
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو پنځمه ناسته وشوه
نن ټکی اسیا (شنبه، لړم۱۶مه ۱۳۹۴ل): د ګډو همکاریو او سوداګرۍ په موخه د افغانستان او ترکمنستان تر منځ پنځمه ګډه اقتصادي ناسته نن د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې ترسره شوه.
د ماليې وزارت د خبرپاڼې له مخې ماليې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي پرون د لړم په ۱۵مه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته سفر وکړ او د دواړو هېوادونو تر منځ د ګډ اقتصادي کميسیون په پنځمه ناسته کې یې ګډون وکړ.
د خبرپاڼې له مخې د ناستې هدف د دواړو هېوادونو تر منځ په تجارتي او اقتصادي همکاریو باندې بحث و.
د مالیې وزیر د یاد پلاوي په مشرۍ له ترکمنستان سره د تجارتي او اقتصادي همکاریو، د انرژۍ او اوبو، ترانسپورټ، مخابراتو، کرنې، پوهنې او د لوړو زده کړو په برخه کې د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.
څه موده مخکې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شوی ؤ چې له مخې به یې ترکمنستان له افغانستان سره د تجارتي او اقتصادي همکاریو، د پیسو مینځلو، د انرژۍ، بدني روزنې او تکنالوژۍ په برخو کې مرسته کوي.
ترکمنستان ته په تللي پلاوي کې د اوبو او بریښنا وزیر انجینر علي احمد عثماني، د هوایی چلند او ترانسپورت وزیر ښاغلي محمدالله بتاش، په اقتصادي چارو کې د ولسمشر سلاکار قیومي او د اړونده ادارو استازي هم شامل وو.