نظــر

طالب وزيران اوخاطرې – ملا اختر محمد عثماني

قاضي محمد حسن حقيار وايې چي د شريعت اونيزي له پاره مي د سوداګرۍ وزارت له وزير ښاغلي حافظ محب الله سره مرکه دهغه په کورکي کوله، مرکه مي ورسره پېل کړه، او دهغه خبري مي په ټايپ ريکارډر کي ثبت کولي، مرکه اوږده شوه، دماسپښېن د لمانځه وخت شو، د مرکي په منځ منځ کي د سوداګرۍ وزير حافظ محب الله وويل چي جماعت دريږي، لمونځ به په جماعت سره يوځای وکړو او بيا به وروسته نوري خبري کوو.

د وزيراکبرخان مسجد د حافظ صاحب کورته نږدې وو، بوټونه موږ دواړو يو خوندي ځای کېښودل، د حافظ صاحب چمپل وو او زما نسبتاً قيمتي بوټ وو، لمونځ مو په جماعت سره اداکوو، حافظ صاحب ترمالږ شيبه مخکي ووتی،

کله چي ما هم سنت رکعاتونه خلاص کړل، چي د بوټونو ځای ته راغلم، چي هرڅه ګورم زما بوټ نشته، همدلته په مسجد کي دننه ايسته او دوري وګرځيدم،خپل بوټ مي په سترګو نه شول، څوتنه نور لمونځ کوونکي چي لاهم لمونځ يې نه وو تمام شوی، هغوی ته انتظار شوم ترڅو وپوهيږم چي که کوم اضافي بوټ پاتي شي او زه يې په پښو کړم، همدلته انتظار وم چي حافظ محب الله بيرته مسجد ته رادننه شو او ويې ويل چي ولي نه راؤځي؟ هغه ته مي وويل چي بوټونه مي نشته لکه چي چا وړي دي؟ حافظ  وخندل او ويې ويل چي راځه هغه خو ما رااخستي دي، زما بوټونه او خپل چمپل يې دواړه په لاس کي وو.

حقيار صاحب وايې چي د امارت يو برحاله وزير او زه د شريعت اونيزي يو کارکوونکی، خو دهغه تواضع، او په خپل نفس حاکميت دومره زيات دی چي دخپلو چمپلو سره يو ځای زما بوټونه يې په لاس کي ولاړ دی. داځکه چي زه د هغه کورته ورغلی وم او يو ډول ميلمه وم، تاسي دامارت د وزير دغه حالت د نن ورځي له وزيرانو سره پرتله کړئ.

حقيار صاحب وايې چي د شریعت اونيزي له پاره د مرکو چمتو کولو په نيت د کندهار قول اردو قومندان ملا اخترمحمد عثماني ته ورغلم، د قول اردو په يو لوي اطاق کي ناست وو چي شاوخوا طالبان پري چاپيره وو، او هر طالب په خپل نوبت سره کاغذ ورته وړاندي کاوو، هغه به يو څو کرښي پري وليکلې او لاسليک به يې کړ.

عثماني صاحب ته مې وويل چي د شريعت اونيزي له پاره مرکه وکړو، هغه وويل چي سمه ده چي د طالبانو کارونه لږ سپک کړم او فارغه شوم نو مرکه به هم وکړو.

کله چی په کوټه کي ناست طالبان خلاص شول، مرکه مو پېل کړه، په ټايپ ريکارډر کي مي دهغه خبري ثبتولي، موږ د مرکي په حالت کي وو چي طالب به راغی او کاغذ به يې عثماني صاحب ته وړاندي کی، او له دي سره سره به راغلي طالب خپله خبره هم کوله چي زموږ د مرکي مزاحمت به وشو، همدغه حالت روان وو، څو ځله طالبان راننوتل، عثماني صاحب به کله خپله هم دهغه د وړانديز په اړه پوښتنه ورڅخه وکړه ترڅو يې په غوښتنه ښه پوه شي.

ورته مې وويل چي: که چاته دنده ورکول شي چي لږ شيبه طالبانو ته کوټي ته دراننوتلو اجازه ورنه کړي، عثماني صاحب وويل چي بيا طالبان خوابدي کيږي، راځه چي زه او ته بل اطاق ته ولاړ شو، موږ بل اطاق ته ولاړو هلته مو مرکه پېل کړه، لږ وروسته بيا طالب راننوت او خپل کاغذ يې وړاندي او خبری يې پېل کړي، هغه خلاص شو، همدغي لړۍ دلته هم دوام درلود، زموږ مرکه بيا ونه شوه او طالبان وتل او راننوتل.

