fbpx

سل تحفې

جمع کونکی: صابر (غزنوي) –

لومړی

د قرآن عظيم الشان د ځينو سورتونو فضائل

(عَنْ ابْنِ عَبَّاسٍ قَالَ : بَيْنَمَا جِبْرِيلُ قَاعِدٌ عِنْدَ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ سَمِعَ نَقِيضًا مِنْ فَوْقِهِ فَرَفَعَ رَأْسَهُ فَقَالَ هَذَا بَابٌ مِنْ السَّمَاءِ فُتِحَ الْيَوْمَ لَمْ يُفْتَحْ قَطُّ إِلَّا الْيَوْمَ فَنَزَلَ مِنْهُ مَلَكٌ فَقَالَ هَذَا مَلَكٌ نَزَلَ إِلَى الْأَرْضِ لَمْ يَنْزِلْ قَطُّ إِلَّا الْيَوْمَ فَسَلَّمَ وَقَالَ أَبْشِرْ بِنُورَيْنِ أُوتِيتَهُمَا لَمْ يُؤْتَهُمَا نَبِيٌّ قَبْلَكَ فَاتِحَةُ الْكِتَابِ وَخَوَاتِيمُ سُورَةِ الْبَقَرَةِ لَنْ تَقْرَأَ بِحَرْفٍ مِنْهُمَا إِلَّا أُعْطِيتَهُ) (رواه مسلم )

ژباړه : له عبدالله ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دی: په داسې حال کې چې جبرائیل علیه السلام له پیغمبر صلی الله علیه وسلم  سره ناست وو له پورته طرفه یې د دراوزې خلاصیدو یو اواز واوریدو نو سر یې د آسمان طرف ته پورته کړ او وې ویل: دا یوه دروازه د اسمان ده چې دا نن خلاصه شوه  تر اوسه هیڅکله نوه خلاصه شوې، بیا یوه ملکه را ښکته شوه جیرائیل علیه السلام وفرمایل : دا یوه ملکه ده چې زمکې ته را ښکته شوه تر اوسه هیڅکله نوه را ښکته شوې، نو هغې نوې راغلې ملکې په پیغمبر  صلی الله علیه وسلم سلام واچولو او ويې ویل : تا ته دې زیری وي په دوو نوراني شیانو چې تا ته درکړل شوي له تا نه مخکې هیڅ یو پیغمبر ته نه وو ورکړل شوي، یو سورت فاتحه (الحمد لله) او دويم اخیرنی برخه د سورت بقره (له آمن الرسول تر آخر د سورته) په همدغه سورت فاتحه او اخیر د سورت بقره کې چې کومه دعاء او یا ثناء راغلي هغه چې ته وايې خامخا به درته قبليږي.

(عن أَبي أُمَامَةَ الْبَاهِلِيّ قَالَ : سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ يَقُولُ اقْرَءُوا الْقُرْآنَ فَإِنَّهُ يَأْتِي يَوْمَ الْقِيَامَةِ شَفِيعًا لِأَصْحَابِهِ اقْرَءُوا الزَّهْرَاوَيْنِ الْبَقَرَةَ وَ سُورَةَ آلِ عِمْرَانَ فَإِنَّهُمَا تَأْتِيَانِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَأَنَّهُمَا غَمَامَتَانِ أَوْ كَأَنَّهُمَا غَيَايَتَانِ أَوْ كَأَنَّهُمَا فِرْقَانِ مِنْ طَيْرٍ صَوَافَّ تُحَاجَّانِ عَنْ أَصْحَابِهِمَا اقْرَءُوا سُورَةَ الْبَقَرَةِ فَإِنَّ أَخْذَهَا بَرَكَةٌ وَ تَرْكَهَا حَسْرَةٌ وَ لَاتَسْتَطِيعُهَا الْبَطَلَةُ قَالَ: مُعَاوِيَةُ بَلَغَنِي أَنَّ الْبَطَلَةَ السَّحَرَةُ) (رواه مسلم).

ژباړه : له ابو امامة رضي الله عنه څخه روایت دی هغه وایي : له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه مې واوریدل چې ویل یې : قرآن تلاوت کوئ؛ ځکه چې یقینا دا قرآن عظیم الشان به په ورځ د قیامت د خپلو ملګرو (هغه چا لپاره چې وایي یې او عمل پرې کوي) شفاعت کونکی راځي، تاسې خصوصا هغه دوه ډیر روښانه سورتونه : سورت بقره او آل عمران تلاوت کوئ؛ یقینا دا دواړه سورتونه به په ورځ د قیامت راځي لکه د دوو ورییځو په شکل او یا لکه د دوو ډلو د مرغانو په شکل چې صف صف به را روان وي له خپل ملګري څخه به دفاع کوي (د هغه شفاعت به کوي) تاسې سورت بقره تلاوت کوئ؛ یقیني د هغه زده کول او ساتل د برکت سبب دي او پریښودل یې د افسوس او ارمان سبب دي، او ساحران (جادوګران) د سورت بقره مقابله نشي کولای.

(عَنْ أَبِي مَسْعُودٍ الْبَدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْآيَتَانِ مِنْ آخِرِ سُورَةِ الْبَقَرَةِ مَنْ قَرَأَهُمَا فِي لَيْلَةٍ كَفَتَاهُ)(البخاري).

