افغانستان

د امریکایانو په بمبار د یوې کورنۍ میرمن مړه، زوی او پلار ټپیان شوي دي

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۴ ل): د کندوز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو په بمبار یوه میرمنه وژل شوې، یو ماشوم او د هغه پلار ټپيان شوي دي.

د کندز ولایت څخه په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي چې تیره ورځ امریکايي الوتکو د دشت ارچي د قرلق په سیمه کې پر ملکي کورونه ړندې بمبارۍ وکړې، چې له کبله یې د یادي مرګ ژوبلي تر څنګ یو شمېر کورونه ویجاړ او زیانمن شول.

د کندز ولایت دشت ارچي ولسوالي له اوږدې مودې راهیسي د طالبانو په ولکه کې ده.

باید وویل شي چې امریکايي ځواکونو وروسته تر هغه دکندوز په ولایت کې یو ځل بیا په هوايي بمباریو پيل وکړ، کله چې ددغه ولایت مرکز په شمول یو شمېر ولسوالۍ په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولوېدې. امریکایانو ددې تر مخه ویلي وه چې ددوی عملیاتي دنده نوره پای ته رسېدلي، ددوی نوې دنده افغاني عسکرو ته روزنه او مشوره ورکول دي.

د امریکا هوايي ځواکونو د کندوز په مرکز کې د بې سرحده ډاکټرانو یوازینی هغه روغتون هم بمبار کړ چې د جګړې په وخت کې یې هم د کندوز د ملکي او نظامي خلکو پر مخ خپلي دروازې پرانیستې وي.

په دغه روغتون کې تر ۳۰ زیات ډاکټران، نرسان او تر تداوي لاندي ولسي وګړي ووژل شول، او یو شمېر نور ټپيان او لا درکه شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x