نظــر

ازبکستاني داعشیانو ته ولې د طالبانو د صبر کاسه ډکه شوه؟

نوید أحمد-

راپورونه  وایي چې د تیرې جمعې له شپې څخه طالبانو د زابل ولایت په خاک افغان او ارغنداب سیمو کې د هغو ازبکستاني جنګیالیو په خلاف عملیات پیل کړي چې له تیر څه باندې یوه کال راهیسې دلته اوسیدل او په ورستیو کې یي د منصور دادالله سره په ګډه د طالبانو د اسلامي امارت په خلاف جنګي ایتلاف جوړ کړی و، سره له دې چې د جګړې سیمه لرې پرته او غرنۍ ده خو تراوسه پورې ترلاسه شوي معلومات ښيي چې طالبانو په جګړه کې نه اټکلیدونکی پرمختګ کړی، د منصور دادالله او ازبکستاني داعشیانو ګڼ مراکز یي نیولي او لسګونه کسان ژوندي په لاس ورغلي .

خو دلته شاید د ډیرو لپاره پوښتنه دا وي چې ولې طالبانو بالاخره ددغو ازبکستانیانو او منصور دادالله په خلاف په جګړه ایزو عملیاتو لاس پورې کړ؟  په لاندې لیکنه کې د حقائقو په تناظر کې همدې پوښتنې ته ځواب وایو.

تیر کال چې کله د پاکستان د پوځ لخوا په قبایلو کې عملیات پیل شول نو په سیمه کې موجودو ازبکستاني جنګیالیو له طالبانو غوښتنه وکړه چې دوی ته په افغانستان کې د سکونت ځای برابر کړي، طالبانو د یو شمیر شرایطو په وضع کولو سره دوی افغانستان ته راوغوښتل د شرایطو له جملې دا و چې دغه کسان به د طالبانو د اسلامي امارت ټول اوامر او لوائح  سمعا او طاعتا قبلوي، ځان به د امارت تحت الامر بولي، بې اطاعتي خودسري او بغاوت به نه کوي، د جنوبي وزیرستان غوندې به سیمه ایزو خلکو ته ازار او اذیت نه رسوي  او نه به په خپل سر عملیات او جنګونه کوي.

په دې ډول طالبانو په ډیرو مصارفو دغه کسان له وزیرستان څخه افغانستان ته راوړل او د زابل په مختلفو ولسوالیو کې یي لس لس کوره ځای ځای میشت کړل، محلي خلکو چې دوی ته یي د واقعي مجاهدینو په نظر کتل خپل کورونه او حتی د خولې ډوډۍ دوی ته ورنیمه کړه، خو څو میاشتې لا پوره نه وې چې دغو ازبکستانیانو د طالبانو له اوامرو بغاوت او تخلف شروع کړ، ددوی اول تخلف دا و چې له طالبانو سره د کړې موافقې خلاف یي په یوه ځای د راټولیدو هڅه وکړه، دوی له بیلابیلو سیمو څخه د زابل په ارغنداب او خاک افغان کې راټول شول، همدغه مهال د منصور دادالله په نوم د طالبانو یو باغي قومندان هم همدې سیمې ته لاړ ، له ازبکو سره یي نږدې روابط جوړ کړل او په ګډه یي د طالبانو د امارت په وړاندې ښکاره بغاوت او مقابلې ته ملا وتړله .

د داعش او بغدادي خلیفه په ظهور سره ازبکستانیانو د طالبانو له امارت سره کړی بیعت مات کړ او له  ابوبکر بغدادي سره د بیعت  ویډیو یې خپره کړه، په دې مهال یې ځینو داسې کړنو ته لاس واچاوو چې د مسلمان او مجاهد له شان سره څه بلکې د انساني اخلاقو له  دایرې هم ښکاره تخلف بلل کیده، چې له دې جملې د پیسو او نورو مقاصدو لپاره د بي ګناه خلکو تښتول، د هزاره ګانو د ښځو تښتول او بیا د مینځو په حیث یي د جنسي اغراضو لپاره کارول، له  بې ګناه نارینه او ښځینه وو څخه سرونه غوڅول، د محلي خلکو چې ددوی یي ډیر عزت  او میلمه پالنه کړې وه د کوچنیو ماشومانو تښتول او د خپلو ګټو لپاره استخدامول، د داعش لپاره تبلیغات او د طالبانو په اسلامي امارت  د باغیانو او د آی ایس آی د ګوډاګیانو تور لګول  او د ځایي خلکو د اذیت او بدماشۍ په شمول ځیني نور داسې ناوړه کارونه  چې محلي ولسي خلک یي حتی د سیمې پریښودو ته اړ کړل.

