افغانستان

هلمند: د بې کفایته رهبري لاندې ۳۵ زره عسکر په جګړه کې پاتې راغلي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۴ ل): د ولسمشر اشرف غني په غوښتنه هلمند ولایت ته د طالبانو د وروستیو پرمختګونو د څیړلو په موخه لیږل شوي پلاوي رسنیو ته په یوه خبري غونډه کې ویلي چې په هلمند کې د عسکرو شمېر کم نه دی، خو بې کفایته رهبري ددې سبب ګرځېدلي چې د جګړې کرښه د هلمند تر مرکز لښکرګاه پورې راورسیږي.

طالبان چې د هلمند ولایت پر څو ولسوالیو بشپړ او جزوي ولکه لري، د تیرو څو ورځو راهیسې يې د مارجې پر استراتیژیکي ولسوالۍ برید پیل کړی چې د وروستیو راپورونو پر اساس د ولسوالۍ اکثره سیمه د طالبانو په واک کې ده.

تیره ورځ د هلمند د ولايتي شورا غړي بشیراحمد شاکر یوه خصوصي تلویزون ته وویل چې مارجې ولسوالۍ فعلا سقوط کړی، ټوله سیمه د طالبانو په لاس کې ده، هغه وویل چې د ځینو دولتي ودانیو پرته نوره سیمه ټوله طالبانو نیولې ده.

باید وویل شي چې د تیرو څو ورځو راهیسي د لښکرګاه څلورمه ناحیه باباجي هم د طالبانو په لاس کې ده، چې د تیرو شل ورځو څخه زیاته موده کې هم افغاني ځواکونه نه دي توانېدلي دغه استراتیژیکه او ښار ته نیږدې سیمه د طالبانو څخه بیرته ونیسي.

ویل کیږي چې د باباجي جګړې ته د کندهار امنیه قومندان جنرال عبد الرازق هم د خپلو خاصو ځواکونو سره یو ځای ورغلی، خو تر اوسه یې کوم پرمختګ نه دی کړی.

د کابل څخه هلمند ته تللی پلاوی چې ځان یو با صلاحیته پلاوی بولي، وايي چې د هلمند ولایت د نا امنیو او د طالبانو پرمختګونو په اړه به د مسؤولینو سره پوره تحقیقات کوي.

ددغه پلاوي یو تن غړي او د هلمند سناتور ملا شېرمحمد اخندزاده وویل چې دوی هلمند ته د امنیتي ځواکونو او دولتي چارواکو د مورال اوچتولو په خاطر راغلي دي.

د کتونکو په نظر که څه هم په هلمند ولایت کې امنیتي ځواکونه د طالبانو په نسبت په خورا لوی شمېر کې دي، خو د هغوی ټیټ مورال او همدارنګه د ولسي ملاتړ نشتون له کبله د طالبانو د بریدونو په وړاندې له شاتګ سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x