نظــر

اوس نو تور لیست باید سپیین شی

که تاریخ ته ځیر شو افغانستان د پیدایښت څخه نیولې تر نن ورځې پورې دکورنیو او بهرنیو مستقیمواو غیر مستقیمو یرغلونو قرباني شوی، د تاریخ په اوږدو کې ددې ناخوالو او بدبختیو اصلي لاملونه چې زمونږ ولس او هیواد یې کړولی د هیواد د عیني شرایطو پر بنسټ د چارو د سمون او پرمخ بیولو لپاره دیوې سالمې کورنۍ او بهرنۍ تګلارو نه شتون دی چې له کبله یې تل بهرنیانو ته دا فرصت په لاس ورغلی  ترڅو زمونږ په کورنیو چارو کې لاس وهنې وکړی او دا لاس وهنې په ډیرو مواردو کې ترهغه بریده رسیدلې چې د هیواد ملی حاکمیت یې هم له ګواښ سره مخامخ کړی ددې ترڅنک د وخت رژیمونو هم ددې پر ځای چې ولس له ځان سره ملګری کړی او د هیواد د ښیرازۍ او آبادۍ لپاره کار وکړی پر یو او بل نامه ولس ځورولی.

 تاریخ ته په پام سره همدا ولسونه دی چې حکومتونه جوړوي او هم یې له مینځه وړي ځکه نو هغه رژیمونه چې له ولسي ملاتړ څخه برخمن نه وی او دهغو مراندې ولس ټینګې نکړی ددونیا هیڅ ځواک نشي کولی چې هغه ته د زور له لارې ثبات ور وبښی ددې ترڅنګ هغه رژیمونه چې له ولسی ملاتړ څخه برخمن وی او د ولسونو په خوښه خپلې کورنۍ او بهرنۍ  تګلارې ټاکی بریالی او باثباته رژیمونه دی، دا ډول رژیمونه ددې توان لری چی له کورنیو او بهرنیو تهدیدونو او ستونزو پروړاندې په اسانۍ سره مبارزه وکړی.

له بده مرغه زمونږ په هیواد کې مختلفو رژیمونو د ستونزو په له منیځه وړلو کې جنګی تګلاره د نړی تر بل هر هیواد زیاته کارولې ځکه نو اوس د نړیوالو په شمول ټول دې پایلې ته رسیدلی چې پدې هیواد کې جنګ د سولی او ټیکاو راوستو لپاره  یوه  داسې نا معلوم  پړاو ته ور داخل شوی چې ورته د پای ټکی ایښودل به  پرته د ولس له همکاری څخه ممکن نه وی،  د افغانستان رژیمونو کله هم چې اولس ته  د بحران پرمهال مراجعه کړې ولس ورته د حل لارې پیدا کړی خو همدا رژیمونه دی چې تل دولس سره پر خپلو ژمنو کې  پاتې راغلی او هغه څه یې ندی کړی چی ولس یې غوښتنه لری،

 اوس چې یوځل بیا هیواد پدې حساسو شرایطو کې له ګڼو ستونزو او ګواښونو سره مخ دی او هغه د سولې، ثبات او ډاډمنې ارامی نه شتون دی،  د نړیوالې ټولنې د څلویښتو څخه دزیاتو هیوادونو د ځواکونو د شتون سره بیا هم هیواد ورځ تر بلې د نارامی خواته روان دی  نو د افغانستان نظام ته پکار ده چې ددې ستونزو دهواری لپاره  د ولس څخه مرسته وغواړی او د باور فضا را مینځته کړي او دا به هلته ممکن وی چې ددولت ټول مخالفین او ناراضیان له هغه تورلست څخه لرې کړل شی چې دبهرانیانو په خوښه ترتیب شوی ځکه د تیرو دریو لسیزو په اوږدو کې چې کوم رژیمونه پر افغانانو تپل شوی هر یو یې پر خپل وار سره ولس په بی ساری ډول کړولی، هیواد ته یې جبران نه مننونکی بدبختی او زیانونه ور اړولی نو پداسې حال کې که خبره د تور لیست وی ټولې هغه څیرې چې د مختلفو اجیرو رژیمونو پر مهال یې  ولس ځورولی، بیګناه خلک یې وژلی او د هیواد ټوله مادی او معنوی شتمنی یې لوټ کړې باید په تور لست کې شامل او  دحساب او کتاب میز ته راکش کړل شی تر څو  ملت ورسره ریښتینی حساب وکړی، خو داچې په اوسنیو شرایطو کې دا کار ناشونی دی، نظام هم ددې جوګه ندی چې په دې هکله جدی اقدام وکړی او له بلې خوا د حالاتو غوښتنه هم داده  ددې لپاره چې نظام دخلکو له حقوقو څخه ددفاع کولو توان پیداکړی  لمړی باید هیواد د یو پیاوړی او غښتلی نظام څښتن شی  او دا به هلته شونی وی چې  دیوې سالمې ستراتیژی له مخې زر تر زره پراخ بدلونونه رامنځته شی، دسولې په اوسنی میکنیزم له سره غور وشی پداسې شکل چې ټولو مخالفینو ته دخبرو اترو میز ته دا رغونډیدو زمینه برابره کړل شي او دداسې زمینې برابریدل به هلته ممکن وی چې د باور فضا رامینځته شی  او د باور فضا هلته را مینځته کیدی شی چې ټول تورلستونه سپین کړل شی.      

دیو آباد او سر لوړي افغانستان په هیله

محمدعثمان کامران

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x