په تیر یو کال خصوصا وروستیو میاشتو کې په زابل کې د داعشي ازبکو چې منصور دادالله هم ورسره ټینګه ملګرتیا درلوده ګڼ شمیر جنایات ترسره کړې چې څو بیلګې یې په لاندې توګه  یادولی شو.

•    ۳۱ تنه مسافر هزارګان یي د شاجوی په مربوطاتو کې له لویې لارې راوګرځول، له یوڅو یي سرونه پرې کړل او د خاک افغان د رسنې په بازار کې یي جسدونه وغورځول، یوشمیر یي تبادله کړل او کوم چې ژوندي پاته و تیره ورځ یي په دستي جمعي شکل د ارغنداب په یوه کور کې ذبح او ووژل.

•    ۳ ښځې او ۳ تنه نارینه ولسي هزاره ګان چې له خاک افغان څخه غزني ته په لاره وو د لارې له سره یي راوګرځول سړي یي بندیان کړل او له ښځو یي د مینځو په حیث استفاده وکړه.

•    د شاجوی د باغتو په سیمه کې ۳ ښځې او ۲ تنه نارینه هزارګان له موټر سره نادرکه شول وروسته  دغه کسان په داسې حال کې وموندل شول چې نشه شوي وو او بې خوده پراته و او موټر یي تر اوسه نادرکه دی.

•    دوه لس کلن او یو  پنځلس کلن هلک یي د خاک افغان  د ګزې کلي له پښتنو څخه غلا کړل او خلکو ته یي استدلال کاوو چې د جهاد لپاره له موږ سره یوځای شوي دغه هلکان تراوسه نادرکه دي.

•    د غزني ښار اوسیدونکی یو تاجک تجار یې د لویې لارې له سره اختطاف کړ او بیا یي له کورنۍ څخه  د لس میلیونه کلدارو غوښتنه وکړه د طالبانو  او سیمیزو ملایانو له ډیرو غوښتنو سره سره یي دغه بې ګناه تجار خوشی نه کړ.

•    بیا بیا یي د هزاره ګانو ښځې راوتښتولې تر دې چې هزارګانو متقابلا د خاک افغان د ګزې له کلي څخه د پښتنو څوارلس تنه ښځې او ماشومان وتښتول چې په دې ډول  ددوی د اعمالو له امله په سیمه کې یو بشپړ قومي جنګ ته  زمینه برابره شوه، طالبانو د افغانانو ترمنځ د قومي جنګ دمخنیوي په خاطر مداخله وکړه او له هزاره ګانو یي څوارلس تنه بندیان راخلاص کړل.

•    داعشیانو یوه شپه بندیان په لویو جوالو کې اچولي او بیا په موټر کې سر په سر غورځولي و ترڅو یی بل ځای انتقال کړي دارغنداب له اختر بازاره دتیریدو په مهال دشپې یوه پیره دار د بندیانو بد حالت، ژړا او زګیروي اوریدلي و او بیا یي سبا خلکو ته یوازې دا ویلي و چې دغسې وضعیت کول ظلم دی، په همدې خبره داعشي ازبک راغلل او دغه خوارکۍ پیره دار یي په تفنګچه وویشت او شهید یي کړ.

•    د ارغنداب د چکنک د کلي کلیوال وایي چې په دې کلي کې په یوه سرای کې د هزاره ګانو ښځې او نارینه بندیان و یوه ورځ له دغه کور څخه ډیر بد بوی او تور دود راپورته شو چې دغه بوی تراوسه  موږ نه و حس کړی وروسته معلومه شوه چې داعشیانو یوه هزاره ګۍ ښځه ژوندۍ سوزولې وه.

