fbpx

له محمد (صلی الله علیه و سلم) سره مینه – یوولسمه (۱۱) برخه.

لیکنه: حمد الله (دانشمـند)

په (درر الکامنة) کې راغلې: په مغولو کې د نصرانیت تبلیغ ډېر په چټکۍ سره پر مخ روان وو، دا ځکه چې د وخت د مفکر حکمران ښځه صلیبۍوه، د هغې پر مټ د نصرانیت لړۍ ښه ځواکمنه وه.

یوه ورځ یو لوی وزیر د نصرانیت منسوخ دین ته د ګډون په پار یوه ستره غونډه ترتیب کړه، په زیاته پیمانه لوړ رتبه، ټیټ رتبه کسان یې ور ته دعوت کړل . نصرانیت ته بلونکي سړي د “محمد”(صلی الله علیه و سلم) په اړه په بد ویلو پیل و کړ (العیاذ بالله).

غونډي ته څېرمه یو ښکاري سپی تړلی وو، سمدستي یې په یاد نصراني حمله وکړه!، خو د غونډي د خلګو په هڅو ترې و ژغورل شو.

د غونډي یو برخوال ورته کړه: تا د محمد (صلی الله علیه و سلم) په اړه توهین امېزه (سپکې) خبرې وکړې! ځکه سپی درته په غوصه شو.

نصراني ویل: نه! ما چې لاس پورته کړ سپي داسي و انګېرله، ګواکي ما په یو شی وُلي، دویم ځل یې د هغه مبارک په اړه زیاته ګستاخي وکړه؟!

داځل سپي د غاړي ځنځیر و شکاوه، مخامخ یې پرې حمله وکړه، دا ځل ورته د خلکو هڅو او زیار کومه ګټه و نکړه، تر هغه یې پرې نښود، څو چې د سپي په غیږه کې یې د عذاب ملکو ته خپل نا پاکه روح و سپاره، سمدستي په خلکو کې د اسلام د سپېڅلي پیغمبر (محمد[صلی الله علیه وسلم] ) او رښتیني دین مینه زرغونه شوه؛ په لیږ ساعت کې (۴۰۰۰۰) انسانان داسلام په مبین دین مشرف شول، سیمه ټوله د توحید د کلمې انګازو پر سر واخیسته .(“الدرر الکامنة” ۳/ ۲۰۲).

دا د الله پاک د قدرت یوه ستره بېلګه ده، چې په دومره تعداد خلک یې د اسلام و مبارک دین ته مائل کړل.

د یادوني وړ ده، چې مبارک علیه الصلاة و السلام ته سپي- چې یو ځناور دی- بد ویل و نشوای ژغملای، خو د وخت ډېر غافل انسانان د اسلامي مقدساتو د توهین پر مهال د توند غبرګون جرءت هم نشي کولای، په داسي حال کې چې د قدرت له نعمت نه برخمن هم وي، دا په دې معنی ده، چې ډېری مسلمانان مادیاتو ته تر معنویاتو ترجیح ور کوي، د دين تر حمایي ورته دنیوي جاه، منال اړین برېښي حال دا چې الله (جل جلا له) د دنیا واړه اسباب کم بللي: (قل متاع الدنیا قلیل …) ژباړه: اې نبي (صلی الله علیه وسلم) ته ورته و وایه: چې د دنیا متاع لیږ ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د