دیني، سیرت او تاریخ

سياست او حکومت د اسلام له نظره (2)

ليکوال : ستر ديني عالم شيخ الحديث مولوي فضل الرحمن (پکتياوال) رحمه الله –
ترتيب کوونکی : م، نجم الرحمن (فضلي) –

د اسلامي فقهې له مخې د سياست تعريف:

السياسة: هي مصدر الساس الوالي الرعية امرهم ونهاهم کما في القاموس وغيره فالسياسة استصلاح الخلق بارشادهم الى الطريق المنجي في الدنيا والاخرة.

فهي من الانبياء على الخاصة والعامة في ظاهرهم وباطنهم، ومن السلاطين والملوک على کل منهم في ظاهره لاغير، ومن العلماء ورثة الانبياء على الخاصة في باطنهم کما في المفردات وغيرها کذا في احياء العلوم الدين، جلد١ ص٢٤ومثله في الدرالمنتقى قلت وهذا تعريف للسياسة العامة الصادقة على جميع ما شرعه الله تعالى لعباده من الاحکام الشرعية وتستعمل اخص من ذلک مما فيه زجر وتاديب ولو بالقتل کما قالوا  في اللوطي والسارق والخناق اذا تکرر منهم ذلک حل قتلهم سياسة، ولذا قال في البحر [ج٥ ص١٠] کتاب الحدود وظاهر کلامهم ان السياسة هي فعل شئ من الحاکم لمصلحة يراها وان لم يرد بذلک الفعل دليل جزئى اه، عن الحموى: السياسة شرع مغلظ وهي نوعان سياسة ظالمة فالشرعية تحريمها وسياسة عادلة تخرج الحق من الظالم وتدفع کثيراً من المظالم وتردع اهل الفساد وصل بها الى المقاصد الشرعية فالشريعة توجب المصير اليها والاعتماد في اظهارالحق عليها وهي باب واسع [رد محتار]

ژباړه : سياست د ساس مصدر دى، په لغت کې پدې معنى راغلى چې امير خپل رعيت پداسې شان اداره کړي چې دوى ته د اصلاح او معروف امر وکړي او له مفسداتو او منکراتو څخه يې منع کړي، سياست په اصطلاح کې د ټولنې د افرادو د اصلاح غوښتنه او طلب کول د دوى د رهنمائي او لارښوونې په واسطه پداسې طريقه چې دنيوي او اخروي کاميابي او سعادت مندي يې په برخه شي، نو همدا سياست رهنمائي، ارشاد او هدايت د انبياؤ له اړخه مکمل شوى اکمال ته رسيدلى، ټولو افرادو ته که خواص وي که عوام د هغوى په ظاهر او باطن کې عملي کيږ‌ى، يعنې په ټولو افرادو کې ظاهري او باطني اصلاح رامنځته کيږي، اما د نوموړي سياست اعمال د پاچاهانو او سلاطينو لخوا په ټولو افرادو په عمومي ډول د هغوى په ظاهره صورت نيسي او بس.

او همدا شان په منتقي کې ذکر شوي مصنف يې فرمائي : چې دا تعريف د عامه سياست دپاره دى چې لوى خدای (ج) د خپلو بندګانو لپاره له  شرعية  احکامو څخه مشروع کړى، اما سياست په خاصه معنى له يو شمير تاديبي احکامو او زواجرو څخه عبارت دى، اګر چه زجر او تاديب په قتل سره هم وي، لکه د لوطي، غله او د قتل د مرتکب په حق کې يې چې ويلي، په هغه صورت کې چې دا اعمال لدوى څخه مکرر صادر او واقع شي نو د دوى قتل سياستاً جائز او روا دى.

په بحرالرائق کې ذکر شوي چې د فقهاؤ له کلام څخه څرګنديږ‌ى چې سياست  د حاکم له هغه فعل څخه عبارت دى چې د مشهوده مصلحت په غرض ترسره کيږ‌ي، اګر چې د هغه فعل په اړه جزئي دليل هم نه وي وارد شوى، له حموي څخه نقل شوي چي سياست تعزيراً او تغلظاً مشروع شوى چي په دوه ډوله دی:

١- ظالمانه سياست کوم چې د دنيوي او ديني ډول ډول بدبختيو لامل او سبب ګرځي چې شريعت ورته حرام ويلي، يعنى شريعت دا حرام ګڼلى.

٢- دوهم عادلانه سياست : چې ددې په ذريعه له ظالم نه د مظلوم د حق اخيستلو، د زياتو ظلمونو دفع کول، د اهل فساد محوه کيدل ترسره کيږ‌ي او د شريعت لوړو مقاصدو ته رسيږ‌ي چې شريعت هغه ته رجوع کول واجب ګرځولي او د حق په اظهار کې په هغه باندې اعتماد شوی دى.

(ولم ار في کلام مشايخنا تعريف السياسة قال المقريز في الخطط …… ثم رسمت بانها القانون الموضوع لرعاية الادب والمصالح  وانتظام الاموال.

والسياسة نوعان سياسة عادلة تخرج الحق من الظالم الفاجر فهي من الشريعة علمها من علمها وجهلها وقد صنف الناس في السياسة الشرعية کتباً متعدداً.

والنوع الاخر سياسة ظالمة فالشريعة تحرمها. [بحرالرائق، ج٥، ص٧٠] ژباړه : د مشائخو په کلام کې د سياست تعريف نه تر سترګو کيږ‌ي، مقريزي ويلي چې وروسته مې دا تعريف وکړ چي سياست له هغه قانون څخه عبارت دى کوم چې د آدابو او مصالحو د مراعات او د اموالو (مالونو) د انتظام په موخه وضع شوى وي.