•    دارغنداب د پیتاو د کلي اوسیدونکي وایي چې یوه ورځ د داعشیانو د اوسیدو له یوه سرای څخه یوه هزاره ګۍ ښځه په داسې حال کې په ځغاسته راووته چې په بدن یي هیڅ جامې نه وې ښځې د خلاصون چیغې وهلې خو وروسته پسې مسلح داعشي ازبکستاني راووتل او ښځه یي له ځان سره بیرته یووړه .

•    د خاک افغان د سولان په بازار او نورو  ډیرو سیمو کې ازبکي داعشیانو داسې اعلامیې او پوسټرونه وځړول چې خلک یي له داعش سره بیعت ته رابلل، په دغو اعلامیو کې دوی د طالبانو د امارت په خلاف خورا بد الفاظ کارولي و، هغوی یي باغیان او د آی ایس آی ګوډاګیان بللي وو.

لوړ یاد شوي او دې ته ورته نور ډير بد او زیان اړونکي غیر شرعي  اعمال ددې باعث شول چې طالبان ددغو کسانو په اړه په اقدام لاس پورې کړې طالبانو په تیرو څو میاشتو کې په لسګونو ځله دغو کسانو ته جرګې او مرکې ورولیږلې، خو د دوی په کړنو کې هیڅ تغیر رانغی، په وروسته کې د طالبانو هڅه دا وه چې منصور دادالله  له دوی څخه جلا کړي مګر هغو هڅو هم نتیجه ورنکړه، د سیمې ټول اوسیدونکی او مجاهدین چې ځیني یي پخوا د منصور دادالله سره ملګري و له ازبکانو څخه بیزاري اعلان کړه او ددوی اعمال یي غیرشرعي وبلل په دې ډول منصور دادالله هم سخت منزوي شو او له داعشیانو سره یوازې پاته شو.

په وروستیو میاشتو کې چې طالبان په ننګرهار کې عملا له داعش سره په جنګ اخته و، په زابل کې یي دداعشیانو په خلاف عملیات بیا بیا فسخ کړل دوی هیله درلوده چې دا مسئله به د تفاهم له لارې یو طرفه کړي، خو په پای کې چې په دې پوه شول چې نور له دې خلکو سره د تفاهم لاره نه ده پاته او شرعا هم دا د طالبانو مسؤلیت دی چې د خپل واک په سیمو کې د غیردیني ، ظالمانه او ناروا اعمالو مخه ونیسي نو یي د زابل د داعش په خلاف عملیات پیل کړل.

وروستي راپورونه وایي چې طالبانو په لږو تلفاتو په دې جګړه کې پراخې لاسته راوړنې درلودلې دي د دې جریان په منځ کې یوه شک پارونکې پرمختیا داده چې همدا نن د طالبانو ځینو سرچینو ویلي چې په ارغنداب کې یي د منصور دادالله په کور کې ۳۰۰ میله ګریسبند کلاشینکوفونه نیولي دي، معلومه نه ده چې نوموړي ته دا وسله له کومې خوا او چا په لاس رسیدلې ده.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل نه دی چې د ازبکستان داعشیان له خپلو کوربنو سره په جګړه اوړي  دوی له دې وړاندې  دجنوبي وزیرستان هغه وزیر قبایل چې دوی ته یي په سختو حالاتو کې په خپلو کورونو کې ځای ورکړی و او حتی د دوی په سر یي د پاکستان بدي ته ملا تړلې وه له هغوی سره هم دهمداسې اعمالو له امله په جګړه واوښتل تردې چې احمدزي وزیرو د دوی په خلاف قومي پاڅون وکړ او له جنوبي وزیرستان څخه یي په یومخیز شکل وایستل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد الافغانی

الله دې رحم وکړي که مو دغه ویناوې غلطې وي الله ته به څه جواب وایئ

khalid

احمد صاحب ته او مونږ ټول به هم انشالله الله ته ځوابگوی واوسو زه خو ستا تبصری دلته پدی سایت کی کله کله وینم ټولی په تعصب، حسد او کینی ولاړی دی

