دیني، سیرت او تاریخ

د عیسایي نړۍ د مقدس کتاب (بایبل) غولونکي نومونه

لیکنه او څېړنه: عبدالغفار جُبیر

د نړۍ مذهبونه پردوه قسمه دي:

۱: الهامي (یهودیت، عیسایت،اسلام)

۲: غیرالهامي (هندویزم، بودایزم، کنفیوشیزم، شنتویزم، زردشت او داسي نور…)

دایوه مسلمه خبره ده چي الله جل جلاله د انسانانو د لار ښوونې لپاره ۱۲۴۰۰۰ زیات اوکم پیغمبران علیهم السلام رالېږلی دي، و دوی ته یې وحي کړیدي، هغه کتابونه چي نازل شویدي هغه زبور پر حضرت داؤد علیه السلام، تورات پر حضرت موسی علیه السلا، انجیل پر حضرت عیسی علیه السلام او اخرنی الهي کتاب قرآن کریم دﺉ چي پرخاتم الانبیاء حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندي نازل شویدﺉ.

دا د مسلمانانو یوه عقیده ده چي ټولي اسماني وحي حق اورښتنې وې اودي، پرهغه باندي دټوله امت مسلمه ایمان دﺉ، که یوڅوک پرهغو وحیو باندي چي پر انبیاء علیهم السلام باندي نازلي شوي وې ایمان رانه وړي هغه مسلمان نه دﺉ، خو اوس سوال دادﺉ:

۱: ایا اوسنی زبور دحضرت داؤدعلیه السلام اصلي زبوردﺉ؟

۲: ایا اوسنی تورات د حضرت موسی علیه السلام اصلي تورات دﺉ؟

۳: اوسنی انجیل د حضرت عیسی علیه السلام اصلي انجیل دﺉ؟

ددې سوالونو ځواب دادﺉ: نه هیڅکه نه!.

اوس عیسایي نړۍ غواړي چي اسلامي اُمت و غولوي او مرتد یې کړي نو ځکه هغه نومونه چي په قرآن کریم کي ذکرشویدي هغه نومان یې پر ایښي دي، او وهغو انبیاء ته یې منسوب کړیدي حال داچي دانه دالله کلام دﺉ، نه د انبیاء لیکني دي او نه هم د انبیاء تابعدارانو لیکلي دي، بلکې دانوم ورکو کسانو لیکلي دي او دوی ته یې منسوبي کړیدي، تاسی کولای شي د بایبل د پیژندنې په هکله زما چاپ شوی کتاب (بایبل پیژندنه) در سره مطالعه کړﺉ.

بایبل څه شي ته وايي؟؟؟

بايبل د یوناني ژبې د(Biblia) څخه اخیستل شویدی، چي( بیبلیا )د کتابو په معنا سره دی، د پنځلسمی پېړۍ راهیسی دا نوم و دې سپیڅلو کتابوته ورکول شویدی، داسپېڅلي کتابونه (۶۶) کتابونه دی د پروتستانو په نزد او د کاتولیکانو په آند (۷۳) کتابونه دي، د مشرقی ارتودوکس په آند(۷۸) کتابونه دي، چي (۴۰) څلویښتو مختلفو لیکوالانویا زیاتو لیکلی دي په مختلفووختوکي په مختلفو ژبوسره، چي په دې لیکوالانوکي د دبدبې څښتنان، واکمنان، دهقانان، پاچایان، کب نیونکي، مذهبي مشران، مالیه ټولونکي، کېږدې جوړونکي، شپانه، پوهه درلودونکي ، بې تعلیمه، عیسویان او یهودشامل دی،چي دوی اکثرویو دبله سره نه پېژندله۔

د بایبل دا تعریف هرڅه روښانه کړل چي دا مختلفو خلکو په مختلفو وختو کي په بېلابېلو حالاتو کي لیکلی دي چي دا په ښکاره سره جوتیږي چي  دا(بایبل)کوم الهي کتاب نه دی، که موږ یواځی ددې قاموس و تعریف ته ښه ځیرشو نو دابه راته جوته او روښانه شی چي حتی د حضرت عیسی علیه السلام او یابل پېغمبر نوم پکښې نشته او ددې قاموس لیکوال یقینا په رښتنی ډول سره د بایبل پېژندنه درک کړې ده، ودې کتاب(بایبل) ته بیاالهي کتاب ویل د انصاف، عقل او شعور څخه لیری خبره نه ده؟؟؟!!

په اسلامي امت کي د بایبل غولونکي نومونه:

په دې کي هیڅ شک نشته چي کفري نړۍ په مجموع کي پوره کوښښ کوي چي د اسلام مخه ونیسي، اسلام بدنام کړي، اسلامي اُمت ته مشکلات ایجاد کړي، مسلمانان مرتد کړي او دوی قرار ناست نه دي زه د لاهور و بایبل سوسایټۍ ته ورغلی یم .

