نظــر

مومن د یو سوري نه دوه ځلی نه چیچلی کیږي

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين, نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين أما بعد: د ۲۰۱۰ میلادی کال د سولی نمائشي لوۍ جرګی وروسته چې په حقیقت کې د امریکا په لاس جوړه شوی وه د کرزی اداری تل دا کوښښ کړې چې طالبان او مجاهدین د سولی مبارک نوم تر عنوان لاندی مکملی تسلیمی ته تیار کړي. ددی نمائشی او شیطانی پروژی اصلی تمویل کونکی امریکا، پاکستان، سعودي عرب او د افغانستان حکومتونه دي. امریکا د ۲۰۰۷میلادي کال وروسته په دی حقیقت ښه پوه شوه چې د افغانستان مسلمان اولس به هیڅ کله ددوئ په وړاندی د جهاد او مقاومت څخه ستړي نشي او د افغانستان د خپلواکی، د شریعت د نفاذ او د اسلامي امارت د بیا ظهور تر پایه به خپلی مشروع مبارزی ته ادامه ورکوي.

همدغه وه چې د هر کال په تیریدو د امریکا د نظارت لاندی د سولی دی نمائشی پروژی لپاره په هیواد کې د ننه او د هیواد څخه بهر غونډې او کمیسیونونه جوړیدل پیل شول. د سولی دی نمائشي پروژی هدف یوازی دا دی چې په افغانستان کې د امریکا او د ایتلافی ځواکونو شرمیدونکی ماتی لپاره د ښټې پوزه جوړه کړي او د کرزی د لاسپوسی اداری بقا‌ء خوندی پاتی کړي. امریکا غواړي چې نړیوالو ته داسی وښائي چې ګني طالبان او مجاهدین نور د جنګ توان نه لری نو ځکه یې ددوئ د شرائطو سره سم د سولی پروسی ته غاړه کیښوه.

په افغانستان باندی د امریکا د یرغل څخه یوڅو اوونئ وروسته په پاکستان کې د افغانستان سفیر ښاغلی عبدالسلام ضعیف خبریالانو ته په یو خبري کنفرانس کې وویل چې حامد کرزی او د امیرالمومنین د معاون د ټیلفوني خبرو وروسته طالبانو دا تسمیم نیولی چې د افغانستان د مسلمان ولس د خیر لپاره حکومت پریږدی او په دی شرط چې د ټولو طالبانو او په خاصه د امیرالمومنین عزت او شرف ته به احترام کیږي او د هغوئ ساتنه به کیږي. خو کله چې د امریکا مغرورمشرجارج ډبلیو. بوش ولیدل چې د طالبانو په وړاندی ددوئ نظامي کمپین ښه په چټکئ روان دی نو د طالبانو دا وړاندیځ یې رد کړ او ویویل چې موږ په طالبانو او القاعدی کې هیڅ فرق نه وینو او دواړه به زموږ هدف وي.

 الحمدالله نن یولس کاله د افغانستان د مبارک جهاد څخه تیر شول چې د افغانستان او د ټولی نړئ څخه راغلی مجاهدینو په کې برخه واخیستله او هغه تاریخ یې بیرته راژوندی کړ کوم چې زموږ نیکونو او پلارونو ددوئ د نیکونو او او پلارونو په وړاندی د جنګ په میدان کې ښوولی وو.

په دی اخرو وروځو کې د طالبانو د بندیانو د خلاصون خبری ډیر ګرمی روانی دي او په دی لاره کې د زرداری او کرزی اداره ډیر زیات زیار باسی چې د طالبانو بندیان په دی نیت ازاد کړي ترسو ددوئ د سولی په نمائشی پروژی کې ګډون وکړي، خو طالبانو ته په کار د چې په دی لاره کې د حکمت او صبر څخه کار واخلی ترسو د خواه په شان بیا د امریکا ددی شیطانی جال خوراک نشی. طالبانو ته په کار ده چې د خپلو وروستیو تجروبو څخه عبرت واخلی او هیڅ کله د دښمن دی مکری خبروته حاضر نشی. طالبانو ته په کار ده چې خپل دریځ له اوله واضح کړي.

امریکا او د کرزی اداره د طالبانو څخه غواړي چې مخکی له دی چې دوئ د سولی پروسی ته تیار شی لاندی خبرو ته غاړه کیږدي:

* طالبان دی د افغانستان اساسی قانون ومنی
* طالبان دی د ډیموکراسی تر چوکاټ لاندی خپله سیاسی او دیني مبارزه وکړي
* طالبان دی د وربند اعلان وکړي
* طالبان دی د نړیوال جهاد څخه لاس واخلی
* طالبان دی د القاعدی ډلی سره ټولی اړیکی پری کړي
* د امارت، شریعت او خلافت غوښتنه دی نه کوي