ژباړه : له ابو مسعود بدري رضي الله عنه څخه روایت دی هغه وایي : پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي : دوه آیتونه له آخره د سورت بقره (له آمن الرسول تر آخر د سورته) هر څوک چې دا دوه آیتونه په شپه کې تلاوت کړي کفایت به یې وکړي، علماء د کفایت په هکله مختلف نظرونه لري ځینې وایي : الله تعالی به یې د همدغو آیتونو په وجه په دې شپه کې له بلاګانو او آفتونو څخه وساتي، او ځینې نور په دې نظر دي چې دا دوه آیتونه به تلاوت کونکي ته په اجر او ثواب کې د ټولو هغو اذکارو ځای ونیسي چې ویل یې په شپه کې سنت دي.

(عَنْ مُعَاذٍ عَنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّهُ قَالَ مَنْ قَرَأَ أَوَّلَ سُورَةِ الْكَهْفِ وَ آخِرَهَا كَانَتْ لَهُ نُورًا مِنْ قَدَمِهِ إِلَى رَأْسِهِ وَ مَنْ قَرَأَهَا كُلَّهَا كَانَتْ لَهُ نُورًا مَا بَيْنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ) (رواه احمد)

ژباړه : له معاذ رضي الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : څوک چې د سورت کهف اول او آخر تلاوت کړي د ده لپاره نور شي له پښو تر سر پورې (ټول بدن ته به یې د هغه خیر او برکت ورسیږي) او څوک چې دا سورت له اوله تر آخره تلاوت کړي د ده لپاره له زمکې تر اسمانه نور وي.

(عَنْ أَبِي الدَّرْدَاءِ أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ مَنْ حَفِظَ عَشْرَ آيَاتٍ مِنْ أَوَّلِ سُورَةِ الْكَهْف عُصِمَ مِنْ الدَّجَّالِ) (مسلم).

ژباړه : له ابو درداء رضي الله عنه څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي : څوک چې له اول د سورت کهف څخه لس آیتونه یاد کړي د دجال له فتنې څخه به وساتل شي.

(عن ابي سعيد الخدري ان النبي صلى الله عليه وسلم قال من قرأ سورة الكهف في يوم الجمعة اضاء له من النور ما بين الجمعتين( (بيهقي).

ژباړه : له ابو سعيد رضي الله عنه څخه روایت دی څوک چې د جمعې په ورځ سورت کهف تلاوت کړي د دوو جمعو منځ به ورته روښانه کړي (الله تعالی به تر بلې جمعې توفیق او هدایت ور نصیب کړي) .

(عن ابن مسعود قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: من قرأ سورة الواقعة في كل ليلة لم تصبه فاقة أبدا، وكان ابن مسعود يأمر بناته يقرأن بها كل ليلة) (بيهقي).

ژباړه : له عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي : څوک چې سورت واقعه په هره شپه کې تلاوت کوي هغه ته به ټول ‌‎ژوند لوږه ونه رسیږي، او عبد الله ابن مسعود t به خپلو لورانو ته هره شپه د سورت واقعه د تلاوت امر کولو.

(عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَ سَلَّمَ مَنْ قَرَأَ إِذَا زُلْزِلَتْ عُدِلَتْ لَهُ بِنِصْفِ الْقُرْآنِ وَ مَنْ قَرَأَ قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ عُدِلَتْ لَهُ بِرُبُعِ الْقُرْآنِ وَ مَنْ قَرَأَ قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ عُدِلَتْ لَهُ بِثُلُثِ الْقُرْآنِ) (ترمذي).

ژباړه : له انس t څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي : څوک چې سورت اذا زلزلت تلاوت کړي د نیم قرآن له تلاوت سره به ورته برابر وي، او څوک چې سورت قل یآیها الکافرون تلاوت کړي د څلورمې برخې د قرآن له تلاوت سره به ورته برابر وي، او څوک چې سورت قل هوالله احد تلاوت کړي د دریمې برخې د قرآن له تلاوت سره به ورته برابر وي.

(عن ابن عمر قال: قال رسول الله صلى الله عليه و سلم: « ألا يستطيع أحدكم أن يقرأ ألف آية في كل يوم؟» قالوا: و من يستطيع أن يقرأ ألف آية؟ قال: «ما يستطيع أحدكم أن يقرأ ألهاكم التكاثر؟) (رواه البيهقي).

ژباړه : له عبدالله ابن عمر t څخه روایت دی چې پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي : آیا د یو د تاسې دا په وس پوره نه دي چې د ورځې یو زر آیتونه تلاوت کړي؟ صحابه کرامو پوښتنه وکړه چې زر آیتونه تلاوت به د ورځې د چا په وس کې وي؟ پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل : آیا د یو د تاسې دا په وس پوره نه دي چې الهاکم التکاثر سورت تلاوت کړي؟ (مطلب د سورت تکاثر تلاوت د زرو آیتونو ثواب لري).

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي :

(من قرأ حرفا من کتاب الله فله به حسنة والحسنة بعشر امثالها لا اقول الم حرف ولکن الف حرف ولام حرف وميم حرف) (رواه الترمذي).

ژباړه : نبي کريم صلی الله علیه وسلم فرمايلي : چا چې د قرآنکريم يو حرف ولوست نو په دې سره هغه لره نيکی دی او دا نيکي لس چنده دی، زه دا نه وايم چې الم يو حرف دی، بلکې الف جلا حرف دی، لام جلا حرف دی او ميم جلا حرف دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د