لاهور کې د پاکستان بایبل سوسایټي
لاهور کې د پاکستان بایبل سوسایټي

بایبل موزیم مي له نژدې لیدلی دﺉ هلته مي هغه پښتو بایبل ولیدﺉ چي په ۱۸۲۴ میلادي کال کي دلویې برطانیې د امپراطورۍ پر مهال لیکل شوی وو، عیسایانوته دمسلمانانو نبض ښه معلومیږي چی دوی ساده لوحه خلک دي او کله چي دتورات، زبور او انجیل نوم ورته واخستل شي دوی به خطاایستل شي او داسي به ورته په فکر کي ورشي چي ګوني داهغه اصلي الهي کتابونه دي- حال داچي دا هغه اصلي کتابونه نه دي، اومسلمانان دوی په دې باندي مرتدکوي چي دوی وايي:
په قرآن کریم کي خو ددغو الهي کتابونو بیان راغلی دﺉ او هرڅوک چي یې نه مني داسلام له نظره هغه کافردﺉ، نو(ای مسلمانانو!)چي تاسي قرآن کریم منی او لولی یې نو دا کتابونه (اوسنی تورات، زبور اوانجیل ) هم اسماني کتابونه دي د رسره مطالعه یې کړﺉ، هیڅ خبره نه ده (العیاذبالله)

۱: کتاب مقدس:

بایبل چي ونورو ژبوته ژباړل شویدﺉ په عربي کي ورته (الکتاب المقدس)، په اردو ژبه کی هم ورته کتاب مقدس  وایي خوپروتستان ورته دانوم کاروي.

چي ددې مطلب دادﺉ چي خلک ودې ته مقدس کتاب وایي خوپه حقیقت کي دانه ده معلومه چی دابه الهي اواسماني وي که یا. کیدای شي الهي احکام هم پکښې وي او غیرالهی خبرې هم پکښې وي.

۲: کلام مقدس:

په پاکستان کي کاتولیکان و بایبل ته (کلام مقدس) وایي دا ځکه دوی داعقیده لري چي دا ټوله الهي اواسماني کلام دﺉ دسر څخه ترپایه پوری او دا هغه وحيي دي چي په واقعیت کي پرانبیاء نازلي شویدي- خوحقیقت دادﺉ چي داسي نه ده.

۴: انجیل شریف/ الانجیل المقدس:

بایبل دوې برخي لري:

۱: زوړ تړون (عهدنامه قدیم/عتیق)، داهغه کتابونه دي چي د حضرت عیسی علیه السلام څخه مخکي لیکل شویدي، په دې کتابونوکي لومړي پنځه کتابونه (پیدایښت، خروج، لاویان، تثنیه، اعداد) ودې ته عیسایي اویهودي نړۍ تورات وايي، اودوی یې وحضرت موسی علیه السلام ته منسوبوي.

۲: نوی تړون (عهدنامه جدید): داهغه کتابونه دي د حضرت عیسی علیه السلام وروسته لیکل شوي دي، ودې (عهدنامه جدید) ته دوی دانجیل توری هم استعمالوي هم په پښتوکي هم په دري کي اوهم په عربي کي- حال داچي لومړی دایو انجیل نه دﺉ او بل دا چي دا د حضرت عیسی علیه السلام انجیل نه دﺉ وهرانجیل ته خپل دلیکوال نوم نویشته دﺉ د هغه په نامه سره دﺉ چي په هره ژبه کي چاپ شوی وي لکه:
انجیل متی، انجیل لوقا، انجیل مراقس انجیل یوحنا

نه پردې انجیل نویشته دي چي داانجیل عیسی دﺉ او نه هم د الله نوم پرنویشته دي چي دا دالله کتاب دﺉ د تعجب خبره ده چي د هرلیکوال نوم پرنویشته دي او بیا دي هم وخدای یاحضرت عیسی علیه السلام ته منسوب شي، بلکې عیسایي نړۍ  غواړي چي ددې نامه څخه په استفادې خلک مرتدکړي.داچي موږ دقرآن کریم سره د(شریف) توری استعمالوو نودوی زموږ دماغونه مطالعه کړي دي، د(شریف) څخه یې مطلب دادﺉ چي داهم دقرآن کریم په شان یو الهي کتاب دﺉ العیاذبالله. دا(شریف) توری دوی اکثره وخت په پښتو او فارسي بایبلو باندي لیکي.

۵: زبور: اصلي زبورهغه وحیي دي پرحضرت داؤدعلیه السلام باندي نازلي شوي وې او هغه اوس نشته خوعیسایي اویهودي نړۍ غواړي چي ددې نامه څخه په استفادې مسلمانان مرتدکړي، دایو څوغزلي دي چي وحضرت داؤدعلیه السلام ته یې منسوبي کړیدي، په حقیقت کي دا هغه زبورنه دﺉ.

۶: تورات/ توریت/ توراة:

دتورات نوم چي په قرآن کریم کي راغلی دﺉ هغه تورات حضرت موسی علیه السلام دﺉ، او هغه اوس نشته اونه یې ټوله عیسایي اویهودي نړۍ یوه پاڼه ښکاره کولای شي، اوسنی تورات دا پنځه کتابونه دي( پیدایښت، خروج، لاویان، اعداد، تثنیه) په دې سره هم یهودي اوعیسایي نړۍ غواړي چي مسلمانان مرتد کړي.

تاسی ګران لوستونکي کولای شی دبایبل په هکله پوره معلومات زماپه چاپ شوي کتاب (بایبل پیژندنه) کي مطالعه کړﺉ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x