نظــر

لامِساسَ انا سياف

سیاف

وايې چي تاريخ تکراريږي، هره کومه پيښه چي پخوا تيره شوي وي، بيا هم د تاريخ په اوږدو کي تکرار پيداکوي، د حضرت موسی عليه السلام په وخت کي چي کله د سامري په نوم يوه کس د سخندر تش کالبوت جوړ کړ، او بيا يې هغه د جبرائيل عليه السلام د آس د پښو خاروه پکې واچوله نو د سخندر له خولي به اوازا رؤت، کله چي حضرت موسی عليه السلام بيرته راستنيدی، د قوم ډير خلک بيرته مشرک شوي وو، خو حضرت موسی عليه السلام سامري ته بد دعا وکړه، او په سامري داسي مرض الله نازل کړ چي هرڅوک به ورته نږدي شو نو ده به نعري وهلي چي لامساس، ماته لاس مه راوړئ، ماته مه رانږدي کيږي، او له ماڅخه ليري شئ.

استاد عبدالرب رسول سياف د جهاد دوخت پيږندل شوی او مشهور عالم په اړه مي ډيري کيسي اوريدلي وي، ویل کيدل چي هغه ډير پوه اوځيرک سړی دی، هغه ډير عالم او متواضع سړی دی.

يو ځل هر څه په بله واوښتل، استاد سياف دامريکا سره دوستي اعلان کړه، دامريکا په پلي پوځ کي يې د طالبانو د ټکولو او ماتولو له پاره د افغان امريکا پلي پوځ قومانده ومنله،او د امريکا تر مستقيمه قومانده لاندي يې د طالبانو په ليکو حملي وکړي، ډير طالبان يې شهيدان او له منځه يووړل.

دامریکايانو سره له يوځای کيدو سره يې رنګارنګ کارونه وکړه، او تر ټولو وروستۍ يې د طالبانو په اړه فتوی وه چي څلور تنه د کابل په څلورو دروازو کي ځوړند او اعدام شي ترڅو چي په کابل کي او په خاص ډول سره دده له پاره امنيت سم شي.

کله چي يې احساسات ارام شول، او بيرته عادي حالت ته راوګرځيد، استاد سياف حیران شو چي پخوا خو مي د ژوند چانس درلود، اوس څه وشول، داځل ددي فتوا په ورکولو سره نور نو ماته به هم ژوندکول اسانه نه وي.

وايې چي اوس استاد دومره ډاريدلی دی چي کرزی ورته وویل چي ماته پنځه دمرمۍ ضد موټران په نوي عصری وسايلو سمبال راغلي دي، يو به تاته درکړم، استاددومره ويره لرله چي ورته ويل يې چي دچا په لاس يې راليږي او ترمارارسيږي هم اعتبار نشم کولای، موټر نه غواړم، بيا کرزي ورته وويل چي زه به يې دخپل هغه محافظ په لاس درته ولیږم چي هغه هروخت له ماسره وي او له ماڅخه هيڅ نه جلاکیږي.

استاد سياف ورسره ومنله چي سمه ده، که هغه نفرچي زه هم باور پري لرم موټر راولي بيا به يې درڅخه واخلم.

کرزي چي موټر پغمان ته دخپل محافظ په لاس ورته وليږو،هلته يې چي له څو دروازو څخه تير کړ، او اخرني دروازي ته ورسيد، استاد ته يې دهغه د ځوی په لاس احوال وروليږی چي رئيس صاحب موټر درته راليږلی دی،کله چي استاد ته يې خپل ځوی ورغی، ورته ويې ويل چي موټر يې له ارګ څخه راوستی دی،استاد ورته په غوسه شو او ورته ويې ويل چي ورته ووايه چي ژر يې بیرته بيایه، نه موټر غواړم او نه په موټر کي ګرځم.

وايې چي کله استاد د طالبانو د اعدام او ځوړند کولو فتوا ورکړه، کورته آيساف جنرالان ورغلل او دوه ميليونه ډالر يا له دي هم زيات ډالر يې ورکړل، استاد ته يې وويل چي په دي ډالرو د ځان د امنيت د پاره ځای او نوی عصري د چيک او کنټرول وسايل ځان ته برابر کړه.

داسي خبره هم کيږي چي استاد د ځان له پاره په ځمکه کي دننه څلور منزله ننوتی ځای جوړ کړی دی، له هغه ځايه څخه نه راوځي او د چيک او کنټرول د پاره يې هم ډير عصري او پرمختللي برقي دروازی لګولي دي.

استاد دکور له ټولو غړو سره خپ‍ل روابط پري کړی دي، يواځي يوځوی له ځان سره ګرځوي اوهغه چي هم کله دده اطاق ته داخليږي باید چي له برقي دروازي څخه تيرشي،او کله چي د ضرورت په وخت کي يې د کورنۍ نور غړي دده ليدو او یا نورکار دپاره راځي هغه هم بايد له پوره او بشپړي تلاشي وروسته ده ته ورشي.

استاد وايې چي په هيچا (ميرمن، ځوی، ورور او وراره) اعتبار نه لرم، سخت ډير ويريدلی دی.

پارلمان ته تګ، خپل دعوت ټلويزون ته د کتني له پاره تګ او دعوت پوهنتون ته تګ يې پريښودلی دی، په خوشحال خان کي چي پوره کوڅه کي دده کورونه دي هلته تګ هم نه کوي.

تيره اونۍ کي خو ارګ ته هم رانغی او کرزي دده کورته ورغی، ورسره ويې ليدل، داسي ګنګوسي هم دي چي اوس ډير نږدي ځای ته هم دهليکفټر پواسطه تګ راتګ کوي، او دغه د هليکفټر اسانتيا هم آيساف د اسدالله خالد په غوښتنه ورته برابره کړی ده.

الله دي موږ مسلمانان له دغه بد حال څخه وساتي چي له خپل ځوی، ميرمن، ورور او دکورنۍ له نورو غړو هم ويره لرو، او له هرچا څخه ځان ګوښه کوو او ويره ورڅخه لرو.

استاد سياف ته هم د سامري په ډول د لا مساس مريضي پيداشوي ده، او په همدغه مريضي کي به ومري او دالله ج حساب او کتاب ته به په داسي حال کي حاضرشي چي ملائيکي به دمسلمانانو او مجاهدينو په اړه د اعدام او مرګ د فتوا پوښتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x