 سيا ست په دوه قسمه ده.

١- عادلانه سياست چې د هغه په توسط د مظلوم حق له فاجر ظالم څخه اخيستل کيږى کوم چې له شريعت څخه دى او علم يې د شريعت د علم څخه دى او د هغه جهل به  د شريعت د جهل له جملې څخه وي، پداسې حال کې چې په شرعي سياست کې علماء کرامو بې شميره کتابونه تصنيف کړي دي.

٢- ظالمانه سياست د کوم په نتيجه کې چې د  حقوقو تلف او پايماليدل او د فساد خپريدل رامنځته کيږي چې شريعت داسې سياست حرام او ناروا ګڼلی دى.

(اعلم ان السياسة: شرع مغلظ والسياسة نوعان سياسة ظالمة فالشريعة تحريمها، والسياسة عادلة: تخرج الحق من الظالم وتدفع کثيرا من المظالم وتردع اهل الفساد الخ [معين الحکام ص٢٠٧]

ژباړه : سياست په دوه قسمه ده :

(١) ظالمانه سياست کوم چې شريعت حرام ګرځولى دى.

(٢) عادلانه سياست : چې د هغه په ذريعه د مظلوم حق له ظالم څخه اخيستل کيږى، په هغه سره مظالم دفع کيږي، د اهل فتنه او فساد مخنيوى ورباندې کيږي او د هغه په توسط د شريعت لوړو مقاصدو ته کوم چى د بندګانو د پاره مشروع  شوي رسيږى.

نو شريعت  دا ډول سياست واجب ګرځولى، د حق په اظهار کې په هغه باندې اعتماد شوى دى، سياست يو پراخ باب دى بايد په هغه کې له احتياط څخه کار واخيستل شي تر څو په افراط او تفريط کې د فهم د ښويدلو سبب نشي، کوم چې د تباهي موجب ګرځي، هغه طائفه چې په سياست کې يې د تفريط تګ لاره خپله کړې وي او د سياست او اعمالو په اجراء کې يې له اهمال څخه کار اخيستى وي په پايله کې به يې حقونه ضايع او حدود معطله کيږ‌ي، د اهل عناد د يارى او د اهل فساد د جرءت سبب به ګرځي چې په هغه کې اهمال او توسع د مظالمو دروازې خلاصوي چې پدې سره به ناکاره او ناوړه اعمال او افعال رامنځته کيږي کوم چې د وينې تويونې په نامشروع طريقې سره د خلکو د مالونو اخيستل، او د جنګ و جدال موجب ګرځي، چې بالآخره د ټولنې صلاح، فلاح، سعادت، ترقي او د اجتماع اصلي او فطري هدف او موخه له منځه ځي، او له شرعي سياست څخه انکار دا د شرعي نصوصو ردول او د خلفاء راشدينو طريقې ته د ناسم ويلو په معنى ده او هغه طائفه چې په شرعي سياست کې يې د افراط لاره خپله کړې وي او د الله (ج) له حدودو او شرعي قانون څخه يې د بدعي سياست او مظالمو په انواعو سره تجاوز کړى وي او دا ګمان يې کړى چې (نعوذ بالله) شرعي سياست د حق له سياست او امت له مصلحت څخه قاصر دى د دوى دا توهم جهل، عظيمه او فاحشه غلطي ده، لکه چې خداوند (ج) فرمائيلي دي (اليوم اکملت لکم دينکم الى ورضيت لکم الاسلا دينا)) [سورة مائده، آيه ٣]

ژباړه : نن ورځ مې ستاسې لپاره ستاسې دين کامل کړ او په تاسې مې خپل احسان تمام او پوره کړ او خوښ مې کړ ستاسو دپاره د اسلام دين. تفسير: د هغه په اخبار او قصو کې کامل صدق، په بيان د هغه کې کمال تاثير او د هغه په احکامو او قوانينو کې  ميانه روي او اعتدال موجود دى او هغه حقائق چې په مخکنيو کتابونو او سماوي  اديانو کې محدود او نا تمام وو پدې فهم دين کې پوره او مکمل شول، هغه احکام چې قرآن کريم او نبوي صلى الله عليه وسلم سنتو د حل او حرمت په په خصوص کې د تنصيص يا تعليل په طور بيان کړي د هغو اظهار او ايضاح به هميشه دپاره جاري وي او هيڅوک په هغو کې د ترميم يا لاس وهنې حق او جرءت نلري، تر ټولو لوى احسان دا دى چې د اسلام په شان يو مکمل او ابدي قانون او د نبي اکرم خاتم الانبياء صلى الله عليه وسلم په شان عظيم الشان او مهربان پيغمبر يې تاسو ته راوليږه او پدې سربيره د اطاعت او استقامت توفيق يې عنايت کړ او د روحاني غذاګانو عام دسترخوان او دنيوي نعمتونه يې تاسو ته در کړل او د قرآن کريم د حفاظت او د اسلام د غلبې او د عالم د اصلاح اسباب يې تاسو ته برابر کړل، وروسته لدې مکمل او جهان شمول دين څخه  د کوم بل دين انتظار کول يو جهالت او بې عقلي ده او له  اسلام څخه پرته چې د تفويض او تسليم مرادف دى د نجات او مقبوليت بله وسيله نشته.

نور بيا ان شاء الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x