نظــر

څوک سوله نه غواړی!!!

عبدالقهار حیاتخېل

– دا چې سوله د هېواد د امنیت، حفاظت، ترقۍ، ابادۍ او پرمختګ ضمانت کوي، نو اړینه ده چې هېواد هم په سوله معطر او ګلورین وي، ترڅو مو هېواد د پرمختګ او هوساینې په لور کوټلې ګامونه واخلي، خو زه د سولې په اهمیت خبرې او بحث نه کوم، ځکه د سولې اهمیت هر چا ته د لمر په شان روښانه او ځلیدونکی دی، چې هرڅوک یې په اهمیت، ځلا او ضرورت ښه پوهیږي.

غواړم لنډه لیکنه  د سولی په نه راتګ راونغاړم  چې ولې افغانستان د سولې څخه نه برخمن کیږې؟ ولې په میلیاردونو ډالر د جنګ قېمت ورکوو؟ ولې دواړه خواو ته افغانان وژل کیږي؟.

اصلي علت په څه کې دی؟ څوک سوله نه غواړي؟ لکه څرنګه چې تاسو په جریان کې یاست، افغانستان د یو اوږد مهاله جنګ قرباني دی او خدای خبر چې تر کومه به دوام وکړي، خو څوارلس کاله کیږي، چې د سولې چیغې وهل کیږي او سوله په ذره بین کې هم نه ښکاري، کله چې امریکایانو په افغانستان یرغل وکړ او افغانستان یې تسخیر کړ، نو حامد کرزی د واک په ګدۍ کښیناست حامد کرزي هم د ولس د غولولو په خاطر غولونکې چیغې شروع کړې او د خپلې ادعا د ثبوت لپاره یې یوه غولونکې تش په نوم د سولې عالي شورا جوړه کړه، چې نه دې شورا د جرګې حیثیت درلود او نه هم ورته منځګړي خلک انتخاب شوی وو . ټول هغه اشخاص په دغه شورا کې راټول شوي ؤو، چې په دولت کی عملا دخیل ؤو، خو دا چې دولت دې خلکو ته ضرورت نه درلود، دوی یې په دغه لار کې مصروف وساتل، ترڅو له یو لوري خلک وغولوي او د بلې خوا د دې شورا غړي د امریکا په ډالرو شخوند ووهي او حکومت یې له شره خلاص وی، که نه تاسو ښه خبر یاست، چې هغه کسان، چې طالب سره په کلونو کلونو جنګیدلي وو، هغوی د سولې لپاره وګمارل شول سره د دې چې سلیم عقل دا په کلکه ردوي، چې یو کس دې هم مخالف  وی او هم منځګړی نو ویلای شم چی کرزی دسولی لپاره هیڅ هم ونه کړه .

خلاصه به یی کړم  د کرزي دوره ختمه شوه، بیا د انتخاباتو لړۍ شروع شوه، دا ځل ټول ولس سره هیله پیدا شوه، چې د لسګونو کلونو ارمان به یې پوره کیږي او هېواد به یې د یوې دایمي سولې درلودنکی وي او د دوی د کلونو تنده به پرې ماتېږي، خو برعکس بیا هم د دوی هیلې له خاور سره خاورې شوې او هغه څه چې دوی یې په تمه ؤو، ونه شو، بلکې د جنګ د دوام نارې او سورې شروع شوې او جنګ د پخوا په پرتله لا سخت او پراخ شو. محمد اشرف غني، چې ځان دوهم  مفکر ګڼی، او د دې لپاره چې خپل فکر نورو ته ثابت وښایي په یو داسې لاره روان شو، چی هغه لاره ترکستان ته تللی وه . د دې په ځای چې د طالب سره خبرې وکړي، د طالب سره د سولې مذاکرات پیل کړي مستقیما د پاکستان سره خبرو ته کیناست.

اوس اوس خبر شوم چی دسولی دعالی شورا لپاره ښاغلی یونس قانونی چی یو وخت دکورنیو چارو وزیر، دبهرنیوچارو وزیراو دپارلمان ريس پاتی شوی دی، دسولی دعالی شورا ریاست ته ګمارل شوی،  ایا یو داسی څوک چی کلونه کلونه دطالبانو سره جنګیدلی وی،  او کلونه کلونه ددولت په مهمو پستونو پاتی شوی وی هغه سوله ته ژمن پاتی کیدای شی ؟  ایا هغه په سوله کی مهم رول لوبولای شی ؟ واضح خبره ده چی په سوله منفی اثر پری باسی  نه مثبت ، نو په ټوله کی ویلای شم چی د سولی لپاره کار نه دی شوی بلکی حالاتو ته په کتو دا یوه غولونکی پروسه ده چی خلک تیر باسی نور څه نشته  .

وړاندیز:

حکومت باید د طالبانو سره په مستقیمه توګه  د قطر د دفتر له لارې خپلو خبرو ته دوام ورکړي که ریښتیا سولې ته ژمن وي د هغوی غوښتنې راواخستل شي او هغه د ولس سره شریکې شي که چېرته د طالبانو غوښتنې او وړاندیزونه د افغانستان د عقیدې، کلتور او د علیاء ګټو سره موافقې وې، نوباید ورسره ومنل شي ځکه ولس نور دجنګ څخه ستړی او یو اسلامی ، باثباته او یو ازاد هیواد غواړی او که د پورتنیو ارزښتونو سره په ټکر کې وې  باید  رد شي.

قطر، د طالبانو سیاسي دفتر
قطر، د طالبانو سیاسي دفتر

د سولې د پروسې له بشپړ جزیاتو څخه دې ولس خبر کړي، څو ولس هم د ښکیلو لوریو په غوښتنو او وړاندیزونو خبر وي، هغه ملت چی دطالبانو څخه حمایت کوی او په داسی حال کی چی  ددوی غوښتنی دپورتنیو ارزښتونو سره په ټکر کی وی  ملت به هم پوه شی او دحمایت څخه به یی لاس واخلی ، او که دهغوی داعیه پر حقه وی باید منلو ته یی غاړه کیږدی

که افغان دولت وایې، چې شهیدان یې ورکړي، هغوی یانې طالبانوهم شهیدان ورکړي، که حکومت وایې، چې زمونږ څوارلس کلنې لاس ته راوړنې او ګټې باید تر پښو لاندې نه شي او هغو ته لا پرمختګ ورکړل شي. نو کومه لاس ته راوړنه؟ په دغه تېرو څوارلس کالونو کې یواځې ددولت  لاس ته راوړنې، یو څو تلوېزیونونه، مدني ټولنې، د ښځو بې حده ازادي، غلا، زنا، اختطاف، مخدره توکي، اداري فساد او بلاخره دځوانانو قاچاقی تیښتی اوداسی نور .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x