دیني، سیرت او تاریخ

د ځوان نسل په ښوونه او روزنه کې، د اسلامپاله معلم رول او مسؤلیت

معلم

بسم الله الرحمن الرحيم

د خپلو نسلونو ښه پالنه، ښوونه او روزنه، هاغه سپېڅلې، د وياړ او مسؤلیته ډګه دنده ده، چې د الله تعالی له پلوه یو لک او څلیرشت زره زیات او کم پیغمیرانو په ډیر اخلاص ترسره کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: «إنما بعثتُ مُعَلِّماً» يانې زه د خپل رب له پلوه خلکو ته د معلم په توګه را استول شوی یم، ترڅو ورته سمه لار، ښه اخلاق، غوره سلوک، او د خلاصون لارې چارې وروښايم.

يو اثر کې راغلي چې حکيم الامة أبو الدرداء رضي الله عنه فرمايي: « كن عالماً أو متعلماً أو مستمعاً أو محباً ولا تكن الخامس فتهلك» یانې یا معلم شه، او یا متعلم، او یا ورته اورېدونکی، او یا ورسره محبت کوونکی شه، او د دې څخه په غیر پنځم مه کېږه نو هلاک به شې. مطلب دا چې که پخپله معلم یا عالم نه شې کېدلی نو د معلم او عالم څخه څه زده کړه، خبرې یې واوره، او که دا هم نه وي، نو ورسره مینه لرونکی شه، کینه او بغض ورسره مه ساته، د علماؤ او معلمینو دښمنان جاهلان دي.

الله تعالی فرمايي: « يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجَاتٍ‏…» [سوره مجادله؛ آيه 11]. يانې الله تعالی ستاسو څخه د مؤمنانو درجې لوړوي او د علم د خاوندانو.

هو! معلم به همداسې په ټولنه کې تل د همدومره زیات رول خاوند او د ټولنې د ټولو افتخاراتو او اختراعاتو د پرمختګ څلی وي.

معلم دی چی ټولنه رهبري کوي بلکې د رهبرانو لارښوونه کوي، معلم دی چی د ټولنې د معنوي ناروغيو د مخنيوي لپاره معنوي طبیبان او د ظاهري ناروغيو لپاره ظاهري طبيبان روزي.

معلم دی چی د ځمکې د تعمير او ابادۍ لپاره انجينیران او د اخلاقو د ابادۍ لپاره پوهان روزي، معلم د اختراعاتو او اکتشافاتو مصدر دی.

نو که زمونږ د ټولنې معلمين خپله دنده په اماندارۍ سره سرته ورسوي، نو الله ته اميد دی چې ټولنه به مو دغه د اغزن مزل ګوډ او مات کاروان د سباؤن په لور روان کړی شي او که معلم مو هم د مايوسۍ یا د خپلو شخصي ګټو سیلاب لاهو کړ، یا د صلیي کلتوری یرغل ښکار شو، نو سر له اوسه د خپل مظلوم ولس راتلونکی برخليک د پردیو په غلامۍ کې نغښتی وشمېره.

ګرانه معلمه! ښه درته څرګنده ده چې صلیبي یرغلګرو مو په ګران هیواد د نظامي یرغل ترڅنګ کلتوری یرغل هم کړی، غواړي چې د هیواد رښتینې معلمين او علماء کرام بدنام کړي، د ولس او د دوی ترمنځ فاصله پیدا کړي، خپل جنایات او دسیسې يې چې په دې اړه په کار اچولي، غواړي چې پــړه يې د علم او پوهې په رښتینو عسکرو (مجاهدينو) ورواچوي.

نو ای معلمه! ته باید خپل شاګردان پوه کړې چې هاغه مجاهدين چی خپل ځان او شتمني يې ټول، خپل ولس ته د هوسا ژوند د وربښلو په موخه قرباني کړی، هغوی هیڅکله د خپلو بچیو ښونځی نه سوځي، او نه خپل مسلمان زده کوونکې مسموم کوي، بلکې دا د ناتوانه صلیبی دښمن چې په نظامی ډګر کې له ماتې سره مخ دی، هاغه بې شرمانه هڅه ده چې غواړي افغان ولس په خپلو مجاهدينو بد ګومانه کړي.

