نظــر

ولس ګرم دی

لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي
لیکوال: حاجي غلام محمد معصومي

حاجي غلام محمد معصومي-

هر چیری چی کښینو د بی عدالتی فساد ظلم نا خوالو خبری کیږي او دا هم وایو چی موږد احمد خان او میرویس خان زامن یو ګور ګین مو ځغلولی دی انګریزمو پر ګونډو کړي دي چنګیز خان له دې خاوري څخه په تیښته بریالی سوی دی.

د تاریخ په هرپاڼه کي مو د توري کار نا مې لیکل سوی دی دا ټول مو د غلیم سره کړی دی او د ولس د ارمتیا او سوکالی په خاطر مو کلونه کلونه په رښتیا مبارزی کړي ده.

اوس چی بیا هغه تاریخ دی هغه خلګ دی د راز راز مشکلاتو سره مخ او د بهر نیانو په غوښتنه د خپل ورور کور ورانوو په دی هم نه پو هیږو چی تر کله به داحالت همداسي روان وي.

که سړی خپل تاریخ ته پام وکړي، نو دا را معلومیږی چی موږدری واری خطاء وتلی وو او د بل په جنګ کی مو خپل لاسونه سره کړی دی.
د اسلام ستر لارښوود انحضرت محمد (ص) فرمایي: (مومن مسلمان له یوې سوړي څخه دوه واره نه چیچل کیږي. )خو موږ یی دری واری وچیچیلو .

که سړی ښه فکر وکړی، چی انګریزانو څه کول دلته را غلی وو د میوند او میوندیانو سره په جنګ اخته سوه ملا له او ایوب خان د میوند غازیان د شهیدانو څلی، دبولدک عبدالله خان اڅکزی اوداسي نور سترقهرمانانو او جګړې ته چي په ژور فکر وکتل سي سړی ته معلومیږی چی انګریز یرغلګر دلته نه بلکی د هند لويي وچي ته یی ځان رسوی دا یی لار وه دلته بند سو او په جنګ اخته سو.

روسانو څه کول چی دلته را غلی وو، کور او ټانک درخته او عسکر سره ولاړ وو، معلومه خبره ده چی ګرمو اوبو ته یی ددی لاری څخه ځان رسول غوښتل، چی هغوی هم د انګریزانو په شان له افغانانو سره په جګړه کي ښکېل اود سرپه ککرۍ کی يې خپلي ویني وڅښلې.

په دې جګړه کي ۲میلونه کسان موږ قربانی ور کړل

نن چی امریکایان راغلی دی دوی بیا څه غواړی؟

معلومه خبره ده چي منځنۍ اسیا ته ځان رسوی چی دا دی دوی هم د مخکنیو یرغلګرو په ډول خپله پښه يې په خپله پایڅه کي بنده او ۱۴ کلونو ورسته يې جنګ پرې ایښي او په مړو سترګو وتلو ته اړ سول.

اصلي خبره داده، چی دا بیده ولس به تر کله داسی د غفلت په خوب بیده وی او هر وخت به مو خلګ خطاء باسی، په رنګا رنګ شعارونو به مو جنګوی؟

اوس چی میدان بیا د جګړې ډګر خالی سوی دی روس چین اوهند د داعش څخه سخت په اندېښنه کي دي، ایران او پاکستان هم د داعش پرمختګونو ته په فکرونو کي ډوب دي خو خپلی ګټی د بهر نیانو په وجود کی په افغانستان کي لټوي.

اوس نو زما خوار ولس چی د یوی خوا مسکنی پر سر اخستی د بلی خوا بیسوادی او تر څنګ یی مخدره موادوکر کیله،استعمال او ترافیک یی په غاړه کي لکه ښامار لوېدلی دی.

تاسي فکر وکړی، چي داسی وطن به څه حال وي؟ چی نه مشر منی او نه کشر دداسی مور کی به د زړه څه حال وی چی ښایسته بچیان یی په زندانونو کی پراته وي، ولس د دولت په ژبه نه پو هیږی دولت د ولس په خبرو نه پوهیږي.

په یو هیواد کي چی په ۶ میاشتو کی ۱۲۰۰۰۰ کسان بهرنی هیوانو ته روان وی او هره ورځ خلګ په اوبو کی غرقیږي دولت یی په خپل منځ کي هم یو زړه او یو خوله نه دي .

د کډوالو وزارت یوه خبره کوي او ولسمشر بیا نوري بابولالي وايي، خلک حیران دي، چي د چا سورنا ته غوږ ونیسي؟

اوس نو داخبره یاداښت کړي، چي جګړه پردۍ، رسنی پر دی او خبر پر دی دی هره ورځ مظلوم هیوادوال وژل کیږی خو رسنی چی یوه ځوانه مړوښې په غور ولایت کي طالبانود زنا په جرم سنګسارکړی ده د خپلو خبرو سرخط کرځولی دی، زه وایم چی ۲۲ ولایتو کی چی اوس عملیات د وسله والو پر ضد روان دی په دغه جنګ کی چی بی ګنا ه کسان وژل کیږی ولی د خبرونو سر خط نه جوړه وی، چي د غربیانو په خوښه خبرونه د خبري سرویسونو سرټکي ګرځي.

د یو نېکمرغه او پرمختللي افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x