نظــر

ملایان د انګریز لیکوال او کمشنر په تاریخي لیک کي

يادونه:
ډبليو آر ايچ مرک ((انګريز ليکوال)) چې د فرنګې دورې په اوږدو کې  په  پيښور کې کمشنر پاتې شوى. په ١٨٨٤ ل کال کې يې د ژورنالسټ په توګه انګريز لښکرته  جاسوسي کوله، هغه خپل مشرتابه ته د لالپوري د مهمندو په اړه پوره دقيق راپور په هغه وخت کې وړاندي کړ، کله چې فرنګيانو په جلال آباد د دوهم يرغل لپاره د اتلسمې پيړۍ په وروستۍ لسيزه  کې ځان چمتو کول، انګريز ليکوال د هغه سيمې له ملايانو څخه سر ټکولى، خپل لښکر ته يې له هغوى څخه د ژغورنې په موخه ځانګړي سپارښتنې کړي دي، د اربکيانو رامنځته کولو مشوره يې ورکړي ده،.

له دې کبله چې موجوده وخت کې  د هغه په سپارښتنو باندي عمل روان دى،نو  له کتاب څخه هغه برخه چې د ملايانو په اړوند دى، دلته ذکر کيږي، نوموړي هغه ملايان چې د دوى په خلاف يې جهاد کول، بې تعليمه، کبرجن، حريص او منحرف معرفي کړي، ولي کوم ملايان چې له انګريزانو سره ملګري شوي هغه يې صلحه خوښي او ډير زيات ستايلي دي .  (ژباړن))

حافظ محمد خراساني


  ملايان

    مياګان او ملايان تر ډيره حده پوري د اروپا د هغه راهبانو په څير دي، کوم چې په منځنۍ زمانه کې وو، يو شان مادې پلانونه لري، دوۍ د جائدادونو د امانت ساتونکو او څارونکو په څير کارونه تر سره کوي، د ماشومانو او ښځينوو ساتنه او منظم کونه د دوى دنده ده،- په کورني معاملاتو او قومې جګړو کې دوى د يوه منځګړي او پيغام رسونکې رول لوبوي، د يو مشهور حرکت په را منځ ته کولو کې له قومونو سره د دوى ژوري اړيکې او د دوى د احترام وړ شخصيت موثر او اغيزمن کردار تر سره کوي- او غالبا همدا وجه ده، چې دوى په اوسنۍ جګړه کې په ښه توګه ونډه واخسته  او په پراخه کچه مشکلات يې را منځ ته کړو، او لامل يې  کيداى شي د خلکو تعصب او د قبائيلي مشرانو او خانانو ملامتيا ده (چې ټول د دوى دښمنان او حريفان دي)، د دوى د مخ نيوې يواځينۍ اغيزناکه  او ګټوره لاره دا ده، چې  له خلکو سره اړيکې ټينګې شي او عامه موخه يې دا وي چې په ټولنيزه توګه بې پرې او د احترام وړ مشران را منځته کړي، چې څوک ورباندي انتقاد ونه کړي، او په هغوى کې  قومي مشرانو، اخوند ډوله ملايانو، مياګانو او هغه مذهبي څیرو چې له ملايانو سره کينه ولري له جملې څخه هم ګڼ کسان وي، چې دوى په بیلابيلو افغاني کلو او نفوس کې نمايندګې وکولى شي. تر څو د دوى په مرسته په ټولنه کې داسي کسان د قومي لښکر (اربکيانو) په نوم را منځته کړو، چې هغه بيا د ملا خليل په څير کسانو مخ ډب کړي، چې له ډير وخته څخه زموږ له لښکرو سره لاس او ګريوان دي.

 که څه هم د دې ملايانو توجه په رسمي مراسمو کې په کمه درجه مستقيما منقسمه وي او  د هميشه لپاره د دوى وخت په صنعتې  جګړو او يا په داخلي دسيسو ضائع کيږي، او د تل لپاره دوى خپل غږ د نظم او عدالت لپاره اوچت کړى وې، د جنګ او لانجو د روغې او حل لپاره دوى خپل ځواک په کاروي- د خپلو موخو لپاره دوى د خلکو له تعصباتو څخه کار اخلې، دوى ځان سپيڅلۍ، ديانتداره،هوښيار ګڼې، د دوى تل پرله پسې کوښښونه دا وي چې پخوانې رواجونه اوپه ځانګړي ډول  بيا په افغانانوکې دښځو د خرڅولو دود له منځه يوسي.

    ميټي ته نيزدي د بيدمنى حاجې صاحب په خلکو کې ښه مشهور دى، او په همدې ډول د ملا فهيم کلې ملا خليل په خويزو کې مشهور ملا دى،  چې دواړه اوس مهال مړه دې، حاجې په اصل کې ميرو خيل بايزى دى او د درنښت وړ شخص وو، چې د دۀ د پاک ژوند او سپيڅلي خصوصيت په خاطر د دۀ احترام کيده، د دۀ په سوله ايزو سلاګانو زيات کسان چې د افغان جنګ په دوران کې د ملاخليل لخوا لمڅول شوې وو راوګرځيدل، د حاجې د دې ښو له کبله  او د ملا خليل د مخالفت په خاطر په دويزو کې وژنې را منځ ته شوې. ده د لالپوري د اکبر خان اطاعت کاوه او د دۀ خلک د بايزو سره ډير ښه وو، که څه هم د مهمندو په کورنۍ کې هم د صفت وړ وو.

    ملا خليل د هزاره ولسوالۍ، د پاخين اوسيدونکې د يوه سواتې لمسى وو، نوموړى کم تعليمه، نه مړيدونکى، حريص او قوت غوښتونکى سړى وو، هغه  د تنګ نظره او جنګيالي ملايانو نميانده ګې کوله، ده خپل ځان په هغه دريو ناکامو حملو کې ښکاره کړو، چې په کم ډکې کې په مارچ 1879 کې،  په ډکه په جنوري1880کې  او په بيهسودو او کامه په جولاى 1880کې تر سره شوې.

    د دۀ ناکاميو هغه قيصي ولړزولې کومې چې ده د دخلکو او د دۀ په تعصبې نصيحت  سره ګټلې وي، او نوموړى  د خويزو په بريدونو کې لږ نفوس لرل.  دى د سوات د ميا ګل له ډلې سره تړلى وو،او صادق خان يې تربيه کړ چې انحراف او ورانې وکړي.  ده د کابل له اميرنه هرکال 2000 بخششوي  تر لاسه کولې، کوم چې وروسته بيا د نوموړي  زوى  صاحب حق ته ور په برخه شوه. د لږ يادګيرنې ملايان دلکۍ کمالې ملا قدوس، ملا عبدالله په ګنداو کې ، بادشاه د سپينکي تنګۍ ملا مير افضل چې اوس په کنړ کې دې، او د لالپوري ملا سيد. اخرنى موږ ته په دوستانه ډول متمايل شو او د لالپوري د اکبرخان لخوا قاضي وټاکل شو، خان د قاضي د ګمارلو واک  درلود.

حافظ محمداحمد خراسانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x