Saleem

احمدافغانی صیب ! که له پورته خبرو نه نیمی یې رښتیا وي او یا فرضاً یوه هم رښتیا نه وي ، فقط دا یوه خو معلومه ده چې د طالبانو له امیر او قیادت څخه یې یوځل اطاعت او بیا بغاوت ، آیا شرعاً د دې دلیل نشي جوړیدای چې د وخت مسلط امیر یې په قوة سره مخنیوی وکړي ؟ که څه هم مرګ ژوبله رامنځ ته کیږي . ځکه چې والفتنة أشد من القتل. موږ او تاسو به خپل ګریوان ته سر ټیټ کړو ، شریعت ته به مراجعه وکړو ، حیلې بهانې به نه کوو ، کږې… نور لوستل »

محمود

ما خو د سر یو څو کرښی ولوستی نور یی د لوستو توان او تحمل نه لرم. د یوی خو داسی بیرحمه سخت زړی ، دیوس او وحشی غربیان لکه اشرف غنی …………. الله راباندی مسلط کړی، د بل طرفه داسی خبرونه اورو چه ډیر خپه کونکی وی او سړی ته ټکان ورکوی، که او س سړی یو څه نوشته کوی نو بیا به بیانزی صاب او غوربندی صاب او سعید خوستی او خالد صاب په قهر شی، خو یوه دوعا کوم چه یا الله داسی خلک په مونژ مسلمانوو مشران کړی چه په دین پوهیژی او دین یی مقصد… نور لوستل »

غوربندي

محمود صیب

تاسو ته سلام او احترام

تاسو ته زما له طرفه اجازه ده چی څه لیکی لیکلای یی شی

د اشرف غنی حاکمیت په الله ج مه اړوی، الله ج مونږ ته عقل راکړی ده تر څو د ښه او بد، حق او باطل، سپي او سړي توپیر او تفکیک وکوو، که یی نه شو کولای نو ښه داده چې خپل سر په دیوال ووهو.

سلام

دا جعل کاری زکه ده چه دجلالاباد فه شان داعشی بیان یی اوس بایدراغلی وای هغوی خو دخفلو کرنوویاندلری،،،،اوهوش کوی دیرهوش کوی دمسلمان وینه فدی دنیا هم زان شکاروی اودغیشی جورونکی هم فه قتل کی شامل دی

hamidkhan

@wallah che der haqaeq de zamung stargo ta rawrandi kral….Allah de ajar darkre….daghase lekane khalko ta haqaeq pa kha toga rasawe…Manana navidahmad..

جاوید احمد

چې له ښځو سرونه پریکوي نو همدا به یي حال وي د افغانستان جنوب زابل ولايت ځايي چارواکي وايي تېره شپه له “اسلامي دولت” ډلې (داعش) سره تړلو وسله والو اووه تنه يرغمل شوي هزاره ګان وژلي دي. د زابل ولايت امنيتي مشر غلام جيلاني فراهي بي بي سي ته ويلي چې تېره شپه د طالبانو او اسلامي دولت ډلې تر منځ جګړې وروسته د ازبک جنګياليو له خوا د دغو تښتول شويو کسانو سرونه پرې شوي دي. ښاغلي فراهي زياته کړه په اوو وژل شويو کسانو کې درې ښځې او څلور نارينه دي چې په بې رحمانه ډول وژل… نور لوستل »

ولی خان

الله ظا لم په ظا لم هلا ک کوی، طا لبانو هم کوم ظلم ونکړ، خلکی دموچی په تار حلا ل کړل، داکتر یی ووژه ، مکتب یی وسوځو، پلچک یی وران کړ، طا لب ته هم ولس ځای ورکړی او ورکوی، خو دهمدی ولس جرړی باسی، ځکه که یو نسل دتعلیم او تربیی نه لیری شونو څو نسله به په جا هلت کی پاتی شی ، دیو مکتب دروازی په برنستلو سره دسلو زندانونو دروازی تړل کیژی، جناب تا چی دکوم ځایونو نومونه یا د کړل کولی شی چی راته داهم ووایه چی څو مکتبونه په دی ځا یو… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x