پاکستان هند او سيمه ييزو هېوادونو سره د افغانستان په اړه خبرې کوي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل):پاکستان د هند بهرنيو چارو وزيرې ته بلنه ورکړې، چې اسلام اباد کې د افغانستان د بحران په اړه جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

پاکستان په داسې وخت کې، خپل حريف ګاونډي ته د افغانستان په اړه د ګډ کنفرانس بلنه ورکوي، چې د دواړو اتومي هېوادونو اړيکې ډېرې سره ترينګلې دي او تر اوسه دا هم نه ده روښانه، چې هند به د پاکستان دابلنه ومني کنه.

د پاکستان ايکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي، چې پاکستان د هند په ګډون د اسيا پنځه ويشتو نورو هېوادونو ته هم بلنې لېږلي، چې پلازمېنې اسلام اباد کې به د افغانستان بحران په اړه غونډه کوي.

د پاکستاني چارواکو په وينا دغه کنفرانس به د راتلونکي ډيسمبر پر ۷ او ۸ نېټه د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد کې جوړيږي او د ازاربايي جان، روسيې، قزاقستان، کرغزيزستان، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، ترکيې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او ګڼو نورو هېوادونو استازي به په کې ګډون کوي.
د «اسيا زړه کنفرانس» کې به د جنګ ځپلي افغانستان د روان وضعيت او اقتصادي پرمختګ په اړه خبرې اترې کيږي او د دې کنفرانس له لارې پاکستان غواړي، چې هند سره په ګډه افغانستان کې کار وکړي.

تر اوسه، دا نه ده روښانه، چې هند به د پاکستان دا غوښتنه ومني، کنه؛ ځکه، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اوسنيو اړيکو له مخې دا وړاندوينه ستونزمنه بريښي.

د روان کال اګست کې هم د هند او پاکستان د ملي امنيت د سلاکارانو ګډ کنفرانس اجنډا کې د اختلاف له امله په نيمه کې بې پايلې ختم شو.

پاکستان او هند پر يو بل د ترهګرۍ د ملاتړ تورونه لګوي او هند هېڅکله دېته نه دی تيار، چې د کشمير په اړه پاکستان سره مذاکرات وکړي، په داسې حال کې، پاکستان ټينګارکوي، چې د هند او پاکستان مذاکراتو کې بايد د کشمير موضوع سرټکی وي.

د څارونکو په اند هند او پاکستان خپلې سيالۍ او رقابتونه په افغانستان کې پالي او دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې د افغانستان خاوره، رسنۍ او ولس د خپلو ګټو لپاره وکاروي، چې دا کار د افغان ولس د اوږد مهالي راتلونکي لپاره ستر ګواښ دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د