عثماني صاحب ته مې وويل چي پر دي ډول خو پر مرکه خوند نه شو اخستلای، ځکه چي ستا ذهن مغشوش کيږي، د خبرو په منځ کي هغوی راشي خپلي غوښتني وړاندي کوي زموږ خبره ټوله ګډه وډه شي او بيا له سره شي، په دي ډول خو تر ماښامه هم، دا لږ خبري نه خلاصيږي، عثماني صاحب وويل، سمه ده، بل اطاق ته به ولاړ شو، موږ درېيم اطاق ته ولاړو، هلته ما د عثماني صاحب ملګري طالبان پوه کړل چي په دروازه کي ودريږي او د لږ وخت (ترڅو چي موږ مرکه بشپړ کوو) څوک را پري نه ږدي، همدلته مو مرکه بيا له سره پېل کړه، موږ چي کله د مرکي منځ ته ورسيدو، چي ګورم بيا همدي کوټي ته يو طالب را ننوتی، په پښه ګوډ دی، سلام يې واچاوو، مخکي له دي چي هغه خبره وکړي او يا عثماني صاحب څه ووايې سمدستي زه ورته په قهر شوم، ورته مې وويل چي دا څووم اطاق دی چي موږ يې بدلوو، هرځای چي ولاړ شو تاسي راپسي را روان ياست، لږ خو مو پريږدئ؟ چي دا مرکه خلاصه کړو، بيا چي هرڅه عثماني صاحب ته واياست ورته راشئ، کښينه هلته کرار کښينه چي مرکه خلاصه کړو بيا خبره ورسره وکړه، هغه ګوډ طالب هم موږ ته نږدې ارام کيناست، خو عثماني صاحب يواځي دومره ورته وويل چي اوس نو سم شوي؟ دا د کندهار د خلکو يوه عامه اصطلاح ده.

کله چی مرکه خلاصه شوه، عثماني صاحب له ناست ګوډ طالب سره په غيږ په مينه روغبړ وکړ، په دروازه کي ولاړ طالب ته يې ږغ کړل شني چاوي راوړه.

عثماني صاحب وويل چي دا دي وپيږاندی، ومې ويل چي نه! هغه وويل چي داخو د مخابراتو وزير مولوي حمدالله نانی صاحب دی، او له کابل څخه ميلمه راغلی دی، زه سخت وشرمیدم، نه پوهيدم چي څه وکړم، او څه ډول خپله تېروتنه جبران کړم، د مخابراتو وزيرته مې وويل چي ډيره بخښنه غواړم، يو خو مې ونه پيږندلي او بل داچي زموږ دا درېيم اطاق وو چي د طالبانو له دي امله چي مرکي ته يې نه پريښودلو بدل مو کړ.

وزير وويل چي خير، داخو راځي، تا خو هیڅ زياته خبره نه ده کړي يواځي دادي وويل چي کښينه او زه هم کښيناستلم، په دي خبره يې زه نور هم د ځمکي تر تل تير کړم.

ددي له پاره چي زما حوصله ټيټه نه شي، د مخابراتو وزير وويل چي کله کابل ته راشي، زما ځای ته هم راشه، هلته به زه هم مرکه درسره وکړم، زه به بيا د مرکي پر وخت څوک نه راپريږدم. هره خبره يې د توپک ډز وو، خو باور وکړئ چي دهغه په څيره کي هیڅ د خفګان او يا قهر نښه نه ليدل کيدله، او له هري خبري سره چي ماته به يې کوله تبسم او ارامه خندا به يې کوله.

که يو مشر او د خپل ولس خدمت کوونکي پرخپل نفس دومره کنټرول ولري نو بيا ډاډه اوسئ چي دغه ډول متواضع او پاک زړه خلک د خپل ولس خدمت تر بل هرچا په ښه او سم ډول کولای شي.

تاسي د وزيراو قول اردو د قومندان ترمنځ مېنه او محبت، او يو بل ته احترام او پريو بل باور، دهغوی تواضع او په خپلو نفسونو پوره واک د نن ورځي وزيرانو او چارواکو له تکبر، غرور او په خپلو منځونو کي يو دبله څخه نفرت پرتله کړئ، ترڅو وپوهيږو چي طالبانو د خلکو څومره احترام درلود او ددغه ولس د خدمت له پاره يې څومره تنده درلودله.

 

شبير احمد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x