افغانستان

جوزجان کې طالبانو ته ۱۵ عسکر تسلیم شوي

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۴ ل): د جوزجان په ولایت کې د ملي اردو ۱۵ تنه عسکر د خپلو وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکی آسیا ته په یوه لیږل شوي خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کسان د جوزجان ولایت د خانقا د ولسوالۍ وه، چې تیره ورځ ددوی د هغه کمیسون له لاري چې د ملي اردو عسکرو ته د تسلیمۍ دعوت ورکوي، په هڅو طالبانو ته تسلیم شول.

ددې تر مخه هم طالبانو ویلي وه چې په تیره اکتوبر میاشت کې د ددوی د دعوت او ارشاد کمیسون په واسطه تر ۴۰۰ زیات امنیتي او دولتي منسوبین ددوی سره یو ځای شول.

ذبیح الله مجاهد ادعا کړې چې دغه کسانو ورسره ژمنه کړې چې له دې وروسته به د هغه دولت په خلاف جنګیږي د کوم په تشکېلاتو کې چې تر اوسه د طالبانو په وړاندي جنګېدل.

مجاهد ویلي چې دغه عسکرو په هلمند ولایت کې د اردو په لیکو کې دنده اجراء کول، دایې ونه ویل چې په کومه سیمه کې دغه عسکر د هلمند ولایت په کومه سیمه کې په دقیقه توګه میشت وه.

طالبانو ددغه کسانو نومونه او ولدیت هم په خپله خبرپاڼه کې یاد کړي.

باید وویل شي چې د هلمند ولایت د مارجې ولسوالۍ څخه په وروستیو ورکړل شویو خبرونو کې ویل شوي، چې د ملي اردو عسکرو خپلي پوستې په ډیره اسانۍ سره طالبانو ته تخلیه کړي، خپلي وسلې او مهمات یې طالبانو ته پري ایښی دی.

د هلمند ولایت ته د ولسمشر اشرف غني په امر یو لوړ رتبه پلاوی لیږل شوی تر څو هلته د طالبانو د وروستیو پرمختګونو عوامل په نښه کړي.

ددغه پلاوی یو تن غړي ملا شیر محمد اخوندزاده رسنیو ته وویل چې په هلمند ولایت کې د امنیتي ځواکونو کمښت نسته، دلته ۳۵ زره عسکر موجود دي، خو ددوی تر منځ هم آهنګي او سالم رهبریت نسته.

نوموړي همداراز وویل چې مونږ هلمند ته د امنیتي ځواکونو او دولتي منسوبینو د مورال اوچتولو په خاطر راغلي یو.

باید وویل شي چې د هلمند ولایت په پلازمینه کې باخبره سرچیني او دولتي جګپوړي چارواکي د طالبانو په وړاندي د امنیتي ځواکونو په بې وسي اعتراف کوي او د مرکزي دولت څخه د هوايي او ځمکني ملاتړ غوښتنه کوي.

د هلمند د ولایتي شورا مشر کریم اتل پنځه ورځي وړاندي (تلې ۱۲مه) وویل چې د کندهار امنیه قومندان د خپلو خاصو ځواکونو سره د لښکرګاه په څلورمه ناحیه کې د طالبانو په ضد په جګړه بوخت دی، خو تر اوسه بریالی شوی نه دی.

نوموړي وویل چې که مرکزي دولت په هلمند سر ونه ګرځوي او طالبان مارجه ولسوالۍ ونیسي، ډېر ژر به ورسره د لښکرګاه ښار هم سقوط وکړي.

د هلمند ولایت د ولایتي شورا بل غړي ښاغلي بشیراحمد شاکر هم تیره شپه یوه خصوصي تلویزون ته وویل چې د مارجې ولسوالۍ اکثره سیمي فعلا د طالبانو په ولکه کې دي، یوازي یو څو دولتي ودانۍ دي چې تر اوسه امنیتي ځواکونو په لاس کي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x