمپاین ځواکونه راغلل، په لوډ سپیکر کې اعلانونه وکړل چې ټول خلک دي له خپلو کورونو ووزي، د کورونو او موټرو دروازې دي خلاصي پریږدي، ځکه چې دوی تلاشي کوي.

وروسته د ډزو غږونه واوریدل شول، د کمپاین د ځواکونو د وتلو وروسته معلومه شول چې د یوې کورنۍ دوه ولسي وګړه وژل شوي او درې تنه نور دغه ځواکونو له ځانه سره وړي دي.

د سیمي اوسیدونکي وايي چې د تلاشي پر مهال په هوا کې چورلکې هم ګرځېدلي.

د وژل شویو کسانو په اړه ویل کیږي چې یو یې ۱۵ کلن ځوان دی، زده کړي یې کولي، او بل د هغه تره وو، چې ۴۵ کاله عمر یې درلود.

د سیمي اوسیدونکو نن ټکی آسیا ته وویل چې دغه دوه کسان د خپلي کورنۍ مخته په ډیره بې رحمۍ سره وژل شوي، چې له کبله یې خلک ډیر قهریدلي او د وژل شویو کسانو د حق غوښتني په خاطر د هغوی جسدونه یې ولایت مقام ته د احتجاج په توګه یو وړل او د خپلو بندیانو د خلاصون غوښتنه یې وکړه.

بل خوا د خوست والي حکم خان حبیبي هم د رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تیره شپه دوه ملکي وګړي د کمپاین په عملیاتو کې وژل شوي، چې نوموړي یې په سختو ټکو غندنه کړې او د خلکو سره یې ژمنه کړې چې دی به د هغوی د دوستانو د وژل کیدو په اړه پوښتنه کوي.

نوموړي همداراز وعده کړې چې بندي شوي ملکیان به هم ژر را خلاص کړي.

په دې اړه تر اوسه نورو جهتونو او نه هم د کمپاین چارواکو څه ویلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x