fbpx

د ژوند شریک انتخاب

حامد افغان-

په خپل باغ کې یې غلام ته وویل: لیږ انګور راوړه، هغه انګور ورته راوړل خو هغه تروش وو، ببا یې ورته وویل: دا تروش دي ، خواږه راوړه، هغه دویم ځل هم تروش انګور راوړل، دی ورته غوسه شو ورته کړه یې: دا څنګه باغوان یې خواږه او تروش انګور نه سره پېژنې؟! هغه ورته وویل: تاسو زه د باغ ساتلو ته نیولی یم، نه د میوو خوراک ته، د باغوان په خبره هک پک شو، او ورته ویې ویل: الله مو وساته، او هغه به تاسو ته د خپلي امانتداري بدل درکوي. او په هغه ځای یې خپله لور ورته نکاح کړه.

دا د قاضي نوح بن مریم کیسه ده، دی مشهور قاضي او وتلی مشر و، د ده پوهه او ښایسته لور آن د وخت لویو واکمنو او مشهورو خلکو ورنه غوښتې وه خو ده خپلې لور ته خپل امانتدار باغوان خوښ کړ او پوهیږئ دا باغوان څوک و؟ دا واضح الحنظلي نومیدی او د وخت د مشهور محدث، عالم او مجاهد عبد الله بن المبارک رحمه الله پلار و، عبد الله د دې مور او پلار په برکت داسې شخصیت وګرځیدی چې تر ننه پوري د مسلمان امت له پاره د علم، تقوا او جهاد نمونه او ایډیال دی.

له حسن البصري رحمه الله نه یوه سړي مشوره وغوښتله چې لور مې څنګه سړي ته ورکړم؟ هغه ورته وویل: داسې کس ته لور ورکړه چې له الله نه ویریږي، ځکه له الله ویرودونکی که مینه ورسره ولري عزتمنه به یې کړي او کنه ظلم هیڅکله نه ورسره کوي، متاسفانه د لوڼو ډېری پلرونه د خپلو لوڼو له پاره د ژوند شریک په انتخاب کې د نورو مختلفو لورو لحاظ کوي خو د دینداري لور ته یې پوره توجه نه کوي، او اصلي د توجه وړ ځای د سړي رښتینې دینداري ده. لوڼو ته د هغو د ژوند شریک انتخاب باریکه او مهمه خبره ده، د ژوند د مختلفو لورو اړخ ته له توجه سره د ځوان دیانت او تقوا ته توجه مهمه ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د