پاسنۍ ټکي هغه څه دي چې دوئ یې له طالبانو غوښتنه کوي خو امریکا او د کرزی اداره په دی نه پوهیږي چې طالبانو او مجاهدینو د همدی پاسني ټکو لپاره دا یولس کاله جهاد وکړل او د همدغو سپیڅلی اهدافو د تحقق او پلي کیدو لپاره د زرهاوو شهیدانو قرباني یې ورکړی. تیره اوونئ د سولی د شورا رئیس صلاح الدین ربانی،  هلمند والی،  برتانیې او امریکا سفیرانو د هلمند سنګین ولسوالۍ ته په خپل سفر کې د سنګین ولسوالۍ یومشیر مشرانو سره په دی نیت وکتل ترسو د نمائشی سولی پروژی لپاره ددوئ سره مرسته وکړي.  زما ددی مقالی د لیکلو هدف دا دی چې مجاهدین وروڼه  دی د زیرکتیا او حکمت څخه کار واخلی او ددښمن دی نمائشی سولی ته دی مثبت عکس العمل نه ښکاره کوي. دوئ غواړي چې ددی پروسی له لاری د طالبانو سیاسي، نظامی او ډیپلوماتیک ځواک مالوم کړي او وروسته یې د ځپلو لپاره نوی ترحې جوړه کړي. حضرت ابو هریرة رضی الله عنه فرمایي چې، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: چې مومن سړی د یو سوري نه دوه ځلی نه چیچلی کیږي (صیح المسلم).

 ددی حدیث څخه ثابت شوه چې مومن سړی باید دوه ځلی په یو سوری کې ګوتی ورنه کړي ترسو ښامار یې بیا ونه چیچي. د طالبانو غورځنګ د افغانستان او د مسلمانانو د دفاع په موخه د نړي د ستر نظامی او اقتصادی قوت سره دا یولس کاله مبارک جهاد وکړ او د لوۍ الله په نصرت او د مومنو مسلمانانو په مرسته په ډیر کمو وسائلو یې ددوئ مقابله وکړه. نن بعضی افغانان اندیښنه لری چې طالبان ددی لپاره چې خپل سیاسی ځواک په نړئ کې مطرحه کړي هیسی نه چې د جهاد د حقیقی ثمراتو د لاسته راوړلو وروسته بیرته د امریکا او د کابل د اداری خطا باسونکی دسیسی چې د سولی تر عنوان لاندی یې شروع کړی خوراک شي. طالبان د نړۍ مسلمانانو لپاره نن د یو مثالی غورځنګ په توګه معرفی او مطرحه دي او ددوئ هر ګام ته د نړې مسلمانان ډیر به زیرکتیا ګوري، نو په کار ده چې طالبان هغه څه وکړي کوم چې مومن افغانان ددوئ څخه توقع لری او اسلام یې اجازه ورکوي.

د کابل اداره غواړي چې اوس په دی شیطاني پروسی کې د افغانستان او نړۍ دیني عالمان هم ښکیل کړي او د همدی هدف لپاره په راتلونکی کې  په کابل کې د افغانستان او پاکستان د ديني عالمانو ګډ کنفرانس جوړېږي. د افغانستان خلک باید په دی پوه شي چې دا کنفراس هم لکه د نورو کنفرانسو د امریکا په مرسته تمویلیږي، ترسو د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا او د پاکستان د عالمانو شورا د افغانستان جهاد ته له دینی لحاظه غیرمشروعیت ورکړي او د طالبانو او مجاهدینو د لا ځپلو، کمه رنګه او بدنامه کولو لپاره له دینی او فقحي لحاظه عذر او جواز پیدا کړي. امریکا په دی ښه پوهیږي چې د طالبانو د کمزوره کولو لپاره یواځنې حربه همدا پاتی ده چې باید دیني عالمان په اعتماد کې واخیستل شی او ددوئ په مرسته د طالبانو په ماتولو کې نوی حکمت عملی په کار واچول شي. واشنګټن، کابل او اسلام اباد کې ناستو واکدارونو ته ښه مالومه ده چې دیني عالمان د مسلمانانو په منځ کې د طالبانو د تخریب، تحریف او کمزوره کولو په موخه په دی وروستیو کې ډیر ګټور ثابت شوی او ډیر مؤثر تمامدئ شی.

طالبان دی په دی پوه شي چې دوئ له داسی دښمن سره مخ دي چې هر وخت خپل رنګ بدله وي او د مجاهدینو د ماتولو لپاره د هر قسم حربی څخه کار اخیستلو نه ډډه ونه کړي. په اخر کې د افغانستان د مسلمان ولس څخه هیله لرم چې د حق په لټه کې دی شپه او ورځ یو کړي او د خپلو مجاهدینو وروڼو سره له د تیر په شان چې له هری لاری کیږي مرسته وکړي او د الله څخه دی د اجر او ثواب غوښتونکی وي، بی شکه چې الله تعالی د مومنانو اجر نه ضایه کوي.

والسلام

ابو انس مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x