نظــر

د حقوقي موضوعاتو د تحلیل لپاره فورمول- IRAC:

ترتیب کوونکې : تلوار ارین

لیکوال: تلوار ارین
لیکوال: تلوار ارین

– زیاتره حقوق دانان د یو حقوقی موضوع د تحلیل او څیړني په وخت ډول ډول ستونزو سره مخ کیږی او یو کوچنې او ساده موضوع هم ډير وخت کې نشي تحلیل کولای ددی موضوع دحل لپاره یو ساده فورمول چې که په هر حقوقي موضوع کې لدی فورمول څخه استفاده وشي نو، انشاالله چي په کم وخت او مسلکی ډول به یې حل پیدا کړي.

دا فورمول د انګلیسي ژبي څلورو تورو څخه جوړ دي چې عبارت دی له I-R-A-C  چې دا هر یو توري یې ځانته معني لري چې په دی ډول دي Issue ,Rule ,Analyze, Conclusion.

لومړي : Issue- موضوع: پدی معني چې لومړي باید په موضوع پوره ځان پوه کړي چې موضوع څه شي زه باید څه وکړم او دا باید پیدا کړي چې ستونزه په کوم ځاي کې ده؟

دوهم: Rule – قانون : پدی معني چي کوم قوانین کولاي شوه پدی موضوع کې عملي کړو یعنی د تطبیق وړ قوانین باید ولټوي داسی نه چې موضوع جزایی وی او ته مدنی قوانین ورته لټوی.

دریم : Analyze- تحلیل: پدی معني چې باید تحلیل وکړي چې قوانین څنګه پدی موضوع یا قضیه کې تطبیق کولای شوه د قوانینو په تطبیق یا عملی کولو کې باید د پوره فکر او اطمینان څخه کار واخلي.

څلورم: Conclusion- نتیجه: پدی معنی چې د خپل کار څخه باید نتیجه راوباسی او نتیجه باید د کار اړوند او مسلکي وي ځکه همدا نتیجه ستا د کار هدف دي.

راځئ چې دا حقوقي تحلیل په یوه مثال کې واضح کړو.

رشید چې یو افغان دی او تقریبا ۱۰ کاله يې د فرانسي په هیواد کې هستوګنه کړي ده او دفرانسی هیواد تابعیت لری اوس یې عمر ۳۲ کاله دي غواړي چې د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې ځان نوماند کړي.نو دلته د افغانستان د قوانینو موقف څه دی ایا رشید کولای شي چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کې ځان نوماند کړي کنه؟

ځواب: لومړي باید موضوع دقیق شکل مطالعه کړو چې موضوع د څه په اړوند ده دوهم باید په موضوع تطبیق کوونکې قوانین وپلټل شې چې کوم قوانین پدی اړه وضاحت لری دریم موضوع په هر اړخیزه ډول تحلیل شي او څلورم د موضوع نتیجه راوویستل شي.

موضوع:ایا رشید د چې ۳۲ کاله عمر لری او د فرانسي هیواد تابعیت لری کولای شې چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو کې ځان نوماند کړي.

د قانون حکم: د افغانستان د اساسی قانون په ۶۲ ماده کې راغلي دي چې هر افغان چې د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند کیږی نو د کاندیدلو په ورځ یې باید د ۴۰ کالو عمر پوره کړي وي او هم د بل هیواد تابعیت ونلری.

تحلیل : باید وکتل شې چې پدی اړوند کوم بل حکم خو نشته په موضوع کې د مربوطه قوانینو ترمنځ ټکر خو نشته مثلا د اساسی قانون او ټاکنو قانون حکم یو شان دی که نه.

نتیجه: هر افغان کولای شي چې د ولسمشریزو ټاکنو کې ځان نوماند کړي پدي شرط چې دافغانستان د اساسی قانون د ۶۲ مادي شرایط یې پوره کړي وي.

دوهم مثال : کله چې د ملی شورا یو غړي د جمهور رئیس لخوا  د یو وزارت د وزیر په حیث نوماند کړي، دغه شخص کولای شې چي سره ددی چې د ملی شورا غړي هم دی د وزیر په صفت مقرر شي؟

ځواب: لومړي باید موضوع دقیق شکل مطالعه کړو چې موضوع د څه په اړوند ده، دوهم باید په موضوع تطبیق کوونکې قوانین وپلټل شې چې کوم قوانین پدی اړه وضاحت لری، دریم موضوع په هر اړخیزه ډول تحلیل شي، او څلورم د موضوع نتیجه په مسلکي شکل راوویستل شي.

موضوع :ایا د ملی شورا غړي د وزیر په صفت مقرر کیدلای شي کنه؟

قانون حکم : د اساسی قانون ۷۳ ماده د هر کله چې د ملی شورا غړي د وزیر په صفت نوماند کیږی نو په ملی شورا کې خپل عضویت د لاسه ورکوي او د هغه په ځای بل شخص د ټاکنو د قانون له مخي معرفي کیږی.

تحلیل : باید وکتل شې چې پدی اړوند کوم بل حکم خو نشته په موضوع کې د مربوطه قوانینو ترمنځ ټکر خو نشته مثلا د اساسی قانون او عادی قوانینو حکم یو شان دی که نه.

نتیجه:د ملی شورا غړي په هغه صورت کې چې لازم قانونی شرایط ولری د رئیس جمهور لخوا د وزیر په صفت معرفی کیدلای شي ولی خپل عضویت په ملی شورا کې د لاسه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x