افغانستان

ولسمشر له خلیل الله فیروزي سره د ښارجوړونې وزارت قرارداد لغوه کړ

نن ټکی اسيا (شنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۴ ل): ولسمشر اشرف غني د خلیل الله فیروزي سره د ښار جوړونې وزارت هغه قرارداد لغوه کړ چې په اړه یې له تیرو څو ورځو راهیسې د نوموړي حکومت تر سختو نېوکو لاندې و.

د ښار جوړونې وزارت د محکمې د پریکړې پر خلاف د کابل بانک په دوسیه کې د لومړی درجې تورن خلیل الله فیروزي سره یو هوکړه لیک امضا کړی وو، چې پر اساس به یې د نوموړي پر ځمکه د سمارټ سیټي په نامه یو ښارګوټی جوړیږي، ددغه ښارګوټي د عایداتو څخه به خلیل الله فیروزي د کابل بانک څخه اختلاس کړي خپل ۱۳۰ ملیونه ډالر پوره ادا کوي.

ولسمشر اشرف غني لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې له فیروزي سره شوی «هوکړه لیک» الزامي او له حقوقي پلوه قرارداد نه دی او د حقوقي کمزوریو له کبله لغوه او د باور وړ نه دی.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې فیروزي د محکمې د حکم سره سم د ټولو قرضونو په ورکولو مکلف دی او دغه حکم د اجر وړ او قابل د تغییر نه دی.

اعلامیه کې همدا راز د کابل بانک تصفیې ادارې ته دستور ورکړل شوی چې هغه ۶۸ جریبه ځمکه چې د فیروزي لخوا دغې پروژې ته ځانګړې شوې وه، د قرضونو د جبران په بدل کې ظبط کړي.

دا هوکړه لیک چې د ښارجوړونې وزارت لخوا د اشرف غنی د فوق العاده استازی احمد ضیاء مسعود ، د مشرانو جرګې د مرستیال د ولسمشر د حقوقي مشاور او نوو لوړ پوړو دولتي چارواکو په شتون کې لاسلیک شوې وه نن د ولسمشر اشرف غني لخوا لغوه شوه.

خلیل الله فیروزي چې تېر کال محکمې په لس کاله بند محکوم کړی و، د سمارټ سیټي د پرانېستې په مراسمو کې د ښار جوړونې وزیر منصور سعادت نادري او احمد ضیاء مسعود تر څنګ د نورو جګپوړو چارواکو سره را څرګند شو.

دا لا څرګنده نه ده چې نوموړی د کوم حکم پر اساس له زندانه را خوشې شوی دی.

احمدضیاء مسعود او نورو چارواکو په دغو مراسمو کې د خلیل الله فیروزي څخه مننه وکړه چې دغه پروژه کې يې برخه واخیستله. د دغو چارواکو په باور د کابل بانک د پيسو د بیا تر لاسه کولو لپاره تر دې بله ښه لاره نه وه.

باید وویل شي چې داسي راپورونه هم ورکړل شوي چې د محکمې د پریکړي پر خلاف خلیل الله فیروزي له ډیري مودې د ورځې په زندان او شپې بهر کولې.

فیروزي تېره ورځ د اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره هم لیدلي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط هر هغه څوک چي غوږونه ، سترگي ، عقل او احساس لري .او يا يې حقوق او عرف لږ مطالعه کړي وي .او یا يې دافغانستان او نړۍ حال او ماضي تاريخ لږ تر لږه. اوستۍ وي ې. دا به ورته په گوته او جوته سي ، چي د ادم تر دې دمه هيڅکله هم د يوو حکومت لوړ پوړي غړي. چي د اولس سوکالي او ارامي ور په غاړه وي ، د يوه مشهور او معلوم الحال. غله ،. رهزن او کوتاه طريق. ياري او ملگري کړې وي. هغه هم داسي يوو مشهور او… نور لوستل »

معان الرحمن

دغلو اصلی مشر کرزی دی چی دپلار نوم یی غل عبدالاحد کرزی وه که کرزی غل نه وی غله یی په وظیفه نه ګومارل او نه یی داسی غلو ته وقت ور کاوه ۰۰۰ خو کرزیان سره له ټولو غلو وروڼو چی افغانستان یی لو ټ کړ او په امریکا یی کی یی هو ټلونه پری پرانستل دهغوی مخه چا ونه نیوله

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x