مونږ او تاسو باید دې ته متوجه شو، که مجاهدين د علم او پوهې دښمنان وای (لکه چې د پوهې اصلي دښمن صلیبیان او لاسپوڅي يې چي وایی)، نو په دومره سختو شرایطو کې به اسلامي امارت د ښوونې او روزنې کمیسون نه جوړاوه، او په ازادو سيمو کې به يې په سلهاوو ښونځي نه جوړول، او د هیواد په ټولو ښوونځيو کې به یې د دیموکراسۍ پلیتي عقیدي څخه د پاک، اسلامي تعلیمی نصاب د پلي کېدلو هڅې نه کولي. کوم تعليمی نصاب چې لله الحمد د هيواد په زیاتره ښونځيو کې د اسلامپاله او وطنپاله ښوونکو په ملتیا عملي شوی هم دی. لنډه دا چې د اسلامي امارت د وخت مرستيال ملا عبد الغني براردر –فک الله اسره- خبره ډېر ښه دلیل دی چې وايي: «موږ که مکتب سوځولاى نو اوس به په هيواد کې لس فيصده مکاتب هم نه واى پاته».

ګرانه معلمه! مونږ معلمان باید څه وکړو، زه په دې هم پوهېږم چې مشکلات ډېر زیات دی خو بیا هم دغه ګډ مسؤليت په دې لاندې څو ټکو کې خلاصه کړم او هر معلم ته د هغې د پلي کولو بلنه ورکوم:

۱ـ مخکې له دې چې ټولګي او یا مکتب ته راشې، باید خپل ټول مضامين چی نن یې درس ورکوې په غور سره مطالعه کړې، اګر که مضمون ډېره اسانه هم وی.

۲ـ د درس پیل او اخر ټول دې باید په نظر کې نیولی وي، او خپل درس تل په درسي ساعت تقسيم او ټول وخت پرې ونيسي.

۳ـ که د خپل درسي ساعت څخه لږ هم وروسته شوې نو امانت کې درڅخه خیانت ترسره شو.

۴ـ کوښښ وکړه چې د خپلو شاګردانو محبت لاسته راوړې، نه ډېر سخته او نه ډېره نرمه، تګلاره غوره کړې.

۵ـ په هر حالت کې بايد د خپلو شاګردانو لپاره د مقتدا او لارښود حیثيت ولرې.

۶ـ زده کوونکي د خپل معلم تقليد کوي، نو کوښښ وکړه چې اسلامي اخلاق، نظم، غوره تعامل او اسلامي احساس درڅخه زده کړي.

۷ـ ښوونيز وسائل پخپله له ځان سره ټولګي ته یوسه، ترڅو د شاګردانو وخت د ښوونځي ادارې ته په تلو راتلو کې ضايع نه شي.

۸ـ کوښښ وکړه خپل معلومات او علمي پانګه ورځ په ورځ زياته کړې ترڅو خپل شاګردان ښه ورسوې.

۹ـ د خپلو شاګردانو د اخلاقي ارتقا لپاره په هره مناسبه لحظه کې کار کوه او په دې هکله زياته توجه وکړه.

۱۰ـ خپلو شاګردانو ته د نورې زده کړې لارې چارې وښایه، د ديموکراسۍ د بدو پایلو او د بدو خلکو له ملګرتيا څځه يې وډار کړه.

۱۲ـ خپلو شاګردانو ته، خپل دښمنان (صلیبي یرغلګر او د هغوی لاسپوڅي) وروپېژنه، او هم خپل دوستان (د اسلام او هیواد اصلی پالونکي مجاهدين) وروپېژنه. ځکه د ښوونځيو سوځول او د زده کوونکو مسموم کول ټول همدغه صلیبي یرغلګر او د هغوي جاسوسان کوي، نه مجاهدين. که د ځینو مشکلاتو له وجې يې په څرګند ډول نه شې ورپېژندلی هم، نو په تدريجی ډول يې داسې وروزه چې ذهنونه يې برابر شي، او خپل دوست او دښمن وپېژني ترڅو په راتلونکې کې خپل هيواد او اسلامي نظام (اسلامي امارت) ته ژمن او د خپل ولس خدمت ته جوګه وي.

۱۳ـ هم پخپله کوښښ وکړه چې وخت ضايع نه کړې او هم شاګردانو ته د وخت د اهميت په هکله توصیه وکړه.

۱۴ـ ګرانه معلمه! په پخپلو ټولو کړو وړو او خصوصا د معلمۍ په دنده کې اسلام او هیواد ته مخلص اوسه او الله تعالی خپل څارونکی وګڼه، د پرديو او لاسپوڅو پر ځای بايد په مجاهدينو ښه فکر وکړې، او د علم او پوهې رښتينی عسکر او پالونکي يې وبولي، همدارنګه پردي او د هغوی غلامان د پوهې دښمنان وګڼه، او شاګرادان دې هم همداسې وروزه، ترڅو هم د دنیا او هم د اخرت بریاليتوب دې په برخه شي.
د اسلام او هیواد ګټو ته د ژمنو معلمينو او ښوونکو د لا زیات بريالیتوب په هیله.

عبد الباري همت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x