افغانستانویډیو

د طالبانو بیا را ستنېدنه – ویډیويي راپور

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۴ ل): د روان کال د ستمبر په ۲۸مه (تلې ۶مه) طالبانو د هېواد په پنځم ستر ښار کندوز برید وکړ، دغه برید سهار وختي پیل او ماښام مهال طالبانو نېږدې ټول ښار ونیو او له زندانه یې بندیان خوشې کړل.

په کندوز ښار شاوخوا ۱۵ ورځې طالبان حاکم وو، تر هغه وروسته یې ښار پرېښود چې بهرنیو ځواکونو په عامه مېشتنځایونو بمباریو ته زور ورکړ. طالبانو وویل چې د کندوز د ښار دفاع د دوی د ځاني تلفاتو او مهماتو د بې اغیزې مصرف باعث ګرځېده او د دا ډول «بې ګټې جګړې» په عوض یې ښه وبلله چې د ښار د ساتنې په ځای د ښار په اطرافو کې خپل مواضع ټینګ او خپل بشري او تدارکاتي توان د راتلونکو عملیاتو لپاره وساتي.

د بهرنیو ځواکونو په بمباریو کې ډيری ملکي وګړي ووژل شول او کورونه یې ویجاړ شول. خو تر ټولو ډیر هغه يې مشهور هوايي برید و چې د بې پولو ډاکترانو په یوه روغتون یې وکړ. په دغه بمبارۍ کې د روغتون د ۲۲ کارکوونکو په شمول شاوخوا ۳۰ تنه ملکي وګړي ووژل شول.

د بې پولې روغتون چارواکو له قوله امریکايي ځواکونو وروسته هڅې پیل کړې چې په روغتون کې دننه د بمباریو شواهد له منځه یوسي او له همدې کبله روغتون ته یې خپل ټانګونه هم دننه کړي وو. دوی په روغتون د بمبارۍ «تېروتنه» ومنله او امریکايي ولسمشر باراک اوباما د بمبارۍ له کبله «بخښنه» وغوښتله.

که څه هم په روغتون د بمبارۍ په اړه افغان حکومت او یو شمېر امریکايي ځواکونه ادعا کوي چې وسله‌وال طالبان په کې وو، خو د روغتون چارواکي او ځايي خلک دا ردوي او هم تر دې دمه افغان حکومت او امریکايي ځواکونو په روغتون کې د طالبانو د شتون په اړه شواهد نه دي وړاندې کړي.

کندوز ښار او چاردرې ولسوالۍ ته د وایس نیوز خبریال نجیب خواجه تللې دی، د افغان امنیتي ځواکونو، طالبانو، د او ولسي وګړو سره یې مرکې کړي دي، په راپور کې د کندوز د نیولو، پرېښودلو، په روغتون بمبار او نورو اړونده پېښو په اړه یو شمېر سوالونه ځواب شوي دي. نن ټکی اسیا دغه ویډیو د خپل اهمیت له مخې نشر ته سپاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x